Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     7 شوال 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 29 می 2020 م

شمیره:      1441/15

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
حزب التحریر مخ پر ودې ګواښ نه؛ بلکې د خیر دعوت او د امت هیله ده

د راډيکاليزم په اړه د اروپایي څار (European Eye on Radicalism) ادارې د روان ميلادي کال د مې په  ۲۷مه د حزب التحریر په اړه «حزب التحریر: په افغانستان کې مخ پر ودې ګواښ» تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړې ده. لیکوال د حزب التحریر پر وړاندې د افغان دولت په منفعلانه کړنه نیوکه کړې او وړاندیز یې کړی چې دولت باید د حزب‌التحریر ګواښ جدي وګڼي؛ ځکه په ښاري او کلیوالو سیمو کې د حزب نفوذ مخ په ډېرېدو دی او حکومت ته پر یوه لوی ګواښ بدلېږي.  

د حزب التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د لیکنې له دقیقې مطالعې وروسته، لاندې ټکي د یادولو وړ بولي:

لیکنه نه یوه تحقیق ته ورته ده او نه هم یوې رسنیزې مقالې ته، چې سرچینه، ماخذ او نقل قول ولري؛ بلکې لیکوال په یوه خوره‌وره لیکنه کې هڅه کړې چې د بې اساسه او نیمګړو او یو اړخیزو معلوماتو په راوړلو سره په خپل اند د حزب د ګواښ خبرداری ورکړي. حتی لیکوال د حزب په اړه په ډيرو لومړنیو او ساده موضوعاتو کې تېروتنه کړې ده.

لیکوال د خپل راپور په لومړۍ نسخه کې لیکلي وو چې «حزب التحریر په ۱۹۵۲م کال کې په افغانستان کې تاسیس شوی»، چې وروسته یې د یوې سرچينې پر اساس تصحیح کړې؛ خو بیا یې هم د حزب د تاسیس کال ۱۹۵۲م لیکلی، چې هم یې منبع او هم یې تصحیح شوې لیکنه ناسمه ده. بل ځای یې ادعا کړې چې که د حزب سوله‌ییز فعالیت پایله ونه لري، نو حزب به د افغان حکومت د راپرځولو لپاره جهاد ته مخه کړي. د لیکنې په پيل کې دا دوه نیمګړي معلومات ثابتوي چې لیکوال څومره ښویېدلی دی. حال دا چې حزب‌التحریر په ۱۹۵۳م کال کې په فلسطین کې تاسیس شوی، د خلافت د تاسیس لپاره یې طریقه فکري-سیاسي ده او د خلافت د تاسیس لپاره د تاوتريخوالي له لاروچارو څخه د طریقې په توګه ګټه‌اخیستنه بشپړه ردوي.

همدارنګه لیکوال له نورو احزابو سره د حزب د اړیکې په اړه تېروتنه کړې او د نامعلومو سرچینو په حواله یې لیکلي: «د حزب‌التحریر فعالان د سیاسي ترورونو لپاره له داعش، القاعده او په پاکستان کې له نورو افراطي ډلو او طالبانو سره همکاري کوي.» د سیاسي ترورونو ادعا ډېر ستر تهمت او د حزب له شان او سپېڅلې مبارزې څخه لرې خبره ده. هر څوک چې د حزب او د هغه د سیاسي مبارزې د تاریخ په هکله لږ معلومات هم ولري، په اسانۍ د دې ادعا په بطلان غور کوي. حزب د امت سیاستوالو او مشرانو ته د یوې لویې پانګې په سترګه ګوري او هڅه کوي چې په خپل فکري-سیاسی دعوت د هغوی ملاتړ خپل کړي. لیکوال باید د دغه تور له امله له الله سبحانه وتعالی څخه مغفرت او رسنۍ باید له حزب څخه بښنه وغواړي.

لیکوال د خپلې لیکنې به بله برخه کې لیکي: «د دې ډلې منتقدین وایي چې حزب التحریر د داعش او نورو جهادي ډلو د فرهنګي مټ په توګه فعالیت کوي او په افغانستان او سوریه کې د داعش ډلې لپاره سرتېري جذبوي او جګړه کوي.» دا ادعا د مخکنیو ادعاو په څېر له اساسه باطله او د حزب د نړیوالې مبارزو د واقعیت خلاف ده. حزب التحریر له ۱۹۵۳م راهیسې په اسلامي نړۍ کې د بنسټیزو بدلونونو لپاره فکري او سیاسی مبارزه پیل کړه، چې هغه مهال القاعده، داعش او طالب شتون نه درلود. له داعش او نورو جهادي ډلو سره مرسته یو تور دی، چې د حزب له ناسمې پېژندنې څخه سرچینه اخلي.

په دې لیکنه کې زموږ د تائید وړ یوازینۍ مسئله دا ده چې حزب التحریر په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دی او هر هغه څه چې غیر اسلامي وي لکه: ډیموکراسي، د افغانستان اوسنی نظام او اساسي قانون مردود ګڼي. همدارنګه حزب په افغانستان کې د ټولو ناخوالو رېښه په دې خاوره کې د امریکا او غربي رژیمونو "حضور" ګڼي.

نن د افغانستان مسلمان او مجاهد خلک دا خبره ښه درک کوي چې څوک افغانستان ته جدي ګواښ دی؛ حزب التحریر که امریکایي اشغالګر او د هغو اروپایي متحدین؟ نور د غربي تروریزم اصلي څېره چې په تېرو دوو لسیزو کې یې افغانستان په «تابوتستان» بدل کړی او د خلکو ارزښتونه، مقدسات، د کورنو حریم او شتمنۍ یې له خطر سره مخامخ کړې دي، خلکو ته افشا شوې ده.

له اشغالګرو او د هغوی له لاسپوڅو څخه د خلکو د کرکې مخ پر ودې او له حزب التحریر سره د خلکو د محبوبیت لوړېدونکی ګراف دا ثابتوي چې څوک جدي ګواښ دی؟ واقعیتونه ښیې چې امت حزب په خپله غېږه کې نیولی او ملاتړ یې کوي. حزب په ټولنه کې د بلوا پارولو او یوازې د دولتونو د پرځولو په لټه کې نه دی؛ بلکې حزب د خلافت دولت د تاسیس له لارې د اسلامي امت د دنیا او آخرت د سلامتۍ، د اسلام د تطبیق او نړۍ ته د هغه د رسولو لپاره هڅه کوي او دا چاره امت ته ثابته شوې ده.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.