Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 رجب 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 18 مارچ 2019 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۷/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
یوازې خلافت په افغانستان کې د غرب جنګي جنایتونه بربنډ او غاښ ماتوونکی ځواب ورکولی شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد يې د نړیوالې جزايي محکمې څارونوالانو ته، چې غواړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جنګي جنایتونو د تورونو د څېړنې لپاره امریکا ته سفر وکړي، وېزه نه ورکوي. ده زیاته کړې، که دغه محکمه خپل چلند بدل نه کړي، اقتصادي بندیزونه هم ورباندې لګوو.

امریکا په داسې حال کې د نړیوالې جزايي محکمې له څېړنو وېره لري چې دغه هېواد په افغانستان کې "د تروریزم پر وړاندې مبارزې" په نامه  وحشیانه جنایتونه تر سره کړي دي. امریکا د تېرو ۱۸ کلونو په بهیر کې نیم ميلیون افغانان وژلي او ټپيان کړي، مخفي زندانونه یې جوړ کړي، چې له زندانیانو سره یې خورا بد چلند پکې کړی او د افغانستان د مسلمانانو پر شخصي حریم او دیني مقدساتو یې تېری کړی دی. په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه دومره وحشتناک دي، چې حتی د شوروي اتحاد هغه یې شرموولي دي. دلته څرګندېږي چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې د دغه هېواد د جګړې، ظلم، جنایتونو او جرمونو حقیقت ډاګیز شي.

له بلې خوا امریکا د ډیموکراسۍ او بشري حقونو شعار ورکوي، خو کله یې چې ګټې په خطر کې وي، حتی د څېړنې اجازه هم نه ورکوي. دا حالت ښيي چې دغه شعارونه هغه وسایل دي چې یوازې د غرب ولکه او ګټې تضمینوي.

پاتې دې نه وي چې نړیواله جزايي محکمه هم کمزورې ده او نه شي کولی چې د امریکا د جنګي جرایمو په اړه څېړنه وکړي او د جنایتونو اصلي عامل محکوم کړي؛ ځکه دغه سازمان خپله د نورو نړیوالو سازمانونو غوندې د مجرمو غربي قدرتونو د سیاسي اجنډا په خدمت کې دی او ځينې وخت یو پر بل د فشار د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي، چې اوسمهال پر امریکایانو د اروپایانو د فشار وسیله ګرځېدلې ده.

په واقعیت کې یوازې خلافت دولت په اسلامي خاورو کې د غرب جنګي جنایتونه ډاګیزولی او غاښ ماتوونکی ځواب ورکولی شي او د مسلمانانو د خاورې، وینې، عزت او مقدساتو ساتنه کولی شي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.