پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ولایه لبنان: د جمعې ورځې د خطبې غوره شوې موضوع: «د جاهلیت له ټولنې سره د اوسنۍ ټولنې مطابقت»

وړاندې کوونکی: شيخ أحمد الصوفي (أبو نزار الشامي) 

                                          د حزب التحریر ولایه لبنان غړی 

        ۱۴۳۹ه.ق، د صفر ۲۸مه، د شام طرابلس/ ۲۰۱۷م، د نومبر ۱۷مه

د مطلب ادامه...

تاجکستان دولت خپلو هغو پوله ساتو ته چې د افغانستان اوسېدونکي وژني، ترفیع ورکوي

(ژباړه)

خبر:

د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو د افغانستان دوه تنه اوسېدونکي د بدخشان ولایت په اسکشمین ولسوالۍ کې اعدام کړل. د ۲۰۱۷م د نومبر پر ۹مه د افغانستان پژواک خبري رسنۍ خبر ورکړ، چې د تاجکستان مرزي پولیسو د افغانستان دوه تنه غیر نظامیان اعدام کړل. د یادې سرچینې په وینا: «د افغانستان پوله ساتي ظابط پولیس د «پژواک» خبري رسنۍ ته وویل: د تاجکستان پوله ساتو تر اوسه د دوو افغانانو د وژنې دلیل نه دی روښانه کړی.»

پژواک خبري رسنۍ زیاتوي: د وژل شوو له ډلې څخه د یوه تن جنازه د بنګ په رودخانه کې موندل شوې او د بل جنازه لا تر اوسه نادرکه ده. د بشري حقونو افغانی فعال طالب الدین قادري وایي: «په دې وروستیو کلونو کې د اسکشمین ولسوالۍ سیمو ته څېرمه ډېر بې ګناه افغانان او د دې سیمې اوسېدونکي د تاجکستان مرزي پولیسو له لوري وژل شوي دي.

د تاجکستان دولت خپل مرزي پولیس د ترفیع په رتبو نازوي او د تاجکستان مرزي پولیس هم د خپلو رتبو د ستورو زیاتولو لپاره د افغانانو پر وژنه هېڅ بسنه نه کوي. کابل او دوشنبې په دې اړه چپ دي او تر اوسه یې کوم رسمي نظر نه دی څرګند کړی.» (سرچینه: بایوم)

تبصره:

چا دا خیالي پولې د اسلامي خاورو ترمنځ رسم کړي؟ چا پوله ساتو ته د (وطنپالنې) درس ورکړی، پر پولو تېری (مورنۍ خاورې ته ګواښ) بولي او مرزي ساتونکو ته وایي، چې د اړتیا پرمهال له ځنډ پرته  پر تیري کوونکو ډزې وکړي؟

هغه څوک، چې د غربي استعمار له « نفاق واچوه او حکومت وکړه» شعاره ډېر زیانمن شوي، له شک پرته اسلامي امت دی؛ مسلمانان د غربي استعمار په مرسته د شلمې پېړۍ له لومړیو کلونو راهیسې د استعماري دولتونو تر بریدونو لاندې راغلل- د وروستي خلافت د له منخه تلو په کلونو کې- چې تر اوسه هم دوام لري، اسلامي هېوادونه، چې تر ۵۰ برخو زیات ټوټې شول، ځینې یې د استعمارګرو لخوا اداره کېږي او ځینې نور یې بیا د استعمارګرو لپاره د جګړې پر میدان بدل شوي.

د اروپایي، امریکایي او کاناډایي مرزونو اسانتیاوې دا موضوع په ډاګه کوي، چې کفارو د مرزونو ستونزې یوازې د مسلمانانو لپاره جوړې کړې دي؛ ځکه، چې دا موضوع یې د مسلمانانو د جدا کولو لپاره تر ټولو ښه لاره موندلې ده.

لیکوال: مراد ازبیک(ابومصعب)

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

په سعودي عربستان کې څه تیریږي؟ او په اړه یې د امریکا دریځ څه دی؟

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د ۲۰۱۷ د نومبر په ۱۹ د المودون ویبپاڼې په ډاګه کړه چې په سعودي عربستان کې د فساد ضد کمپاین په نظامي چارو باندې اغېز کړی. ( یو سعودي لوړ رتبه چارواکی چې په عربستان کې د فساد ضد کمپاین سره اشنا دی، د ملي ګارډ د دوو افسرانو او د دفاع وزارت ۱۴ نورو هغو متقاعدو افسرانو نیول په ډاګه کړل چې په مالي قراردادونو کې پر فساد تورن وو.) المودون ۲۰۱۷/۱۱/۱۹. دغه نیونې د ۲۰۱۷ م د نومبر له څلورمې څخه هغه وخت پیل شوې، کله چې پاچا سلمان بن عبدالعزیز له لوري د شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ د فساد ضد یوې کمېټې بڼسټ کېښودل شو. د لسګونو پخوانیو وزرانو، سوداګرو  او هغو کسانو بانکي حسابونه وتړل شول چې له دوی سره یې نېږدې اړیکې درلودې، د رویټر خبري اژانس د خبر پر بنسټ؛ د فساد ضد پلټنې کمېټې د شهزاده محمد بن نایف چې یو بیل شوی ولیعهد او د عربستان د شاهي کورنۍ یو مهم غړ دی او همدارنګه د هغه د کورنۍ د نېږدې غړیو بانکي حسابونه وتړل. محمد نایف د پاچا سلمان د زوی څخه وړاندې د ده د پلار ولیعهد و چې وروسته یې ګوښه او پر ځای یې خپل زوی محمد بن سلمان د ولیعهد په توګه وګوماره، دغې کمېټې ۱۱ امیران نیولي...) بي بي سي عربي، ۲۰۱۷/۱۱/۸. په سعودي عربستان کې څه تیریږي؟ او په اړه یې د امریکا دریځ څه دی؟

ځواب:

مخکې له دې چې د پوښتنې ځواب ته راشم، ښه به وي چې د سعود کورنۍ او د دوی د ټولنو په اړه لږ رڼا واچوم:

1.              ال سعود یا د سعود کورنۍ د خپل خوځښت له پیله د یوه اسلامي دولت په حیث د عثماني خلافت پر وړاندې د ښکېلاکګرو کفارو ملاتړي وو. دوی د انګرېز ښکېلاکګرو پر مټ په ۱۷۸۸ م کې پر کویټ، او د ۱۸۰۳ او ۱۸۰۴ م کې پر مکه او مدینه منوره بریدونه وکړل او تر خپلې ولکې لاندې یې راوستې. په ۱۸۱۰ م کې یې پر دمشق برید وکړ چې د دمشق اوسیدوونکو ترې په مېړانې سره دفاع وکړه، خو شام او نور ښارونه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستل. دوی په خپلو چارو کې  د وهابیت ښوونځویو له فکر څخه ګټه واخیسته او انګریزانو له دوی څخه د اسلامی دولت پر وړاندې په نظامي برخه کې ګټه پورته کړه. خو، وروسته اسلامي دولت په ۱۸۱۸ م کې د مصر د امیر محمد علی پر مټ و کولی شول چې هغه یاغي ډلې  چې پر آل سعود پورې یې تړاو درلود، کابو او له منځه یوسي.

دوی د نولسمې پېړۍ په وروستیو یعنې په ۱۸۹۱ م کې یو ځل بیا د بریتانیا له لوري رهبري کړل شول، مګر د عثماني دولت له لوری له ماتې سره مخ شول. په ۱۹۰۱ کې بیا د بریتانیا له لوري وخوځول شول او له بریتانیا سره یې اړیکې ټینګې او بریتانیا یې هم ملاتړ وکړ.

بریتانیا د عثماني دولت له ضعیفوالي او په لومړۍ نړیواله جګړه کې د هغه له ښکېلتیا څخه په ګټې اخیستنې سره د سعود کورنۍ د نجد او حجاز د خلکو پر وړاندې پیاوړې کړه، د نجد او حجاز خلکو د دوی پر وړاندې اوږد مهاله جګړه وکړه، خو په پایله کې یادې سیمې د سعود کورنۍ تر نیغ کنترول لاندې راغلې چې وروسته یې په ۱۹۳۲ م کې د بریتانیا پر مټ چې په هغه مهال د نړۍ په کچه لومړی هېواد و، خپله پاچاهي اعلان کړه.

خو، له دې وروسته، امریکا په دغه هېواد کې تېل کشف کړل چې د دوی شتمني یې په بې ساري توګه لوړه کړه، ورپسې یې په دغه هېواد کې د خپل سیاسي نفوذ پراختیا ته وده ورکړه چې د شاهي کورنۍ دغړو خپلول یې یوه ښکاره بېلګه وه؛ په ځانګړې توګه د تخت د وارثانو په منځ کې د دوی نفوذ، د تخت وارثان د عبدالعزیز زامن وو چې د پلار عبدالعزیز له مړینې وروسته یې په ۱۹۵۳ م کې د پاچا بنسټ کېښود. په دې ډول په دغه هېواد کې د امریکا او بریتانیا تر منځ شخړې پیل شوې.

1-             اوس مهال د امریکا غلام (سلمان) په هر څه کنټرول لري. د انګریزانو غلامانو او د هغوی د پیروانو په تصفیه کولو پسې یې راخیستې، د ده پخوانی ځایناستی؛ پخوانۍ پاچا عبدالله له انګریزانو سره ملګری و، ده له خپلې مړینې مخکې د انګریزانو او د هغوی د غلامانو پر واک کې پر پاتېکېدو ډیر تمرکز کاوه، مګر د کورنۍ د دود له مخې اړ شو چې سلمان بن عبدالعزیز د خپل ولیعهد په توګه وټاکي، تر څو د سعود کورنۍ ثبات وساتل شي. دی پوهېده چې ورور یې د امریکایانو غلام دی؛ له همدې امله یې د تخت د وراثت دریځ په ډاګه کړ، تر څو د انګریزانو نفود ډاډمن کړي. هغه خپل ورور او ملګری مقرن بن عبدالعزیز چې د انګریزانو غلام و په دغه څوکۍ وګوماره، ځکه چې دی پوهېده چې سلمان زوړ او ناروغ دی، مقرن به د هغه تر مړینې پورې تر کنترول لاندې وي، کله چې سلمان ومري، مقرن به په ډیره اسانۍ سره حکمراني پیل کړي، د بېلګې په توګه، کله چې فهد بوډا او ناروغ و، عبدالله ولیعهد او تر کنترول لاندې و، کله چې هغه په ۲۰۰۵ م کې ومړ، عبدالله واګي په خپل لاس کې واخیستې. مګر د عبدالله له مړینې وروسته په ۲۰۱۵ م کې څه رامنځ ته شول، د سلمان قدرت د عبدالله له ولکې وتلی و؛ سلمان، مقرن له خپلې څوکۍ ګوښه کړ او پر ځای یې محمد بن نایف ولیعهد وټاکه، خپل زوی محمد یې د ولیعهد معاون وټاکه، همدارنګه یې ګڼ شمېر نور هغه کسان ګوښه کړل چې د عبدالله له لوري پر مهمو پوستونو ګومارل شوي وو. وروسته یې د خپل زوی محمد د واک ساحه پراخه کړه، تر دې چې د ۲۰۱۷ م کال د جون په ۲۱ مه یې محمد بن نایف د ولیعهد له پوست ګوښه او پر ځای یې خپل زوی پرته له دې چې مرستیال ولري د ولیعهد په پوست وګوماره.

2-             موږ د ۲۰۱۵ م کال د جنوري په ۲۵ مه د پاچا عبدالله له مړینې وروسته کله چې سلمان واګي په لاس کې واخیستې، د یوې پوښتنې په ځواب داسې ویلي و؛ اوسنی پاچا سلمان دفاعي دریځ غوره کړی، له دې امله تمه کیږي چې د ده په حکومت کې د امریکایانو نفوذ زیات شي، عبدالله هم دا درک کړه او له همدې امله یې په سعودي عربستان کې یو نوی دود را منځ ته کړي؛ هغه دا چې پاچا نه یوازې ولیعهد ټاکي، بلکې تر څنګ یې د ولیعهد معاون هم ټاکلی شي. هغه پوهېدو چې سلمان بن عبدالعزیز د امریکا پیروي کوي او هغه عام دود چې پاچا خپل ولیعهد ټاکي، نه خوښوي. پاچا عبدالله د ولیعهد معاون وټاکه، تر څو د نوي پاچا ترمنځ پوله پرې کړي او پر ځای یې خپل ولیعهد د امریکایي غلامانو له ډلې څخه وټاکه.

نو، پخواني پاچا عبدالله مخکې له مخکې د ولیعهد یو معاون وګوماره؛ مقرن یې د سلمان بن عبدالعزیز د یو ولیعهد په توګه د هغه مقصد لپاره چې موږ یې یادونه وکړه، وګوماره. همدې ته ورته پوښتنې په ځواب کې موږ وویل: مقرن او انګریزانو تر منځ اړیکې روښانه شوې، هغه په انګلستان کې زده کړې کړې او په بریتانیا کې له یو مشهور پوهنتون (کرنویل) څخه فارغ شوی. پخواني پاچا عبدالله په ده باندې باور درلود او د ده له نېږدې ملګرو څخه و.

پخوانی پاچا، د دې لپاره چې د سلمان بن عبدالعزیز څخه وروسته، امریکایي زنځیر پرې شي؛ د ولیعهد د معاون پوست رامنځ ته کړ. پاچا عبدالله د ولیعهد د معاونیت پوست د حذف د مخنوي اړوند د یو حکم د صادرولو په ترڅ کې دغه پوست تصویب کړ.

مګر د انګریزانو انګېرنه غلطه وه، ځکه چې سلمان قانون، دود او دستور ټول تر پښو لاندې کړل، محمد بن نایف یې د لنډې مودې لپاره د ولیعهد په توګه وټاکه، خو، له څه مودې وروسته یې ګوښه او پر ځای یې خپل زوی محمد د ولیعهد په توګه وګوماره او تر څنګ یې نور مهم صلاحیتونه او څوکۍ د ده په واک کې ورکړلې، تر دې چې واک په بشپړه توګه د ده شو.

3-             پاچا سلمان چې کله د فساد ضد یوه عالي کمیټه د ۲۰۱۷/۱۱/۴ مه د خپل زوی ولیعهد محمد تر مشرۍ لاندې اعلان کړه، سمدلاسه، امنیتي ځواکونو ۱۱ امیران او څلور برحاله وزیران ونیول او له دندو څخه یې ګوښه کړ. له دې څرګندیږي چې دا کړنه د فساد سره د مبارزې لپاره، یو عادي عمل نه دی، دا داسې عمل دی، لکه څرنګه چې په یوه کودتا کې را منځ ته کیږي؛ نیول شوي کسان پکې ډیر په چټکۍ سره ګوښه او واک ترې اخیستل کیږي. همدارنګه په لسګونو نوروپخواني وزیران او سوداګر ونیول شول، د دوی او هغو کسانو بانکي حسابونه یې وتړل شول چې له دوی سره یې نېږدې اړیکې درلودې، تر اوسه د ۱۷۰۰ څخه زیات بانکي حسابونه تړل شوي چې د رویټر د راپور پر اساس دغه شمېره نوره هم په لوړېدو ده. په دغو تړل شویو حسابونو کې، د محمد بن نایف چې په دې وروستیو کې د ولیعهد له پوست څخه ګوښه کړی شوی و او  همدارنګه د ده د کورنۍ د نېږدې غړیو حسابونه هم وو.

 د روییټر خبری اژانس د راپور له مخې؛ (د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې دوی له هغو کسانو څخه چې په فساد کې ښکېل دي، له یادې شمېر هم زیات کسان نیولي؛ چې په دغو نیول شویو کې د د سلطنتي کورنۍ غړي، سوداګر، مدیران او نور ټیټ رتبه ماموران هم شتون لري.) له دې معلومیږي چې دا کړنه، کټ مټ د هغې کړې په څېر ده چې په یوه کودتا کې را منځ ته کېږي. د دغه کمپاین لمنه د پخواني پاچا زامنو ته هم ور وغزېد؛ د ملي ګارد وزیر مهتاب بن عبدالله چې له اردو څخه وروسته د دویم وسله وال ځواک مشري یې کوله، همدا رنګه د هغه ورور ترکی بن عبدالله چې د ریاض پخوانی امیر و، ونیول شول. مهتاب بن عبدالله په بریتانیا کې له یوې پوځي اکاډمۍ (سنډهارست) څخه چې یوه سلطنتي نظامي  اکاډمي ده چې په معمولي توګه پکې د بریتانیا غلامان روزل کیږي، په عالي درجه فارغ شوی و، له ده څخه مخکې هم، نورو ګڼ شمېر د منځني ختیځ شهزادګانو، پاچاهانو او د اردن شهزادګانو په همدغې اکاډمۍ کې زده کړې تر سره کړې. د ده ورور ترکي بن عبدالله د بریتانیا په ویلز پوهنتون کې د نظامي او ستراتیژیکو علومو په برخه کې ماسټري کړې وه. کله چې دی د ریاض د امیر په توګه وګومال شو، سلمان هغه ګوښه کړ. له دې معلومیږي چې امریکا، بریتانوي غلامان په فساد کې د ښکېلتیا په پلمه تصفیه کوي.

 له همدې امله، سلمان او د هغه زوی محمد ته د دې تګلارې د عملي کولو، دستور ورکړل شوی، لکه څرنګه چې نن سبا رژیمونه د خپلو مخالفانو د ګوښه کولو لپاره د مخلفو لارو چارو لکه؛ په فساد تورنول، په ځانګړې توګه د اوسنیو او پخوانیو رژیمونو حاکمان چې په فساد، بډې اخیستلو، د عامه شتمنیو پر غلا، هغو کسانو ته دوکه ورکول چې دوی ته نږدې وي، پر هغو پروژو چې قانون پکې تر پښو لاندې کیږي، د نورو خلکو حقوق تر پښو لاندې کولو، له عامه وګړو سره پر بې عدالتۍ او د خپلو ځانونو او ملګرو لپاره خپل واک څخه په غلطه کار اخیستنه تورنول دي. له دې به بل ستر فساد څه وي، کله چې د الله سبحانه وتعالی قانون نه پلی کېږي او پر ځای یې د کفري ښکېلاګرو هېوادونو قانونه پلي کېږي؟

4-             موږ ولیدل چې امریکا له دغه کمپاین او هغو کسانو څخه ملاتړ وکړ چې دغه کمپاین یې مخ ته یوړ. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ۲۱۰۷/۱۱/۶ د خپل تویټر په پاڼه داسې لیکلي و؛ (زه پر پاچا سلمان او د سعودي عربستان پر ولیعهد باندې پوره باور لرم، دوی په څه چې تر سره کوي یې، ښه پوهیږي). په یو بل متن کې یې بیا داسې لیکلي و؛ ( ځینې هغه کسان چې ورسره په سخت دریځه توګه رویه کیږي، هغه کسان دي چې د کلونو لپاره یې له دغه هېواد څخه تغذیه شوي)

د سعودي خبري اژانس وویل؛ د ۲۰۱۷/۱۱/۵ د یکشنبې پر ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له پاچا سلمان سره د هغو سیاسي او امنیتي ناستو په بهیر کې چې په ارګ کې نیول شوې وې، تلیفوني اړیکه نیولې او د دواړو هېوادونو تر منځ یې په مختلفو برخو کې پر همکارۍ او د دوی د پرمختګ پر لارو چارو خبرې کړې. (ټرمپ د سعودي له پاچا سره په امریکا کې د سعودي د وسلو کمپنیو پر نوملړ خبرې کړې، د ده په وینا کچېرې ریاض د دغو کمپنیو ونډې د نیویارک د ونډو بازار ته وړاندې کړي، نو دی به ډیر خوښ شي.)

د ۲۰۱۷/۱۱/۷ مه رویټر خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې (هدر ناویرت) هغه څرګندونې، راخلي چې له رویټر سره یې د ۲۰۱۷/۱۱/۴ مه کړې وې؛ (موږ د سعودي چاروکي په دوامداره توګه هڅوو، تر څو د هغو کسانو نیولو ته دوام ورکړي چې په رسمي توګه پر فساد ککړ دي او موږ له دوی څخه دا تمه لرو چې دا کار په ښه او شفافه توګه تر سره کړي.) له دې معلومیږي چې امریکا د دغه کمپاین تر شا لاس لري او ملاتړ یې کوي، دوی دغه کمپاین د هغو کسانو په لور رهبري کوي چې د امریکا نه دي خوښ، یا امریکا ته د هغوی په وفادارۍ کې شک وي، یا هغه کسان چې د بریتانیا غلامان وی او یا هم هغه کسان ورته په ګوته کوی چې د پاچا او د هغه د زوی شهزاد له کړنو چې غواړي هېواد په چټکۍ سره پر امریکا وپلوري، مخالفت کوي.

5-             دا چې دغه کمېټې په ډيره بیړه سره خپل کار پیل کړ او په نظام کې د ننه د ګڼ شمېر مهمو څېرو او هغو کسانو حسابونه بسته کړل چې پاچا سره یې کورنۍ اړیکې درلودې؛ دا په ګوټه کوي  چې دا کمپاین په بشپړه توګه یوه سیاسي مسله ده، له فساد او اصلاحاتو سره هېڅ کوم تړاو نه لري، ځکه چې خپله پاچا سلمان او د هغه زوی په فساد او د عامه بودجې په ضایع کولو ککړ دي چې د هغه له جملې څخه ۴۶۰ بیلیونه ډالر هغه مرسته ده چې د دوی له لوري امریکا ته ورکړل شوې.  هغه د هغه بیانیې انګېزه چې د سعودي د خبري اژانس له لوري خپره شوه، دا وه چې ګنې د دوی موخه په نظام کې د نفوذ د فشارونو مخنوی دی؛ په دغه بیانیه کې داسې راغلي و: (د دغې کمېټې د رامنځ ته کولو موخه له دې امله وه چې ځینو روحاني ضعیفو ډلو د عامه ګټې پر ځای خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړی و، دوی پرته له دې چې مذهب، اخلاقي او قومي اړخ یې په نظر کې ونیسي؛ د دولت پیسې غلا کړې. دوی د خپل واک او هغه نفوذ څخه په ګټې اخستنې سره چې دوی ورباندې باور لري، د پیسو ترلاسه کولو، د هغې استعمال او په هغه کې د غلاوو لپار، له مختلفو لارو چارو څخه ګټه اخلي، تر څو په خپلو شرموونکو کړنو پرده واچوي. له همدې امله یې، کله چې په ۲۰۱۷/۱۱/۴ مه دغه کمېټه تاسیس کړه، سمدې لاسه یې نیولو ته زور ورکړ.

6-             له هغه وروسته د ۲۰۱۷/۱۱/۵ په ځانګړې توګه اعلان وشو چې د اسیر د والي معاون منصور بن مقرن د څو نورو چارواکو سره د چورلکې د غورځېدو په یوه حادثه کې له منځه تللي. د دغه پېښې په اړه داسې انګېرنې کیږي چې دا به هم د د تصفیې یوه برخه وی، ځکه چې منصور بن مقرن د مقرن زوی و، مقرن پخوانی ولیعهد و، کله چې سلمان واګي په لاس کې واخیسته، مقرن یې د ولیعهد له پوسته ګوښه کړ.

د نیول شویو کسانو شمېر سلګونو ته ورسید. د سعودي لوی څارنوال سعود المجب داسې ویلي: (۲۰۸ کسان په فساد کې د ښکېلتیا له امله د پوښتنو او ګروېګنو لپاره نیول شوي چې اووه کسان یې د شواهدو د نه شتون له امله بېرته خوشي شوي.) د دغو لسیزو مالي ارزښت ، د اوږد مهاله تګلارو په برخه کې د عامه شتمنۍ لویه برخه غلا او ترې په غلطه ګټه پورته شوې چې لوړ ارزښت یې د پلټنو د لومړیو معلوماتو پر اساس ۱۰۰ بیلیونه ډالرو ته رسیږي.

 (الحیت، ۲۰۱۷/۱۱/۹) د هغه پلټنو پر اساس چې د سلطنتي کورنۍ د غړیو او هغو کسانو د مقالو له لارې تر سره شوې چې په حکومت کې څوکۍ لري؛ دا په ډاګه کوي چې مسله یوازې د قدرت او حکومتوالي د تصفیه کولو لپاره ده، له همدې امله که سلمان او زوی یې ولیعهد ځینې ځانګړې تصفیې او ځنیې بدلونونه ټولنې او هېواد ته وړاندې نه کړي، نو کېدای شي چې دغه لوبه د سلمان او د هغه د زوی پر وړاندې پای ته ورسیږي. ځکه چې د ولیعهد دغه پوست ده ته د کورنۍ د دود او دستور له مخې نه دی ورکړل شوی.

7-             په دې ډول هغه څه چې د تش په نامه د فساد ضد کمپاین تر نامه لاندې تر سره کیږي، د دې لپاره دي چې د انګلېستان لاس ټول او د دوی له لوري د کومې کودتا شونتیا له منځه یوسي، همدا رنګه د پاچا سلمان او د هغه د زوی ولیعهد پر وړاندې اختلافونه له منځه یوسي، تر څو  له سلمان څخه د هغه زوي ولیعهد ته د قدرت د لېږد په پروسه کې بیا کومه ستونزه رامنځ ته نه شي. د همدې امله خپل زوی د امریکا د چوپړ لپاره، تر څو هغوی ته پرته له دې چې خپلوان یا نور څوک، په ځانګړې توګه بهرني عناصر بریتانیا یې مخالفت وکړي، را مخته کړ، تر څو په دغه وچه کې په ځانګړې توګه د امریکا نفوذ وساتي.

(وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ)

[یوسف:۵۲]

او دا چې الله سبحانه وتعالی خاینان خپلې موخې ته نه رسوي.

8-             په پایله کې ورځ تر بلې روښانه کیږي چې په دغو رژیمونو کې حتی یو نیک کس شتون نه لري؛ نه د سعودي کورنۍ په رژیم کې، نه په اېراني رژیم کې، نه د اسلامي نړۍ په نورو رژیمونو کې او نه هم په هغو کسانو کې چې د دغو رژیمونو پیروي کوي او د دوی امر مني. دا ټول رژیمونه د ښکېلاکګرو کفارو له لوري تپل شوي، تر څو پر موږ باندې خپله سلطې ته دوام ورکړي او زموږ شتمني چور کړي. نو ځکه، د هغو رژیمونو د مشروع چېرې بدلولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې د ښکېلاکګرو کفارو په لور ور رغړي.

(وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ)

[هود:۱۱۳]

په هغه کسانو چې ظلم یې کړی، تکیه مه کوئ چې د دوزخ په اور کې به واچول شئ، ستاسې لپاره پرته له الله سبحانه وتعالی څخه بل دوست او سرپرست نه شته، په هغه وخت کې بیا در سره ملتیا نه کیږي.

هغه مهال به بیا موږ د کفارو له ټولو دسیسو او فسادونو څخه؛ هغه که د امریکا، بریتانیا او یاهم نورو کفري هېوادونو له لوري وي، خلاص شو. ټول کفار د مسلمانانو پر وړاندې په کینه کې یو ډول دي او ټول هغه کسان چې د دغو هېوادونو پیروي کوي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول له دوی سره د دوی د پروژې په پلي کولو او د دوی د سیکولر نظامونو په ساتلو کې ملګري دي، په سختۍ او شرموونکي ډول به سزا ورکړل شي.

(سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ)

[انعام:۱۲۴]

ډیر ژر به هغه کسان چې د ګناه مرتکب ګرځېدلي، د هغه مکر له امله چې دوی یې کوي، د الله سبحانه وتعالی له لوري به په سخت دردناک عذاب اخته کړی شي.

زموږ د ستونزې حل لاره همدا ده؛ د دغو ټولو رژیمونو را پرځول او پر ځای یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلارې سره د راشده خلافت رامنځ ته کول دي. حتی که هغه کسانو له لوري چې پر رامنځته کېدو کې شکمن او ګران ورته ښکاری، مګر الله سبحانه وتعالی ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر په اخلاص کار کول، به هغه څه خامخوا را منځ ته شي چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه وعده کړې.

(وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا)

[اسرا: ۵]

دوی وایي؛ هغه به کله وي؟ ووایه، شاید چې نږدې به وي.

وروسته به د الله سبحانه وتعالی وعده پوره شي.

(وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ)

[روم:۴-۵]

او په هغه ورځ به مومنان خوښ شي. د الله سبحانه وتعالی د ملتیا له امله، الله سبحانه وتعالی چې چا ته خوښه شي ور سره مل کیږي، او هغه عزیز او مهربانه دی.

ژباړه: فرید نهضت

د مطلب ادامه...

که د پاکستان د پوځ افسران او سرتېري مخلصه رهبري ولري، په ډېره اسانۍ به د امریکا او هند شیطاني اړیکو ته د پای ټکی کېږدي

د ۲۰۱۷م د نومبر پر ۲۲مه د چهارشنبې په ورځ، د پاکستان د پوځ یو جنرال اسحاق په اسماعیل خان دیره کې سهار وختي د پلټنې عملیاتو په ترڅ کې خپل ژوند قرباني کړ. پاکستاني ځواکونه د امت بچیان دي او هرکله یې، چې د قربانۍ خبر راشي ټول امت پرې دردېږي. د جنرال اسحاق او د هغه د یو کلن زوی د موسکا انځور د امت زړونه ودردول او د نوموړي د مړینې غم یې لا زیات کړ. الله سبحانه وتعالی دې د هغه ګناهونه وبښي او کورنۍ ته دې صبر ورکړي.

په دغو ورستیو ورځو کې د پاکستان د پوځ زیاتو افسرانو او سرتېرو د عملیاتو او پرې د بریدونو پر مهال خپل ژوند قرباني کړ. په دې کې هېڅ شکه نشته، چې د پاکستان د پوځ افسران او سرتېري زړور، زیارکښ او ځواکمن دي. موږ کولی شو دوی د ځواک او وړتیا له اړخه په نړۍ کې له ټولو ځواکمنو ځواکونو سره پرتله کړو. خو د داسې ځواکمن پوځ  پر درلودلو سربېره، امت بیا هم له خپل قدرت څخه بې برخې دی. سره له دې چې امت دومره زړور افسران او سرتېري لري، هند تر اوسه په کشمیر کې خپل اشغال ته دوام ورکوي او پر مسلمانانو ظلم کوي. دا له حقیقته لرې خبره ده، چې امت داسې زړور افسران او سرتېري ولري؛ خو بیا هم د امریکا سیاسي او پوځي مشران پاکستان ته په کبر راځي او پر موږ امر کوي، په رښتیا چې لوی سپکاوی دی. په حقیقت کې د پاکستان مسلمانان او د دوی پوځ د امت په منځ کې، تر ټولو غوره دي؛ خو د مخلصې رهبرۍ د نشت له امله امت او  پوځي ځواکونو ته په پاکستان کې په نړیواله سطحه سپکاوی کېږي. د پاکستان مسلمانان او پوځي ځواکونه یې له الله سبحانه وتعالی پرته له چا نه وېرېږي؛ خو د دوی په سیاسي او نظامي مشرۍ کې څو خاینان دي، چې د الله سبحانه وتعالی په پرتله له امریکا څخه ډېر وېرېږي. د پاکستان مسلمانان او پوځي ځواکونه د دې وړ نه دې، چې د داسې بې غیرتو او خاینانو له لوري رهبري شي، چې د امریکا د ګټو لپاره زموږ د بچیانو وینې تویوي او د اسلام او مسلمانانو ګټې له پامه غورځوي.  

اې د پاکستان مسلمانانو! اې د پاکستان د پوځ افسرانو او سرتېرو!  جنرال اسحاق او نور افسران د امت بچیان دي او د دوی وینه دومره ارزانه نه ده، چې په سیاسي او پوځي مشرۍ کې یې خاینان د امریکا د ګټو خوندي کولو لپاره وپلوري. دوی د امت بچیان دي او امت پر دوی حق لري، چې وینه یې باید یوازې له اسلام او مسلمانانو څخه په دفاع کې توی شي. خو دا به هغه وخت وشي کله، چې له سیاسي او نظامي مشرۍ څخه خاینان لرې شي او پر نبوي منهج اسلامي خلافت تاسیس شي. بیا به نو راشده خلافت د امت دغه زړور بچیان له اسلام او مسلمانانو څخه د دفاع لپاره خوځوي، دوی به د خالد بن ولید، محمد بن قاسم، طارق بن زیاد او صلاح الدین ایوبي تاریخ را ژوندی کړي او د اسلام بیرغ به پر ټوله نړۍ ورپوي.

﴿إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلَّذِينَ آمَنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُواْ وَجَاهَدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أُوْلَـٰئِكَ هُمُ ٱلصَّادِقُونَ

[الحجرات:۱۵]

ژباړه: په حقیقت کې هغوی مومنان دي، چې پر الله او د هغه پر پېغمبر ایمان راوړي او شک ونه کړي او په خپلو مالونو او سرونو سره د الله په لاره کې جهاد کوي. همغوی رښتیني خلک دي.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

بي بي سي له داعش سره د انګلیس له پټې معاملې پرده پورته کړه

(ژباړه)

خبر:

بي بي سي د هغې پټې معاملې له جزیاتو پرده پورته کړه، چې د داعش سلګونو جنګیاليو او د دوی کورنیو ته له رقې څخه د وتلو اجازه ورکوي. دغه معامله د نړیوال ایتلاف تر مشرۍ لاندې د امریکا، انګلیس او کردي ځواکونو په مشرۍ چې پر رقه ښار  واکمن دي، شوې ده. (سرچینه: بي بي سي-انګلیسي)

د رقې ښار د سقوط موضوع یې د داعش وروستۍ دوره او د غربي ایتلاف بریالیتوب ښودلی دی؛ له داعش سره د غرب د جوړجاړي د شایعاتو، څرګندېدو ډېر وخت ونیولو، خو دغه څېړنه چې «بي بي سي» کړې، له داعش سره د غرب ښکاره اړیکې ښيي.

تبصره:

«بي بي سي» په دغې څېړنه کې موندلي، چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو، د هغو کردانو او عربانو جوړ ایتلاف، چې له داعش سره مبارزه کوي، له یو شمېر کامیون چلوونکو سره د دې لپاره هوکړه وکړه، چې د داعش د کورنیو سلګونه تنه له «فرات سد رودخانې» ښاره د سوریې په شمال کې بلې فوځي اډې ته ولېږدوي؛ خو کله چې کامیون چلوونکي د اکتوبر پر ۱۲مه د ورځې په سر کې لېږدولو ته چمتو شول، وپوهېدل چې دروغ ورته ویل شوي او دوی باید د هوکړې په خلاف دری ورځې په سختۍ سره موټرواني وکړي او هغه خطرناک بار، چې د داعش سلګونه تنه جنګیالي، کورنۍ او څو ټنه وسله او مهمات وو، ولېږدوي.

یادو موټرچلوونکو له بي بي سي سره د خپل هویت د نه ښودلو په شرط مرکه کړې او ویلي یې دي، چې دوی ته زرګونه ډالر ورکړل شوي، ترڅو دغه موضوع پټه وساتي.

د دغه هوکړه لیک د متن پر اساس، چې د سیمه‌ییزو چارواکو لخوا ترتیب شوی و، داعش جنګیالیو اجازه لرله، چې له «رقې» ښاره وتښتي. دغه هوکړه لیک له هغې جګړې څلور میاشتې وروسته وشو، چې ښار یې ړنګ او له اوسېدونکو څخه یې خالي کړ. امریکا، انګلیس او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو نه غوښتل، چې په دغه هوکړه لیک کې خپل رول ومني او په دې ډول یې لوی دردونه د نړیوالو له سترګو پټ کړل. «بي بي سي» د دغې موضوع له لسګونو شاهدانو سره مرکه کړې، چې له ډلې یې په کامیون(لارۍ) کې شته افراد او هغه کسان وو، چې دغه موضوع یې د سر په سترګو لیدلې او همداراز هغه کسان وو، چې د دغې معامله کې حاضر وو.

له کامیون چلوونکو څخه یو «ابو فوزي» و، چې ویلي یې دي: «له هغه وخته چې رقې ښار ته ننوتو، وېره او ډار مو پر ټول وجود خور شو. ژمنه داسې وه، چې ښار ته د سوریې له دیموکراتیکو ځواکونو سره یو ځای داخل شو؛ خو هغوی زموږ ملتیا ونه کړه او په یوازې ځان مو دغه کار وکړ، له ننوتلو سره سم له داعشي جنګیالو سره په داسې حال کې مخ شوو، چې وسلې او ځان وژونکي واسکټونه ورسره وو. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو موږ غولولي وو، داعشیانو موږ له هر لوري کلابند کړو او که د دغې هوکړې په تطبیق کې کومه خطا رامنځته شوې وی، داعشیانو ټول کاروان ته چاودنه ورکوله؛ ځکه د دوی ماشومانو او ښځو هم ځان وژونکي واسکټونه اغوستي وو. د دې لپاره چې دغه معامله پټه پاتې شي د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ښار له رسنیو پاک کړی وو.»

هغه انځورونه چې په پټه توګه اخیستل شوي او بي بي سي ته رسېدلي، هغه کامیونونه ښيي چې له وسله والو کسانو څخه ډک دي. ژمنه داسې وه، چې داعشیان به یوازې شخصي وسلې لېږدوي، خو د داعش جنګیالیو ټول هغه څه را واخیستل، چې کولی یې شوی له ځان سره یې یوسي او لس لارۍ چې له وسلو او مهماتو څخه ډکې وې له ځان سره ولېږدولې. د هغې څېړنې په رڼا کې چې «بي بي سي» تر سره کړې، اوس ایتلاف د دغه هوکړه لیک د لوبې یوه برخه منلې او ویلي یې دي، چې د داعش جنګیالیو شاوخوا ۲۵۰ تنو ته اجازه ورکړل شوه، چې د خپلو کورنیو له ۳۵۰۰ غړو سره رقه پرېږدي.

د داعش د پیداکېدو له ورځې را پدېخوا ډېری کسان د دغې ډلې پر انګېزو شکمن دي. په ځانګړې توګه کله یې چې د نړیوال ایتلاف پر ځای مسلمانان خپله موخه وګرځول. په سوریه کې هغه وخت داعش ډله راښکاره شوه، چې بشار اسد د ماتې په حال کې و، داعش ډله سوریې ته لاړه او د دولت له مخالفو ډلو سره یې جګړه پیل کړه او د بشار اسد د موضع(قدرت) په ټینګولو کې یې پراخه مرسته وکړه.

اوس پوهېږو، چې په موصل کې عراقي ځواکونه د خپل مشر لخوا په بغداد کې ګومارل شوي وو، چې ښار داعش ته پرېږدي. په داسې حال کې چې داعش د عراق او سوریې په پولو کې په پوره ازادۍ سره ګرځېدل او غربي طیارې یې پر سر ګرځېدلې، خو د له منځه وړلو لپاره یې کوم کار ونه کړ.

له داعش څخه د رقې پاکول دغه واقعت ښیي، چې تر اوسه د غرب لپاره له داعش څخه ګټې اخیستنې ته اړتیا شته او رول یې پای ته نه دی رسېدلی.

لیکوال: عدنان خان

ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...

د ټېلرسون له سفره موخه د قدرت غوښتنې ستراتېژي ده!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسون څو اسیایي او عربي هېوادونو ته خپل هدفمندانه سفر اعلان کړ، چې له دغو سفرونو څخه د ټرامپ د ادارې بهرنی سیاست، چې د دغو هېوادونو لپاره یې پام کې لري، په ډاګه کېږي، چې په ښکاره توګه د امریکا لاسوهنه او پر دغو هېوادونو د امریکا د پلان تپل دي. په دغه سفر کې د ټېلرسون موقف او څرکندونې د هغه ښکاره ستراتېژي داسې په ډاګه کوي.

لومړی د خلیج له کړکېچ څخه داسې څرګندېږي، چې د نامعلوم وخت لپاره د امریکا موقف له ځان سره د سیمې بوختول دي، چې د هغو په وسیله له دغو هېوادونو څخه خپلې استفادې ته دوام ورکړي او د قطر د نفوذ تاثیر کم کړي او په خپلو داخلي چارو کې یې بوخت کړي، چې قطر ونشي کولی د انګلیس په مرسته د امریکا سیاستونه له ګواښ سره مخ کړي، په ځانګړي ډول په جنجالي سیمو لکه: لېبیا، د سوډان دارفود او نورې. د امریکا لپاره مهم کار دا دی، چې دغه ټول هېوادونه له اسلام سره په جګړه کې مرسته وکړي، نه د کړکېچ په حل کې. ټېلرسون د خپل سفر په پای کې وویل: «په خلیج کې زموږ ټول شریکان له ټرورېزم سره په مبازه کې خپلې نوې هڅې کوي.» ده ټینګار وکړ: « پر دې سربېره د دغو مرستو د معلوماتو شریک کول به د همغږۍ او همکارۍ حد ته ورسېږي.»

 دا په داسې حال کې ده، چې ټېلرسون له خپل سفره مخکې له امریکایي ورځپاڼې بلومبرګ سره په خبرو اترو کې د منځني ختیځ د کړکېچ حل اټکل کړی او دا مسولیت یې د څلورو محوري هېوادونو(سعودي، امارات، بحرین او مصر) پر غاړه ور اچولی او ویې ویل: «مسولیت د څلورو هېوادونو پر غاړه دی او په دې اړه قطر خبرو اترو ته چمتو دی.» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هدر نائورت وویل: «ټېلرسون هېوادونه خبرو اترو ته هڅوي.» او بیا یې وویل: « موږ دوی هغه کار ته نه اړ کوو، چې نه یې غواړي.»

کله چې ټېلرسون سعودي ته ورسېد، پر خپل پخواني موقف یې داسې ټينګار وکړ: «په ریاض کې له څو ناستو ورسته مو د خلیج د کړکېچ د حل لپاره له خبرو اترو پرته بل څه پیدا نه کړل او واشنګټن د خبرو اترو حل لاره پر هغه لوري، چې چمتو نه دی، نه تحمیلوي.» ان هغه ادعا وکړه، چې واشنګټن د کړکېچ د حل د تحمیل توان هم نه لري. د دې تر څنګ ټېلرسون پر مصالحې سربېره د دوو مهمو کارونو د تحقق لپاره هڅه کوي.

 لومړی: د داعش د جګړې له پای ته رسېدو ورسته د عراق د ویجاړیو د جوړولو په موخه د سعودی د پانګې ختمول،چې د عراق او سعودي تر منځ د یو سیاسي کمېسون له جوړولو وروسته به  د امریکا سیاست پلی کړي. ټېلرسون سعودي وهڅاوه، چې د عراق په ابادۍ کې برخه واخلي . هغه وویل: «عراقیان د یوه ارام او با ثباته اقتصاد غوښتونکي دي او غواړي د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خپل هېواد امکاناتو ته پراختیا ورکړي.» په دې اړه ټېلرسون په ریاض کې د ملک سلمان او د عراق د لومړي وزیر حیدر عبادي د لیدنو لړۍ سرپرستي کړه او درېیو واړو د عراق او سعودي د همغږۍ په لومړۍ ناسته کې ګدون وکړ او سعودي ته یې د همغږۍ د شورا له جوړېدو، عراق ته د خپلې جنوبي پولې له پرانیستو، د تجارتي مالونو د صادرولو او د تېلو او ګازو له لېږدلو وروسته ژمنه ورکړه.

دویم: له بلې خوا ټېلرسون له عراقي ملیشو څخه، چې له ایرانه مرستې تر لاسه کوي، وغوښتل، چې خپل هېواد ته راشي او پردي له خپلې خاورې وباسي، ترڅو خپل هېواد اباد کړي او له دې لارې غواړي د ایران او سعودي په اړیکو کې تل ګډوډي وساتي، ترڅو د خلیج له لارې د امریکا ګټې خوندي شي او ایران د خلیج هېوادونو لپاره یو ګواښ جوړ کړي، چې د اروپایانو لپاره د فشار یوه اله وي، چې له اېرانه ګټه وا نخلي. لکه څنګه چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي: «د بریدونو په پيل او د ایران د هستوي هوکړې په نقض سره، ټېلرسون اورپایان د ایراني سرچينو له کارونې څخه وېرولي دي.»

سره له دې چې ټېلرسون له هغو ملېشو غوښتي، چې له ایرانه مرسته تر لاسه کوي، چې خپلو کورونو ته راستانه شي؛ بلکې د ایران پر ضد یې هڅولي، خو ټېلرسون په سیمه کې د ایران پر محوري رول داسې اعتراف وکړ: «موږ باید د ایران په اړه واقع بین واوسو، ځکه ایران له عراق سره پراخې پولې لري او د دوی اړیکې تېرو پېړیو ته رسېږي. موږ به هېڅکله د ایران او اعراق ټولې اړیکې پرې نه کړو. هغه هېواد په عراق کې اقتصادي، تجارتي او نورې اړیکې لري، چې باید دوام پیدا کړي.» د امریکا موقف له عراق سره د ایران د همکاریو په اړه دا دی، چې ایران په سیمه کې د امریکا د ستراتېژيکو ګټو لپاره کار وکړي او د هغه متناقضې څرګندونې د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي.

د کردستان د ستونزې په اړه ټېلرسون خپلې ښکاره هیلې بیان کړې: « امریکا متحده ایالات د بغداد او اربیل تر منځ مرستو ته چمتو دي، چې له سوله‌ییزو لارو د یوه فدرال دېموکراتیک دولت د جوړولو لپاره همکاري وکړي. له دواړو لورو، عراقي ځواکونو او ځانمرګو څخه غواړم، چې جګړه پرېږدي او له لومړي وزیر حیدر عبادي څخه غواړم، چې اربېل د عراق د اساسي قانون پر محور خبرو اترو ته را وبولي.» د هغه موخه د عراق د فدرال دولت جوړول دي، چې امریکا تاسیس کړی دی.

په افغانستان کې یې له ولسمشر اشرف غني او اجرایه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د ټرامپ حکومت به له نظامي ملاټړ او پر طالبانو باندې له بریدونو لاس وانخلي. امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي او د خپلو مزدورانو له مرستې به لاس په سر نه شي. هغه په دې اړه وویل: «ښکاره ده چې زموږ موقف له طالبانو سره د جګړې پر دوام او د نورو پر ضد دی، ترڅو وپوهېږي، چې دوی به هېڅکله له نظامي اړخه بریالي نه شی.»

ټېلرسون په پاکستان کې له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره ولیدل او په اسلام اباد کې یې د امریکا د سفارت په اړه په  بیانیه کې وویل: «زموږ د بهرنیو چارو وزیر بیا ځلې د ولسمشر ټرامپ پیغام وړاندې کړ، چې پاکستان دې له هغه ټرورېزم سره په مبارزه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړې، چې په ځمکه کې فساد کوي.»

د ټېلرسون له سفره په ډاګه کېږي، چې هغه پر اسلامي خاور د امرونو تر سره کول، فشارونه او تورونه زیات کړي دي او د دغو خاورو حکام یې یوازې داسې مزدوران وبلل، چې د دندې د سرته رسولو مسئولیت لري او له غیر اسلامي هېوادونو سره یې د ستراتېژیک شریک په څېر چلند وکړ، چې له دې ډلې یې د پاکستان کلک دښمن هند، خپل ستراتیژیک شریک وباله.

هغه په هند کې له مشرانو او مسئولینو سره لیدنې وکړې. د اسیا د جنوب په اړه یې خپل پلان بیان کړ او هغوی ته یې وویل، چې هند به د چین پر وړاندې محوري رول ولوبوي او له هند سره یې د امریکا پر ژورو همکاریو ټنګار وکړ او هغه یې په اسیا کې د چين د ورځ تر بلې زیاتېدونکي نفوذ په مهارولو کې خپل اصلي شریک وباله.

لیکوال: احمد خطواني

ژباړن: بشارت

د مطلب ادامه...

ولې سعودي رژیم ایران د یهودي دولت او امریکا متحده ایالاتونو په پرتله د تروريزم اصلي جرړه ګڼي؟

خبر:

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پر نړېوالې ټولنې ږغ وکړ، چې د ترهګرۍ د ملاتړي هیواد په توګه دې پر ایران نوي نړيوال بندیزونه ولګول شي. د تهران او ریاض ترمنځ اوسنۍ لفظي شخړه په سیمه کې د تاوتریخوالي لامل شوې.                                        

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر له سي اېن بي سي(CNBC) امریکايي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې چې تېره اونۍ خپره شوه، وویل: « ایران د ترهګرۍ لومړۍ ملاتړی هیواد دی ». ده ایران د بالیستکي توغندیو د پروګرام د پراختیا او په لبنان کې د شیعه مېشتې ډلې حزب الله د ملاتړ له امله وغنده. (سرچینه: الجزیره، ۲۰۱۷م نومبر ۱۱مه )

تبصره:

د سعودي هغه ادعا چې ایران د ترهګرۍ ملاتړی بولي، په داسې حال کې چې د یهودي دولت په اړه بیا چوپه خوله دی. ایا دا په دې مانا ده، چې ایران ترهګرۍ ته پراختیا ورکوي او صهیونېست رژیم يې نه ورکوي؟

سل کاله وړاندې تر بالفور اعلاميي ورسته، چې د ۱۹۱۷م کال د نومبر پر دویمه خپره شوه، پر بنسټ يې صهیونېست رژیم ته اجازه ورکړه شوه، چې اسلامي خاوره ونيسې. ایا کله د سعودي یا مصر حاکمانو هڅه کړې چې فلسطین ازاد کړي؟ له هغه راهیسې چې زیات شمېر مسلمانان وژل کېږي، ترور کېږي، په سبرا- شاټیله پنډغالي کې قتل عام کېږي، ځمکې يې غصبکېږي، مسجد الاقصی ته له ننوتلو څخه منع کېږي او داسې نور ډېر جرمونه يې چې پر وړاندې تر سره کېږي؛ ایا دا ترهګریز عملونه نه دي؟ ولې د سعودی رژیم د یهودي دولت پر وړاندې د ورته نړیوالو بندیزونو وړاندیز نه کوي؟ ایا دا نه په ډاګه کوي، چې د سعودي رژیم د یهودي دولت ملګری دی او هغه یو ترهګر دولت نه ګڼي؟ له بل لوري سعودي رژیم ولې د هغو ځمکنیو او هوايي بریدونو په اړه، چې د امریکا متحده ایالاتونو له لوري پر اسلامي خاورو لکه: عراق او افغانستان کې تر سره کېږي او پکې زیات شمېر ملکیان وژني، څه نه وایي؟.

 پر دې سر بېره یهودي دولت په لبنان کې څومره زیات شمېر خلک له سترو ګواښونو سره مخ کړي دي او همدارنګه د بشار رژیم نور څومره زیاته اندازه سوني مسلمانان وژني؟ ایا سعودي رژیم د یادو خونړیو پېښو په اړه کومه ورځ خپل غبرګون وښود؟ برعکس د قطر له لوري کوم ترهګریز ګواښونه دي، چې د سعودي رژیم ترې وېرېږي؟  

جګړه به په منځني ختیځ کې تر هغې روانه وي، چې مسلمان حکام له کفارو سره ورورولۍ ولري، د متحده ایالاتونو نیابتي جګړه پر مخ یوسې او د پالیسیو په پلي کولو کې یې مرسته وکړي.

په دغې سیمه کې بې ثباتي لا له وړاندې پلان شوې ده او شخړې په قصدي توګه په لاره اچول کېږي، ځکه چې امریکا د وسلو له پلورلو څخه په میلیونونه ډالر تر لاسه کوي، د دې تر څنګ غواړي اقتصاد يې پراخ شي او جوړې کړې وسلې یې وازمایي. په ورته وخت کې دوی خلکو ته د اسلام غلط انځور وړاندې کوي او د مسلمانانو د یووالي مخه نیسي.  په حقیقت کې د ايران پر وړاندې پلان هغه دی، چې ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي سرمشریزه کې د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر پر ۱۹مه په خپله وینا کې بیان کړ: « د ايران رژیم له ترهګرۍ څخه ملاتړ کوي په داسې حال کې چې ګاونډیانو يې ژمنه وکړه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې به جګړه کوي او د هغه تمويل به بندوي، چې د دوی ترمنځ دا یو څرګند توپير دی. د تېر کال په سر کې په سعودي عربستان کې ما تر ۵۰ ډېرو عربې او اسلامي مشرانو ته وینا وکړه او موږ هوکړه وکړه، چې ټول ځواب ورکوونکي ملتونه به ګډ کار کوي، ترڅو د ترهګرۍ او اسلامي سختدريځۍ، چې د ترهګرۍ د رامنځ ته کېدو لامل کېږي، له منځه یوسو». (سرچينه: whitehouse.gov)

ای د سعودي مسلمانانو! د سعودي حکام چې په وینا يې له کورني فساد سره مبارزه کوي، دوی په خپله تر نورو ټولو ډېر په فساد کې ښکېل دي. دوی د مسلمانانو وینه او مال له کفارو څخه د درنښت لاسته راوړلو په بدل کې پلوري. دوی د خپلو شخصي ګټو د لاسته راوړلو په موخه کفار، چې د الله سبحانه و تعالی او د مسلمانانو دښمنان دي په دوستۍ سره نیولي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾

[المائده: ۵۱]

ژباړه: اې مومنانو! یهودیان او عیسویان خپل ملګري مه نیسئ، دوی په حقیقت کې یو د بل ملګري دي او که له تاسو څخه څوک هغوی خپل ملګري نیسي، نو په حقیقت کې هغه هم له هغوی څخه دی او الله سبحانه و تعالی ظالمانو ته لارښوونه نه کوي.

موږ په تل پر دوی ږغ کوو، چې سمې لارې ته راشئ.

سَيِّدُ الشُّهَدَاءِ حَمْزَةُ بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ، وَرَجُلٌ قَالَ إِلَى إِمَامٍ جَائِرٍ فَأَمَرَهُ وَنَهَاهُ فَقَتَلَهُ وَاللَّهِ لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ، وَلَتَأْخُذُنَّ عَلَى يَدَيِ الظَّالِمِ، وَلَتَأْطُرُنَّهُ عَلَى الْحَقِّ أَطْرًا، وَلَتَقْصُرُنَّهُ عَلَى الْحَقِّ قَصْرًا

هغه چا ته به د شهيدانو د سردار، حمزه (رض) درجه ورکول کېږي، چې د ظالم حاکم پر وړاندې حق وینا کوي، هغه ښو کارونو ته امر او له بدو څخه یې منع کوي؛ خو هغه نوموړی ووژني. رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرو ته دوام ورکړ او ویې فرمایل:

قسم په الله چې تاسو به په نېک کار امر کوئ او له بدو څخه به منع کوئ، د ظالم حاکم پر وړاندې به درېږئ، سمې لارې ته به یې په زور سره راولئ او یا به یې لږ تر لږه حق ته نژدې کوی...)) (مسند امام احمد)

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال:احمد یوسف

ژباړن: صدیق احمد زی

د مطلب ادامه...

ترڅو چې د آزادۍ الحادي مفکوره وي لوېديځوال به هېڅکله هم جنسي ځورونو ته د پای ټکی کې نږدي

خبر:

په تېره میاشت کې د نوموتو لوېدیځوالو شخصیتونو پر وړاندې زیات شمېر د جنسي ځورونو ادعاګانې شوي، چې له رسنیو څخه نیولې ان د سایستوالو په ګډون په ټولنه کې پرې بحثونه وشول. د امریکا متحده ایالتونو سنا مجلس د یوې پراخې قانوني کړنلارې له لارې غواړي، چې د دغې موضوع د پوهاوي لپاره خپلو غړو او ادارې کارکوونکو ته روزنه ورکړي. ( سرچینه: Politico  خبري سرچینه) 

تېره پنجشنبې سنا مجلس هغه کړنلاره تصویب کړه، چې د جنسي ځورونې په اړه د سناتورانو او د سنا مجلس مرستیالانو د روزنې لپاره په لاره اچول کېږي، چې دا به د سنا مجلس له کورني سیستم سره د جنسي ځورونې د شکایتونو اړوند په تنظیم کې به مرسته وکړي.

د پولیټیکو خبري سرچینې د راپور پر بنسټ  دواړو ګوندونو د جنسي ځورونې اړوند د روزنې پر سر د پلان په اړه خبرې اترې وکړې، چې په پیل کې یې اوسنیو او پخوانیو ښځینه قانون جوړوونکو او د سنا مرستیالانو په سنا کې د خپلو دندو د ترسره کولو پرمهال د جنسې زورزیاتيو اړوندې کیسې شریکې کړې. په سنا مجلس کې په کار ځایونو کې د جنسي ځورونې د پوهاوي په اړه په داسې حال کې خبرې کېږي، چې یو شمېر د جنسي ځورونې اړوند ادعاګانې شوي، چې دغو ادعاګانو د هالیوډ بنسټ له ننګونې سره مخ کړی دی. جمهوریت غوښتونکو د پنجشنبې په ورځ د هغه راپور په اړه، چې د الباما سنا نوماند رای موري (Roy Moore) یې د جنسي ځورونې په تور متهم کړی و، خبرې وکړې. 

د سنا په مجلس کې  د جنسي ځورونې اړوند د روزنې کړنلاره  د جهوري پلوو مشر، میک مکونیل او د دیموکراټانو مشر، چک شومر له لوري تصویب شوه، چې د دغې کړنلارې له مخې به دواړو سناتورانو ته د ځورونې اړوند د زده کړي مواد چمتو شي او په دغې کړنلاره کې به د نژادي او مذهبي تبعیض پر وړاندې اصولو ته ځای ورکړل شي.

 په کار ځایونو کې جنسي ځورونه یوه پراخه ستونزه ده، چې له امله یې مېرمنې او سړي په بېلابېلو ځایونو، مسلکونو او صنعتونو کې اغېزمن کېږي . د کړنلارې مسول مشر سین اې مي کلابوچر (Sen. Amy Klobuchar) په یوه بیانيه کې څرګنده کړه: « هر شخص د دندې پر مهال د خوندیتوب له حق او ارامتیا څخه برخمن دی او د سنا مجلس دغه رسمي تګلاره یو مهم ګام دی، چې کولی شي د دې مجلس اړوند د جنسي ځورونې قضیې حل کړي.

چهارشنبې په سنا مجلس کې نامتو شخص، سین شیلي موري کیپيټو(Sen. Shelley Moore Capito) وویل: که څه هم سناتورانو سنا مجلس ته د ځورونې د شکایتونو د کړنلارې د تنظیم په اړه بحث وکړ، خو په کړنلاره کې د جنسي او نورو ځورونو د پوهاوي له روزنې پرته بل څه نه دي تصویب شوي او دا روزنه له خوښې سره سمه اوس هم ادامه لري.

له دواړو ګوندونو څخه، تر ۱۰۰۰ زیاتو د کانګرېس مخکنیو مرستیالانو خپل دریځونه په دغې کړنلاره کې د لویو بدلونونو د راوستلو لپاره په ډاګه کړل، ترڅو په کانګرېس کې د جنسي قضیو د اصلاح په موخه ګام واخستل شي چې له قربانیانو څخه به د شکایت له ثبت څخه وړاندې د زغم، مشورې او منځګړيتوب غوښتنه کېږي.

تبصره:

د یوه زبرځواک هېواد په توګه په امریکا متحده ایالتونو کې د سنا مجلس د ستر سیاسي بنسټ حیثیت لري، خو لکه څرنګه چې د پولیټیکو خبري رسنۍ څرګنده کړه، چې په نوموړي سیاسي بنسټ کې جنسي ځورونه د ساري ناروغۍ په څېر خوره شوې. دا په داسې حال کې ده چې سناتورانو خپلې کړنې یوازې د جنسي ځورونې اړوند روزنې پورې محدودې کړي، خو د جنسي ځورونو په اړه روزنه لا له وړاندې په داوطلب شکل روانه وه. سنا مجلس  د وېرې له امله چمتو نه دی، چې د امریکا د سیاسي مشرانو پر وړاندې یوه ځانګړي شکایتي راپور ته اجازه ورکړي.  

لکه څرنګه چې وروستیو مخ پر زیاتېدوونکو پېښو څرګنده کړه، چې د جنسي ځورونې دغه کلتور نه یوازې تر امریکايي سیاستوالو پورې محدود دی بلکې په ټوله غربي ټولنه کې یې په بشپړ ډول وده کړې. په رښتیا سره، هر ډول آزار او ځورونه په لوېدیځ کې له لوبغالي تر کارځایه او آن په کورونو او کورنیو کې شته دي. 

د آزادۍ له مفکورې څخه تمه کېده، چې انسان به د نورو له ظلم او تېري څخه وژغوري. خو د آزادۍ د مفکورې واقعت دا دی، چې دغه مفکوره په مسیحي اروپا کې د بې دینه سیکولرانو له لورې وړاندې شوه، ترڅو له دې لارې دوی د خپل ژوند ناوړه نقشه ثابته او الهي قانون رد کړي. د اروپا ګواښل شوي حاکم نظام د کلیسا په بدنامۍ کې ګټه ولیدله، نو ځکه یې له الحاد (بې دینۍ) سره جوړ جاړی وکړ، د آزادۍ او دېموکراسۍ مفکورې یې له سېکولرې ايډیولوژۍ سره وتړلې، چې له امله یې دین فردي او د خوښې په وړ موضوع پرېښودل شو. 

په رښتیا سره، آزادي یوازې په افراطي بڼه د نفس د هوا او سختو احساساتو لامل شوې، چې له امله یې خلک هڅولي، چې څه غواړي نو ترسره یې کړي او یو پر بل باندې تېري او ظلم ته دوام ور کړي. دا څرګنده ده، چې ستر ځواک لرونکي هېوادونه به د کم ځواک لرونکو هېوادونو له ګواښلو او تهدیدولو څخه لاس وانخلي. همدا راز اسلام روښانه کړې، چې الهي قانون د طبعي اړتیاوو مخه نه نیسي، بلکې د عادلانه او ځانګړې طریقې پر بنسټ هغوی اداره کوي پرته له دې چې پر یو او بل تېرۍ وشي. لاندې قرآني ایاتونو ته په کتو سره، قرآن د سړي او ښځې تر منځ  ناروا اړیکې داسې بیانوي:

﴿وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً﴾

ژباړه: زنا ته مه نږدې کېږئ. هغه ډېر ناوړه کار او ډېره بده لاره ده.

[الاسراء: ۳۲]

﴿)قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ﴾

ژباړه: اې پېغمبره! مومنو نارینه و ته ووایه، خپلې سترګې تر کنترول لاندې وساتئ او د خپلو شرم ځایونو ساتنه وکړئ، چې دا د هغوی لپاره پاکوونکې ده.

[النور:۳۰]

﴿وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ﴾

ژباړه: او څوک چې د نکاح اسباب و نه مومي هغوی باید پاکلمني غوره کړي، تر دې چې الله په خپلې پېرزویني سره هغوی شتمن کړي.

[ النور:۳۳]

پورته قراني آياتونه د مسولیت  او مکلفیت یوه مفکوره وړاندې کوي، چې له مخې یې مسلمانان پاکلمنۍ ته هڅوي او ټول هغه مسایل ردوي، چې د آزادۍ د مفکورې پر بنسټ د ملحدانو او سیکولرانو له لوري په لاره اچول شوي. د الله په ارادې سره، هغه وخت را نږدې شوی، چې مسلمانان به یو ځل بیا پر نبوي طریقه اسلامي خلافت تاسیس کړي، ټول بشریت به یو واحد دین ته راستانه کړي، الحادي مفکوره او سیکولر ثقافت چې اوس عملي اړخ لري په بشپړ ډول له منځه یوسي او رد کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: فایق نجاح

ژباړن: خبیب

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې