Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     18 رجب 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 13 مارچ 2020 م

شمیره:      1441/10

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
پخواني مجاهدین په ځلونو د امریکا له نېشه چیچل کېږي؛

دا څووم ځل دی چې امریکا د پخوانیو مجاهدینو هڅو او سزښندنو ته پاملرنه نه کوي او لرې یې غورځوي. په بدل کې یې هغه ژمنه مهره چې یو سیکولر او ډيموکراټ شخصیت دی او د مفکورې او احساساتو له مخې د افغانستان له مسلمانو سره هېڅ اړیکه نه لري، قدرت ته رسوي.

کله چې پخوانیو مجاهدینو په کلک عزم او اخلاص د شوروي اتحاد پر وړاندې جهاد او مبارزه وکړه، الله سبحانه وتعالی عزت او نصرت ورکړ، له همدې امله یې د خلکو په زړونو  کې ځای ونیو. خو په ۲۰۰۱ز کې له بن کنفرانس وروسته یو شمېر پخوانيو مجاهدینو د افغانستان سیاسي برخلیک او وثیقه په ډېرې سرټيټۍ او ذلت د اشغالګرې او کافرې امریکا منګولو ته وسپاره او عزت یې له امریکا او غرب سره په دوستۍ کې ولټاوه. له دې امله الله سبحانه وتعالی دوی امریکا ته پرېښودل؛ ځکه دا د الله سبحانه وتعالی سنت دی چې هره ډله چې اسلام ته نصرت ورکړي، بریالۍ او سرلوړې کوي يې او هره ډله چې د الله سبحانه وتعالی له دین سره خیانت وکړي، ذلیله او رسوا کوي یې.

امریکا په تېرو ۱۹ کلونو کې په خپل منفعت محوره سیاست یوه ډله پخواني مجاهدین د متاع او استهلاکي توکو په څېر وکارول. هغوی ته یې د امریکايي نظام د مشروعیت ورکولو لپاره په قدرت کې ونډه ورکړه او د کارېدلو د وخت له تېرېدو وروسته یې د قدرت او سیاست له صحنې وایستل. لکه څنګه یې چې د دوی ځينې مخکښ رهبران فزیکي او شخصیتي ترور کړل، نو تر ډېره د خلکو له سیاسي ملاتړه هم خلاص شول. له امریکا او ناټو سره دوستۍ هم د دغو رهبرانو اړیکه له خپل خالق سره خرابه کړه او هم یې په خلکو کې خپل اعتبار او مقام له لاسه ورکړ. 

نن چې یو شمېر پخواني مجاهدین د «ټول شموله» حکومت دعوه لري، دا کوم اساسي دريځ نه دی چې د اسلام د مبدا پر اساس وي او یا د اشغالګرې امریکا اجنډا وګواښي، بلکې دا کار د همغو تېرو سیاسي تېروتنو تکرار دی، چې موخه یې امتیاز اخیستل دي او د دوی له لاسه وتلي قدرت او عزت سره هېڅ مرسته نه کوي.

حزب‌التحریر یو ځل بیا مخلصانه تذکر ورکوي چې اوس هم د جبران فرصت شته، چې له خیانتونو او مکررو ترسره شوو حوادثو عبرت واخلي او الله سبحانه وتعالی ته توبه وباسي. پر دې سربېره د امریکايي اشغال او د جمهوریت او ډيموکراسۍ د مفکورو پر وړاندې په درېدو او د اسلامي ارزښتونو د حاکمولو لپاره په مبارزه له الله سبحانه وتعالی او خلکو سره خپل عزت بیا ترلاسه کولی شي او له دې لارې خپلې ګناوې جبران کړي. الله سبحانه وتعالی رحمن او رحیم ذات دی او انسانان د خپلو اعمالو د خاتمې پر اساس محاسبه کوي. ﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَن يَخْشَى﴾ نازعات:۲۶ آیت. له شک پرته په دې کې د هغه چا لپاره عبرت دی چې (له الله متعال څخه) ووېريږي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.