جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 رجب 1441

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 11 مارچ 2020 م

شمیره:      1441/09

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
جمهوریت، ډيموکراسي او ډيموکراټيکې ټاکنې په افغانستان کې ناکامې شوې؛

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پر سر له شپږو میاشتو جنجال او کشمکش وروسته بالاخره دوو مخکښو نوماندانو اشرف غني او عبدالله عبدالله په دوو بېلو مراسمو کې د ولسمشرانو په توګه لوړه وکړه. دوی خپله بریا "د جمهوریت او ډيموموکراسۍ بریا" وبلله.

په داسې حال کې چې موږ تل د افغانستان مسلمانو او مجاهدو خلکو ته د ډيموکراټيکو او امریکايي پروسو له بدو او ناوړه پایلو خبرداری ورکړی دی. لکه څنګه چې د ۲۰۱۹ د سپټمبر په ۲۸مه نېټه مو په یوه مطبوعاتي اعلامیه « ډيموکراتيکې ټاکنې؛ افغانستان ژور سياسي ناورين ته بيايي!» کې روښانه ویلي وو چې «د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې تر ایرو لاندې هغو سرو سکروټو ته ورته دي چې په خپل زړه کې ستر سياسي ناورين روزي او ژر ده چې خلک به دغه ناورين په زړه او ځان سره احساس کړي. لکه څنګه يې چې د ۲۰۰۹، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو په ټاکنو کې تجربه کړ.»

اوس د یوې مخلصې او وېښوونکې ډلې د خیر نصحیت په پام کې نیولو پرته، د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل دوو کسانو د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل. دغو دوو رهبرانو په قرآن کریم قسم وخوړ؛ خو د قرآن کریم د تطبیق، ساتنې، عزت او حرمت پر ځای امریکا ته وفادار دي او د ډيموکراسۍ او غیر اسلامي اساسي قانون د تطبیق لپاره هڅې کوي. لکه څنګه چې هر یوه خپل کاري لومړیتوب د امریکايي سولې پروسه تعریف کړه. له دې امله چې په افغانستان کې ريښتينې سیاسي رهبري نشته، نو په نتيجه کې ټولې دا ډول پروسې او کارونه د امریکا په ګټه پای ته رسېږي.

په رامنځته شوي سیاسي ناورین سره ډيموکراسي، جمهوریت، ډيموکراټيکې ټاکنې او نور تحمیلي او باد راوړي غربي ارزښتونه د کمونیستي ارزښتونو په څېر ناکام او مسخره شول او عورت يې ټولو ته لوڅ او بربنډ شو. دا مفکورې د افغانستان د مسلمانو خلکو له عقایدو سره د ټکر له امله په هېڅ ډول په ټولنه کې رېښې او اساس نشي پيدا کولای؛ بلکې یوازې د چل، فریب او نظامي زور له لارې په ناقص او موقتي ډول تپل کېدای شي او پایله یې هم له لا زیاتې سیاسي تفرقې پرته بل څه نه ده.

په حقیقت کې دغو فرېب خوړلو سیاسیونو د امریکا په ملاتړ د افغانستان د مسلمانو او دردمنو خلکو سیاسي برخلیک له ځانونو سره ګرو کړی او وینه، انرژي او احساسات یې په نامشروع لاره ضایع کوي.

د افغانستان مسلمان خلک باید پوه شي چې شر او بدبختي د امریکا او د هغوی د لاسپوڅو سیاسونو د سیاسي تصمیمونو او اجنډاوو په پیروۍ کې نغښتې ده او د دنیا او آخرت خیر او سلامتي یوازې د اسلامي نظام (دویم راشده خلافت) له لارې د اسلامي نظام، افکارو او رزښتونو په حاکمولو کې ده او بس.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې