Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 جمادی الاول 1439

میلادی نېټه :     سه شنبه, 06 فبروری 2018 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۳/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د "اصلاحاتو" تر نامه لاندې له اسلامي عناصرو څخه د امنيتي ځواکونو پاکول

د افغانستان ولسمشر د اردو د ۱۶۴ جنرالانو د تقاعد فرمان لاسلیک کړ. دا فرمان په امنیتي سکتور کې د "اصلاحاتو" د پروسې یوه برخه ګڼل شوې، چې په ترڅ کې به یې د امنیتي ځواکونو له صفونو څخه ۲۰۰۰ جنرالان او لوړپوړي افسران ګوښه کېږي.

موږ په امنیتي سکتور کې د "اصلاحاتو" پروسه، چې ظاهراً د ځوان او مسلکي کولو تر نامه لاندې پر مخ وړل کېږي یو بشپړ امریکايي بهیر بولو، تر څو د امت د قدرت واقعي مرکزونه، چې په اردو کې راټول شوي، د مصر، ترکیې او پاکستان د پوځونو په څېر د امت او د هغه د ويښوونکو حزبونو له لاسرسي څخه بهر کړي او د دې تر څنګ لاندې څو نورې جزئي موخې هم تعقیبوي:

  • له امنیتي سکتور څخه د اسلامي عناصرو او پخوانیو مجاهدینو ګوښه کول؛
  • د هغو قومي، قبیلوي او سیاسي رهبرانو او متنفذینو قدرت کمول، چې اسلامي احساسات او افکار لري او د دغه قدرت انتقال یوې سیکولر، غربي او د امریکایانو فرمان منونکې اردو ته؛
  • د افغان امنیتي ځواکونو له صفونو څخه د امریکا د سیمه‌ييزو رقیبانو د نفوذ له منځه وړل؛

ترڅو په امنیتي سکتور کې د دغو "اصلاحاتو" په پایله کې امریکا وکولای شي، چې یو تابع نظامي ځواک رامنځته کړي او په سیمه کې د راتلونکي اسلامي دولت (راشده خلافت) د رامنځ ته کېدو د مخنیوي او د خپلو سیمه‌ييزو او ستراتيژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره ګټه ترې واخلي.

د افغانستان مسلمان ولس، متنفدین او پخواني مجاهدین باید پوه شي، چې د افغانستان په امنیتي سکتور کې "اصلاحات" د امنیت د ټينګښت لپاره هېڅ ګټه نه لري، بلکې امریکايي موخو ته د رسېدو لپاره د افغان ځوانانو له انرژۍ او وینې څخه د وسیلې په موخه کار اخیستل کيږي، چې له امله یې امریکايي ځواکونه له جنګي ډګرونو څخه په شا کېږي، تر څو روانه جګړه د مسلمانانو د ځواکونو په وسیله خپله د مسلمانانو پر وړاندې پر مخ بوځي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.