چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

[برنامج شؤون الأمة]

"أراكان (ميانمار) أزمة أمة!"
 
حوار مع المهندس إسماعيل الوحواح (أبو أنس)
 
عضو حزب التحرير في أستراليا
 
تقديم: الشيخ عدنان مزيان
 
 
السبت، 18 ذو الحجة 1438هـ الموافق 09 أيلول/سبتمبر 2017م
 
للمزيد اضغط هنا
د مطلب ادامه...

تلفزيون الواقية: الحوار الحي "الإدارة المدنية حل جذري أم ترقيع للمرقع؟!"

الحوار المباشر الذي أجراه تلفزيون الواقية مع المهندس علي عبد الرحمن من ولاية سوريا تحت عنوان "الإدارة المدنية حل جذري أم ترقيع للمرقع؟!".
 
الخميس، 18 ذوالقعدة 1438هـ الموافق10 أغسطس2017م
د مطلب ادامه...

فلسطين: كلمة مسجد "الإمام الشرعي يتقى به المذابح ويقاتل من ورائه الأعداء، فلا عذر ولا شرعية لحكامنا المتخاذلين!"


الكلمة الأسبوعية للدكتور مصعب أبو عرقوب

عضو المكتب الإعلامي لحزب التحرير في الأرض المباركة (فلسطين)

الجمعة، 17 ذو الحجة 1438هـ الموافق 08 أيلول/سبتمبر 2017م
د مطلب ادامه...

ولاية الأردن: برنامج "يسألنا الناس!"

يسر المكتب الإعلامي المركزي لحزب التحرير أن يقدم للمتابعين وزوار صفحات المكتب الإعلامي المركزي برنامجاً مرئياً جديداً بعنوان يسألنا الناس! من إعداد المكتب الإعلامي لحزب التحرير في ولاية الأردن، فكونوا معنا..

د مطلب ادامه...

اسلامي امت د خپل برم او عزت د بیا راژوندي کېدو لپاره اړ دی چې د انګلیسي او امریکایي ښکېلاک له منګولو ځان و ژغوري

خبر:

د ( ۲۰۱۷م) کال د اګسټ پر ۲۲ مه، د  Gulfnews.comله لوري په خپرو شوو خبرونو کې راغلي چې شیخ عبدالله بن علي الثاني د قطر پخوانی بنسټ ایښودونکي ته په سعودي عربستان کې د شهزاده محمد بن سلمان له لوري تود ښه هرکلی وویل شو. وروسته یې مراکش ته د هغه په کوربه توب د میلمستیا په موخه سفر وکړ چې د سعودي پاچا ملک سلمان له لوري په طنجه سیمه کې د رخصتیو لمانځنې لپاره چمتو شوی و.

شیخ عبدالله و ویل، ملک سلمان  او د ده زوی د قطر د مځکنۍ پولې د پرانیستلو پر سر هوکړه وکړه چې د جون پر پنځمه نېټه بندیز پرې لګېدلی و، تر څو د مکې سپېڅلي ښار ته مسلمانو حاجیانو ته د سفر اجازه ورکړل شي. ملک سلمان حتی وړانديز وکړ چې الوتکې به د ده په ځانګړي لګښت ولېږل شي او  له نورو لارو به الوتنې ترسره کړي، ترڅو د شیخ عبدالله تر امر لاندې د قطر له هغو وګړو سره د مرستې په موخه چې په بحراني حالت کې راګېرشوي، یو عملیاتي مرکز رامنځته کړي. د جون په میاشت کې د سعودي عربستان او د هغوی د متحدینو دیپلوماتیکي او ترانسپورتي اړیکې چې له قطر سره ترینګلې شوې او دواړو  په دوحه کې د رژیم د بدلون هڅې رد کړي دي، خو له شیخ عبدالله سره بېړنۍ او د لومړي- فصل تړون بیا یو حیرانونکی پرمختګ ګڼل کیږي.

په متحده عربي اماراتو کې یو سیاسي شنونکی عبدالخالق عبدالله وايي: شیخ عبدالله ته ترفیع او ارتقا ورکول ښايي د پلان هغه برخه وي چې له دې لارې په قطري واکمن شیخ تمیم بن حماد الثاني باندې فشار زیاتول غواړي، ځکه چې شیخ تمیم د دښمنۍ د پای ته رسېدو لپاره د دې بلاک د ۱۳ شرطونو غوښتنه رد کړه. (ګلف نیوز)

تبصره:

په ظاهري ډول، ډېر خلک ښايي د قطر او سعودي ترمنځ د رواني تربګنۍ او دښمنۍ په اړه ووایي چې دا ټول څه د ترهګرۍ د مخنیوي یا د قطر او ایران نږدیوالي له امله  یا د هغوی د ملاتړي ډلې حماس او د مسلمانانو وروڼو په پلوي ترسره کیږي. خو که موږ ځیر او ژور فکر وکړو، څرګنده به شي چې دا پېښې له ډېره وخته را رواني دي. خو وروستۍ پېښې هغه وخت زور واخیست چې په سعودي عربستان کې  د ډونالډ ټرمپ له لیدنې وروسته سمدلاسه قطر د ترهګرۍ د ملاتړي هیواد په توګه تورن شو.

دا یو څرګند واقعیت دی چی په ننۍ نړۍ کې د اسلامي خاورو مسلمان سیاستوال په بشپړ ډول د لوېدیځ ښکېلاکګرو له لوري اداره کیږي او عربي نړۍ هم له دغه واقعیت څخه مستثنی او بې برخې نه ده. دا د لمر په څېر روښانه ده، که له یوه اړخه سعودي عربستان د امریکایي رژیم یو باوري ملګری پاتې شوی او په منځني ختیځ کې د لسیزو راهیسې د امریکایي ګټو د ډاډمنتیا په موخه کارکوي، خو له بله اړخه بیا  د رواني پېړۍ په پیل کې قطر د بریتانوي سیاستوالو لپاره د بحث یوه لویه سیمه ګرځېدلې. د الجزيرې تلویزوني شبکې په وینا قطر په دوامداره توګه د امریکا متحده ایالتونو پالیسيانو څخه پردې پورته کوي او د برتانیې په ملاتړ په سیمه کې پر امریکایي اجنټانو او استازو بریدونه ترسره کوي. له بله اړخه بیا سعودي عربستان د امریکا متحده ایالتونو په پلوۍ د هغوی لپاره کار کوي، ترڅو د هر هغه بریتانوي استازي مخه ونیسي چې په سیمه کې د امریکایي پلانونو  په  پراختیا کې لاسوهنه کوي. 

له همدې امله،  د دوی دغه دښمني د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره هیڅ مفهوم نه لري، بلکې دا په حقیقیت کې د امریکا او بریتانیې تر منځ سیالۍ دي، چې په سیمه کی د تیلو د سرچینو او له ستراتیژیک پلوه د منځني ختیځ مهمي سیمې تر خپل نفوذ لاندې راولي. په دې اړوند الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ * قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ﴾

 [ العمران: ۱۱۸]

اې مومنانو! له خپلو خلکو پرته له نورو (غیر مسلمانانو) سره خپل رازونه مه شریکوئ. هغوی ستاسې د ورکولو لپاره هیڅ فرصت له لاسه نه ورکوي. تاسې ته چې په هر څه زیان اوړي، هغوی خوښي پرې څرګندوي. د هغوی د زړه دښمني  له خولې څرګندیږي او هغه څه چې یې په خپلوسینو کې پټ ساتلي دي، ډېر ستر دي. موږ تاسو ته څرګندې لارښونې کړي دي که تاسی له  پوهي څخه ګټه واخلی.   

د الله سبحانه و تعالی د امر نه منلو ترڅنګ، د اسلامي نړۍ  ټګ او درغلي کوونکي واکمنانو  لوېديځوال  د اولیاوو ( ساتونکو او مشاورینو) په توګه نیولي چې هغوی د اسلام پر وړاندې نفرت لري او د مسلمانانو هیڅ پوله نه پېژني. د ترهګرۍ سره د جګړې تر نامه لاندې لویدیځ ښکېلاکګر په وحشي ډول د مسلمانانو وژلو ته یا په اسلامي نړۍ کې یې د لسیزو راهیسې د وژونکو رژیمونو ملاتړ ته دوام ورکړی. د لوېدیځوالو د ډارونکو پالیسیو او تګلارو په مټ د اسد ظالم رژیم له لوري نږدي تر ۵۰۰۰۰۰ زیات نارینه، ښځې او ماشومان په سوریه کې په شهادت رسېدلي دي. دغه راز د سوريې نږدې نمایي وګړو د دغه جنګ ځپلی هیواد پرېښودو ته اړشوي او نور پاتې وګړي د بمونو او ګولیو ترمنځ له وېري څخه په ډک حالت کې ژوند کوي. د دې پرځای چې له  دغو ناتوانو او بې وسو مسلمانانو سره مرسته وکړي، سعودي رژیم په یمن کې  یوه نوې نیابتي جګړه د خپلو ښېلاکګرو بادارانو په ملاتړ پیل کړې چې په زرګونو خلک يې وژلې او په میلونونو نور یې د قطحۍ، مرګ او ویجاړیو پر ټغر کښېنولي. له بله اړخه بیا قطر د نړۍ یو له شتمنو هیوادونو څخه ګڼل کیږي چې د خپلو مسلمانانو ملګرو د مرستې لپاره یې لاس نه دی اوږد کړی، خو پرځای یې د امریکا متحده ایالتونو ته فرصت ورکړی چې د دوی په سیمه کې سترې پوځي اډې جوړي کړي، ترڅو له دې لارې امریکايي الوتکې وکولای شي چې په عراق، افغانستان، سوریه او یمن کې بریدونه ترسره، مسلمانان په نښه او تباهۍ رامنځته کړي.

د یمن، سوریي، برما، افغانستان او عراق مسلمانانو زړه ماتوونکي کریغې او چغې د مسلمانو واکمنو کڼو غوږونو ته لا نه دي رسېدلې؛ ځکه دوی د خپلو ښکېلاکګرو بادارانو په خدمت بوخت دي، ترڅو د دوی نړیوالي موخې او لاسته راوړنې خوندي کړي. سعودي عربستان او د هغوی متحدینو له قطر سره اړیکې پرې کړې، خو دوی هیڅکله هم د یهودي بنسټ جنایتکار دولت سره اړیکې و نه شلولې، چې د فلسطیني مسلمانانو پر وړاندې په دوامداره جنګي جرم تورن دي. نه یې هم هیڅکله د لوېدیځوالو ښکېلاکګرو ځواکونو پر وړاندې جګړې کولو ته ژمن پاتې شول چې هغوی د نړۍ لومړۍ درجه ترهګر شمېرل کیږی. دغه د مسلمانانو هیوادونو ظالم واکمنان په خپلو منځونو کې یو د بل پر وړاندې له سختۍ څخه کار اخلي، په ځانګړې توګه د خپلو مسلمانانو وروڼو پر وړاندي. په داسې حال کې چې د کفري بادارانو پروړاندې له نرمۍ څخه کار اخلي او په دې اړه الله سبحانه و تعالی په قرآن کې فرمايي:  

﴿مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ﴾

 [الفتح: ۲۹]

محمد رسول د الله دی هغه کسان چې له ده سره دي، پر کفارو سختي کوي او په خپلو منځونو کې نرمي کوي.

اوس هغه وخت راغلی چې په اسلامي نړۍ کې لوېدیځ ښکېلاک رد او له منګولو څخه یې ځان خلاص کړو. دغه ښکېلاک  اسلامي امت ته له تلپاتې ویجاړۍ او سپکاوي پرته بل څه رانه وړل. اوس هغه وخت رارسېدلی چې دویم ځل بیا د محمد صلی الله علیه وسلم پر طریقه نېکمرغه دولت تاسیس کړو، چی دا به دویم رښتینی راشده خلافت وي. ځکه چې یوازې رښتینی خلافت د نړی مسلمانان له لاسپوڅو بهرنیو پالیسیو څخه خلاصولی شي او جعلي سیاستونه لکه د قطر او سعودي عربستان بهرنۍ پالیسۍ، سیاستونه، منظمې دوامداره جګړې، ویجاړۍ او سپکاوی  له منځه وړلی شي. رښتینی راشده خلافت به په ټولیز ډول  دامت ویاړ او شرافت بیا را ژوندی کړي او دغه امت به په نړۍ  کې د باعزته او درناوي وړ خلکو په توګه وساتي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

فهمیده بنت ودود

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې