پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 شوال 1442

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 27 می 2021 م

شمیره:      1442/11

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
ماته شوې امريکا باید دې ته پرېنښودل شي چې په سيمه کې خپل نظامي حضور پراخ کړي!

د رسنيو د رپوټونو له مخې امريکايي ځواکونه هوډ لري ترڅو له افغانستان څخه له وتلو وروسته ډيورنډ کرښې ته نژدې ځای پر ځای شي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې اسوشيتدپرس خبري آژانس د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندان جنرال فرانک مکنزي له قوله راپور ورکړی و چې امريکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته د افغانستان د کنترول لپاره په منځنۍ آسيا کې د نظامي اډو او يا هم نظامي پروازونو د اجازې موندلو په لټه کې ده.

د امريکايي ځواکونو د وتلو بنسټيز لامل هغه شرمېدونکې ماتې ده چې امریکا له «تروریزم» سره د جګړې تر سرلیک لاندې په افغانستان کې خوړلې ده. امريکا د دغه ماتې د ناوړه او ناورين پنځوونکو پایلو د مخنيوي لپاره په ډېرې ځيرکۍ سره د سولې د خبرو اترو تر نامه لاندې د دوحې تړون لاسلیک کړ، ترڅو خپله له ذلته ډکه ماتې پټه کړي. له همدې امله امريکا هڅه کوي، ترڅو په سيمه او ګاونډيو هېوادونو کې د نظامي اډو د رامنځ ته کولو له لارې خپله فتنه پاروونکي حضور ته دوام ورکړي.‌

معاصر تاریخ ښيي چې تر هر نامه لاندې د يرغلګرو ښکېلاکګرو شتون، هېوادونه له ناورينونو سره مخ کوي او د جګړې اور، نفاق او فساد را پاروي. لکه څنګه چې امريکا د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې بې‌ثباتي او د جګړې اور په افغانستان د خپل تاريخ تر‌ټولو لوړې کچې ته رسولی دی. اوس په دې هڅه کې ده چې تر افغانستان اخوا سيمه بې‌ثباته کړي او د جګړې اور د منځنۍ آسيا هېوادونو او پاکستان ته د خپل نفوذ د زياتوالي په موخه پراخ کړي. په دې منځ کې چين یو له هغو موخو څخه دی چې امريکا غواړي دغه اقتصادي دېو راچاپېر کړي او د هغه د نفوذ د پراختيا د مخنيوي او ننګولو په موخه په سيمه کې خپل حضور وساتي.‌

حزب التحریر د افغانستان، پاکستان او سيمې له مسلمانو خلکو غواړي، ترڅو د لاسپوڅو چارواکو د دغه خيانت مخه ونيسي او پرېنږدي چې سيمه یو ځل بيا ناوړه تحولات او بدلونه تجربه کړي. دا يې ځای دی چې د افغانستان او پاکستان مسلمان خلک له ځانه پوښتنه وکړي چې د پاکستان د لاسپوڅو چارواکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د امريکا په واسطه د افغانستان په شل کلن اشغال کې  د افغانستان او پاکستان مسلمانانو څومره ځاني تلفات او مالي زيانونه وليدل؟ آیا غواړئ د امريکا د وحشت او جنایت دغه سریال په سيمه کې د نویو مرکزونو د رامنځ ته کولو له امله نور هم دوام ومومي؟ له همدې امله موږ د پاکستان او سيمې په پوځونو کې پر هغو عناصرو چې له الله سبحانه وتعالی، ګران پيغمبر او مسلمانانو سره اخلاص لري غږ کوو چې؛ په سيمه کې د امريکا د حضور د دوام مخه ونيسئ! د هغې پر ځای هڅه وکړئ ترڅو د امريکا نظامي، استخباراتي، سياسي او فکري نفوذ جرړې را وباسئ او د نبوت پر منهج د هغه راشده خلافت د قايمولو لپاره مبارزه وکړئ چې الله متعال او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې وعده راکړې ده. په حقیقت کې د حق دین (اسلام) ملاتړ او نصرت د هغو کسانو لپاره ډېر ستر فرصت دی چې عزت ته پر خیانت ترجیح ورکوي او په دې هڅه کې دي چې په آخر زمان کې د انصارو لوړ مقام ترلاسه کړي.

وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ ﴿هود: ١١٣﴾

په هغو کسانو چې ظلم يې کړی، تکيه مه کوئ (که داسې وکړئ) د دوزخ اور مو سوځوي او (پوه شئ چې) له الله سبحانه وتعالی پرته نور ملګري او سرپرستان نه لرئ (ترڅو وکولای شي تاسو په خپله پناه کې وساتي) او په (ظالمانو باندې له تکيې وروسته د الله متعال له لوري) مو ملاتړ نه کيږي او بیا به (پر دښمنانو) بريالي نشئ!

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې