جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 شعبان 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 09 اپریل 2019 م

شمیره:      ت.افغ ۰۹/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان د پوهنتونونو محصلين «خلافت» ته پر «جمهوريت» ترجیح ورکوي

د افغانستان د ستراتيژيکو څېړنو مرکز د «لوړو زده کړو په سيستم کې د ديني راډيکالېزم ريښې موندنې» تر سرليک لاندې څېړنه خپره کړې، چې په متمرکز ډول يې د افغانستان د درېيو سترو؛ کابل، هرات او ننګرهار پوهنتونونو په «اسلامي ثقافت» مضمون کې د «اسلام د سياسي نظام» موضوع څېړلې او پر محصلينو باندې يې د هغو اغېز «تاوتريخوالی، توندلارېتوب او ديني راډيکالېزم» بللی دی.

د حزب التحرير – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر په دې اړه لاندې ټکي د افغانستان د مسلمان او مجاهد ولس سره شريکوي:

لومړی: څېړنه د ميتودولوژۍ او جوړښت له پلوه ډېرې ستونزې لري. څېړونکي یوازې د خپلې مخکې ټاکل شوې فرضيې د اثبات لپاره هڅه کړې، مګر نه دی توانېدلی چې د څېړنې ټولې برخې بې طرفانه او علمي و څېړي. له حاکم امريکايي ډيموکراتيک نظم څخه په ژورې اغېزمنتيا سره يې د «اسلام د سياسي نظام» مضمون تدريس له «توندلارېتوب او ديني راډيکالېزم» سره تړلی دی. 

دویم: د دا ډول بنسټونو فعاليت او دې ته ورته څېړنو خپرول د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د امريکا او غرب د جګړه ييز ماشين اصلي برخه ده، ترڅو د اسلام او مسلمانانو سرې کرښې او هغه مسايل چې اصلاً د بحث وړ نه دي، تحريف او يا تر پوښتنې لاندې راولي. لکه څنګه يې چې دين يوازې د معنوي اړيکو تنظيموونکی بللی، چې د ټولنې په چارو کې کار نه لري. همداراز يې د اسلام بشپړتيا او هر اړخیزتوب تر پوښتنې لاندې راوستی. دې ته ورته يې د اسلام نړيوالتوب او همېشه والی رد کړی. امربالمعروف يې د تاوتريخوالي بنسټ بللی او د اسلام پر سیاسي نظام، د دارالاسلام پر مفهوم او په اسلام کې د ذميانو پر حقونو يې سختې نيوکې کړې دي. په داسې حال کې چې پورتني ټول مسايل د اسلام قطعي موضوعات دي؛ چې له ډيموکراتانو او سېکولرانو پرته نور څوک د هغو د تر پوښتنې لاندې راوستلو جرئت نه لري.

درېیم: په دغه څېړنه کې د غربي کافرو او د هغوی د لاسپوڅو نظامونو په څېر چې مسلمانان په «منځلارو» او «توندلارو» باندې وېشي، د اسلام د سياسي نظام په اړه د محصلينو احساس هم په «خلافت غوښتونکو»، «امارت غوښتونکو» او «ولايت فقيه غوښتونکو» باندې وېشلی دی. په داسې حال کې چې د دغو درې واړو مفکورو خاوندان د مسلمانانو لپاره د هغوی د نشته «اسلامي سياسي نظام» په لټه کې دي.

څلورم: ټولو ته څرګنده ده، چې په دې وروستيو کې يو شمېر بنسټونو او ځېنو افرادو ته د توندلارېتوب او راډيکالېزم موضوع تر ډېره په يوه سوداګرۍ او د امتياز اخيستنې په وسيله بدله شوې، چې په دغه ډول مسايلو کې ښکېلتيا ورته د پرمختګ زينه ښکاري، چې دغه بنسټ او څېړنه يې تر ټولو څرګنده بېلګه ده.

له همدې امله د تېرو اتلسو کلونو راهيسې تر ننه د افغانستان په قوانينو، د ښوونځيو او پوهنتونونو په درسي توکو او آن د مسجدونو د امامانو په خطبو کې يې د سېکولر کولو په موخه په وار-وار بدلون راوستی او په بېلابېلو تورونو يې له هغو څخه اسلامي مسايل حذف کړي دي. اوس د دا ډول څېړنو له لارې هڅه کوي ترڅو د اسلامي ثقافت په خطرناک ښودلو سره په تعليمي او تحصيلي نصاب کې د پاتې اسلامي مفکورو د حذف لارې چارې برابرې کړي. حال دا چې د دوی د دغو ټولو هڅو سره-سره د اسلام سياسي نظام او افکارو ته د خلکو رجوع زياته شوې او د دوی د مغرضانه څېړنو پايلې هم دا ښيي چې د افغانستان د سترو پوهنتونونو محصلين، په مجموعي توګه «۵۶.۷» سلنه د خلافت، امارت او ولايت فقيه (د اسلام د سياسي نظام) او يوازې «۳۴» سلنه د کفري جمهوري نظام غوښتونکي دي. له دې امله چې د دوی ټولې هڅې د ټولنې د غوښتنې او د افغانستان د مسلمان ولس د احساساتو خلاف دي، نو د دې عصر دغه مکرجن به له دې لارې هېڅکله کوم څه ترلاسه نه کړي.

وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ [٣٥:٤٣]

ناوړه مکر له مکارو انسانانو پرته د بل چا لمن نه نيسي!

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې