Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 رجب 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 28 فبروری 2020 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۸/۱۴۴۱

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
امریکا افغان سياسيون هم له الله سبحانه وتعالی څخه ليرې کړي او هم له خلکو

د افغانستان د ټاکنیزو کړکېچونو په اړه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په بیانيه کې راغلي چې د نوي جمهور رییس د تحلیف مراسم ځنډېدلي او څرګنده کړې يې ده چې د سياسي او ټاکنيزو اختلافونو پر ځای په سوله تمرکز وکړئ. همداراز د امریکا د بهرنيو چارو وزیر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ ته په اشارې ټینګار کړی چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې دغه لوی فرصت ته زیان ورسوي. 
د افغانستان د ټاکنيزو جنجالونو په اړه د امریکا موقف له هغې سره د افغانستان د دولت د رهبرانو ژور تړاو او لاسپوڅيتوب بربنډوي او په څرګند ډول ښيي چې څه ډول د افغانستان د دولت مرګ او ژوند د امریکا په پرېکړو پورې تړلی دی. په تېره یوه اونۍ کې اشرف غني د امریکا له لوري د ټاکنو د پایلو د تاييدۍ او عبدالله عبدالله د هغو د رد پیغامونو ته منتظر وو. مګر له هغه ځایه چې اوسمهال امریکا ته له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک لاسلیک کول لومړيتوب لري، د ټاکنو پایلې يې له نامعلوم برخلیک سره مخ او څنګ ته کړې دي.
واقعیت دا دی چې د غلامانو برخلیک یوازې د بادار په یوه ټويټ، بیانیه او دستور پورې تړلی وي. د افغانستان د دولت رهبران د غرب د هغو بې ارزښته نانځکو په څېر دي چې د شطرنج د دانو په شان یې په سياسي لوبو کې کاروي او بادار یې ورته د ډېر لږ شرف او عزت په درلودلو هم قایل نه دی.
اړينه ده چې د افغانستان قومي او سياسي رهبران له دا ډول پېښو نه چې په تېرو نولسو کلونو کې یو په بل پسې تکرار شوې دي د عبرت درس واخلي او د امریکا د ړندې پیروۍ پر ځای د رب العالمین اطاعت وکړي، ځکه نوموړی باعزته او باوقاره ذات دی او خپل بنده په نيمه لاره کې نه پرېږدي. مګر له امریکا څخه د یو شمېر قومي او سياسي رهبرانو پیروۍ، هغوی داسې د غربي اربابانو لمنې ته ورغورځولي چې هم يې له الله سبحانه وتعالی څخه لیرې کړي او هم يې له خپلو خلکو او د بې ريښې ونې په څېر له هر باد سره د هماغه لور ته خوځيږي. په داسې حال کې چې تاریخ ثابته کړې چې غربي ځواکونه خپل نوکران له کارولو وروسته ليرې غورځوي او سياسي عمر ته يې د پای ټکی ږدي.‌

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.