جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 شوال 1442

میلادی نېټه :     یکشنبه, 06 جون 2021 م

شمیره:      ۱۲/۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د عالمانو ترور او په جوماتونو کې چاودنې د وحشت او له الله سبحانه وتعالی سره د دښمنۍ اوج دی

په وروستي یو کال کې د افغانستان جوماتونه د هدفمندو بریدونو او چاودنو له یوې څپې سره مخ دي چې پکې سلګونه دیني عالمان، د جوماتونو امامان او د اسلامي ثقافت استادان وژل شوي دي. د افغانستان ځینو عالمانو دا بریدونه "د پوښتنې وړ" بللي دي او د پړې ګوته یې په نظام کې دننه کړیو ته نیولې چې په دې ترورونو کې ښکېلې دي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د عالمانو ترور او په جوماتونو کې چادونې او بریدونه په سختو ټکو غندي او هغه د وحشت اوج او له الله سبحانه وتعالی، د هغه له ګران رسول صلی الله علیه وسلم، مومنانو او لمونځ کوونکو سره دښمني ګڼي. ددې نه بښل کېدونکو جنایتونو عاملینو ټول اسلامي او انساني ارزښتونه او اصول تر پښو لاندې کړي دي.

پر عالمانو او جوماتونو بریدونه په یوه پېچلې استخباراتي لوبه بدل شوي چې پکې د عالمانو وژل او په مقدسو ځایونو کې بریدونه د سولې په پروسه کې د امتیاز اخیستو او د افغانستان په جګړه کې د ځینو ښکېلو عناصرو د عقدې پرانیستلو لپاره کارول کېږي.

د افغانستان مسلمان او مجاهد خلک باید پوه شي چې د عالمانو ترور یوه عادي قضیه نه ده، بلکې د هغو تر شا یو منظم او هدف‌مند پروګرام دی چې غواړي د برحقه رباني عالمانو غږ غلی کړي او خلک له جوماتونو او مقدسو ځایونو څخه لرې کړي. په واقعیت کې ددې نه بښل کېدونکو جنایتونو ګټه اشغالګرو، خاینو چارواکو، سېکولرانو او د مدنې ټولنې کړیو ته رسیږي چې د عالمانو او خلکو ترمنځ واټن رامنځ ته کوي او په پایله کې په افغانستان کې د سېکولریزم او بې‌دینۍ د تقویت سبب ګرځي. رباني عالمان هم باید پوه شي چې لاسپوڅی نظام د خاینینو، مفسدینو او د فحشا د مرکزونو د امنیت د خوندي کولو په لټه کې دی او د عالمانو او جوماتونو امنیت ته پام نه کوي. که د عالمانو ترور د هغوی پلورل شوو وجدانونو ته ټکان ورکولی، دغه ډول بې تفاوته نه پاتې کېدل.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې