سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     18 محرم 1439

میلادی نېټه :     سه شنبه, 10 اکتوبر 2017 م

شمېره:      ۳۹/۰۳


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د دعوت یو ځلاند ستوری ولوېد!

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾ [الاحزاب: ۲۳]

په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سره رښتیني دي او له هغه سره یې په کړې ژمنه وفا وکړه. ځینو خپل عهد پوره کړ (د شهادت جام يې نوش کړ) او ځینې سترګې په لاره دي او په خپله ژمنه او کړنلاره کې يې هېڅ بدلون رانه وست.

حزب التحریر-ولایه اردن د الله سبحانه وتعالی پر قضاء د ایمان پر اساس د یوه دعوتګر او زموږ د مشر ورور وفات مسلمانانو او د حزب التحریر شبابو ته اعلانوي:

خلیل موسی  ابوغزاله (ابوبلال)

ابو بلال د ۲۰۱۷م د سپټمبر پر ۸مه د یکشنبې په سهار د ۸۸ کلونو په عمر د ژوندیو له کاروانه لار بېله کړه. نوموړي خپل ټول عمر د الله سبحانه وتعالی اطاعت او له حزب التحریر سره د اسلامي امت د یووالي لپاره دعوت ته وقف کړ. په دې لاره کې د اردن دولت او امنیتي بنسټونو یې وځاره، شکنجه يې ورکړې او حتی له دندې یې ګوښه کړ. دغو ټولو ظلمونو او مختلفو کینو نوموړی د دعوت له مسیر او د ثاني راشده خلافت (تاج الفروض) د تاسیس له لارې راونه ګرځاوه؛ ځکه دی پر الله مومن و او د هغه پر نصرت یې باور درلود. دغه راز په دې لار کې صبور او ثابت قدم و او د الله سبحانه وتعالی دا قول صدق ورباندې کوي.

﴿قُلْ إِنَّ صَلاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ﴾ [انعام: ۱۶۲]

ژباړه: ووایه! زما لمونځ، عبادت، ژوند او مرګ د عالمیانو د رب الله لپاره دي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ورور په خپل رحمت کې شامل او جنت الفردوس ورپه برخه او له انبیاوو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو سره یې حشر کړي.

﴿إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

موږ د الله یو او د هغه لور ته ورګرځو.

د حزب التحریر- ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې