Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 شوال 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 15 جون 2018 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ ۰۶/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
نېکمرغه فطر عيد دې له کابله تر بیت المقدس پورې د رسول الله ﷺ ټول امت ته مبارک وي!

د حزب التحرير – ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د نېکمرغه فطر عيد د رارسېدو له امله ټول اسلامي امت په ځانګړې توګه د افغانستان مسلمان ولس ته د زړه له کومي مبارکي وايي او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړي ترڅو زموږ او ستاسو صيام، قيام، طاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول کړي.

د رمضان د مياشتې اصلي پيغام يوازې له خوراک او څښاک څخه په ډډه کولو کې نه خلاصه کيږي؛ بلکې د هغې مفهوم د ژوند ټولې برخې رانغاړي. په اسلامي نړۍ کې خلک د سهار له آذان څخه تر ماښامه روژه نيسي، مګر متاسفانه هغوی نشو کولای چې له هغو افکارو او نظامونو څخه روژه ونیسي چې د الله سبحانه وتعالی له شريعت سره په ټکر کې دي. مسلمانانو په دغه مياشت کې له يوې خوا روژه نېولې وه، مګر له بل پلوه ورباندې غربي افکار، احساسات او نظامونه پلې کېدل او تر دې ډېر بد خو لا دا دي چې د عيد په نېکمرغه شپو ورځو کې – چې د صميميت او خوښۍ شپې ورځې دي- د هغوی تر منځ قومي، ژبني، مذهبي، سمتي او سيمه ييز ړانده تعصبونه را پارول کيږي، چې د کورنيو اختلافاتو او د هغوی د ځواک او يووالي د له منځه تلو سبب کيږي.

څومره به ښه وي چې د رمضان مياشتې اصلي پيغام له رمضان پرته هم پلی کړو او د همېش لپاره له قومپالنې، سمت پالنې، ځان غوښتنې، له امريکا او غرب څخه د مرستې غوښتنې، د ډيموکراسۍ او آزاد بازار له پلي کېدنې څخه هم روژه ونيسو. الحقّ چې د مؤمنانو ريښتينی عيد هغه وخت دی چې له دغو پوچو مفکورو سره مخه ښه وکړي او د خپلو اعمالو، افکارو او سياسي نظم لپاره يوازينی معيار د اسلام ژوند بښونکي ارزښتونه وټاکي. 

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.