جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 جمادی الاول 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 23 جنوری 2019 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۴/۱۴۴۰

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
په ډیموکراټیکو پروسو کې ګډون د مجاهدینو او اسلامي ګوندونو تر منځ د لا ډېر نفاق او ذلت سبب ګرځي

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ډېر ټاکنیز ټیمونه جوړ شوي دي. ځینې اسلامي ګوندونه او جهادي څېرې چې د شوروي له سرو لښکرو سره یې جهاد کړی و، له پخوانیو کمونیستانو او لوېدیځ پلوو سېکولرانو سره ګډ ټاکنیز ټیمونه جوړ کړي دي. په داسې حال کې چې له دین سره ددغو کمونستانو او لوېدیځ پلوو سېکولرانو دښمني څرګنده ده او له واک څخه د مجاهدینو په څنګ ته کولو کې یې هم فعال رول لوبولی دی.

موږ له یوې لسیزې راهیسې په پرله پسې ډول د افغانستان مسلمانانو او په ځانګړي ډول مجاهدینو او اسلامي ګوندونو ته په ډیموکراټیکو پروسو کې د ګډون له امله خبرداري ورکړی وو، چې دا پروسې  ذلت او نفاق راولي او د ګوندونو د ټوټه کېدو، سیاسي ماتې او په خلکو کې د دوی د نفوذ د ختمېدو سبب ګرځي. په همدې دوره کې هم مجاهدین څو ټوټې شول او آن یو بل یې پر خیانت تورن کړل.

موږ له مجاهدینو پوښتو چې په کوم ډګر کې، د کوم هدف لپاره کار کوئ او د کومو ارزښتونو پر اساس مبارزه کوئ؟ د اسلامي او که د ډیمراټیکو ارزښتونو لپاره او یا هم د شخصي او قومي ګټو لپاره؟

په تېره یوه نیمه لسیزه کې د اسلام له سیاسي ارزښتونو سترګې پټولو، د ډیموکراسۍ په ډګر کې لوبېدو، په امریکايي نظم کې وېلې کېدو او د قومي او سیاسي کارتونو کارولو تاسې د واک له لوړو راغورځولي یاست، ستاسې د رهبرانو د شخصیتی او فزیکي ترور لامل شوی او په خلکو کې مو هیبت او محبوبیت کم شوی دی. موږ یو ځل بیا در په یادوو چې مجاهدینو او سیاسي ګوندونو تل د فکر او سیاست په ډګر کې بایللې ده او دلیل یې هم دا دی چې په ناسم ډګر کې لوبېدلي دي. په ډیموکراټیک ډګر کې د یو مسلمان سیاستوال لپاره لوبېدل ناشوني دي او نه شي کولی چې له اسلامي ارزښتونو سره په دې ډګر کې لوبه وکړي. 

مجاهدین باید دا درک کړي چې دوی په ډیموکراټیکو سیاسي لوبو کې تل د رایو د بانکونو او حاکم نظام ته د مشروعیت ورکولو لپاره ناوړه کارول کیږي، څنګه چې په تېرو دریو ټاکنو کې هم وکارول شول. په راتلونکو ټاکنو کې د بریا په صورت کې به هم امریکایان اجازه ور نه کړي چې دوی د واک سر ته راشي. د ۲۰۱۴ ټاکنو په ښکاره دا مسئله ثابته کړه چې امریکایانو په شرموونکي ډول د ټاکنو په پایله کې لاسوهنه وکړه او خپل کاندید یې بریالی اعلان کړ. مجاهدین باید پوه شي چې په امریکايي نظم کې به واقعي رول ونه لري، یوازې سبمولیک او د وسیلې کار به ترې اخیستل کیږي. له همدې امله دوی باید د اسلامي ارزښتونو د لوړولو او تطبيق لپاره مبارزه او هڅه وکړي، څو بېرته خپل واقعي واک او ولسي موقف ته ورسیږي. لکه څنګه چې عمر رضی الله تعالی عنه فرمايي:

"إنَّا كنَّا أذلَّ قوم، فأعزَّنا الله بالإسلام، فمهما نطلب العِزَّة بغير ما أعزَّنا الله به أذلَّنا الله"

« موږ ذلیل قوم وو، چې الله سبحانه وتعالی د اسلام په واسطه عزت راکړ او هر وخت چې دا عزت په بل ځای کې ولټوو، الله متعال به موږ خوار او ذلیل کړي».

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې