شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 محرم 1443

میلادی نېټه :     جمعه, 13 آګست 2021 م

شمیره:      1443/2

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
متنفذین او سياسي مشران باید خلک د ډیموکراتیک نظام او دوه پاسپورته چارواکو لپاره د جګړې د لومړۍ کرښې مدافعین ونه ګرځوي

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني د ځینو سیاسي مشرانو او قومي متنفذینو سره د جمهوریت پر پایښت او دوام ټینګار وکړ او د دولت د وسلوالو مخالفینو د بریدونو پر وړاندې د ولسي پاڅونوالو د انسجام، همغږۍ، پیاوړتیا او چټک تجهیز پر سر تفاهم ته رسېدلي دي.

د حزب التحریرـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر مخلصو قومي متنفذینو او سیاسي مشرانو ته خبرادری ورکوي، چې په دې ویجاړوونکې جګړه کې خلک ښکېل نه کړي او د اوسني وراسته، فاسد او وینه څښونکي نظام د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره د مسلمانو ځوانانو وینې بې ځایه تویې نه کړي. 
حاکم ټيم هغه څو پاسپورته فاسد کسان دي، چې د افغانستان د خلکو د شتمنۍ پر غلا بوخت دي او د وضعیت له ترینګلتیا سره غرب ته تښتي. دغه پوړکی د دې خاورې خلکو ته په هېڅ ارزښت او اهمیت نه دي قایل. مګر اوس چې د مرګ او ژوند له برخلیک سره لاس او ګرېوان دي او د قدرت ستنې یې لړزېدلې دي، نو مشرانو او متنفذینو ته یې رجوع کړې، څو د دوی د نفوذ په کارولو او په جګړه کې د خلکو په ښکېلولو سره یې فاسد حاکمیت څو ورځې نور هم وغځېږي. 
اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې مخلص سیاسي مشران او قومي متنفذین په داسې حال کې چې خلک له هرې خوا کورنیو او بهرنيو فتنو کلابند کړي دي، هوښیاري وکړي، خپل اصلي رسالت ته پام وکړي او خپل شرعي تکلیف ادا کړي، څو هسې نه چې د پردیو د شومو پلانونو په دام کې ولوېږي او د وینې بهېدو د مخنيوي پر ځای، د جګړې د لمبو په زیاتولو کې مرسته وکړي. ځکه د ښکېلاکګرو قدرتونو، د دوی د لاسپوڅو او جاسوسي شبکو اصلي موخه د افغانستان د خلکو وژل او د ګډوډۍ راوستل دي، څو د زیاتو وینو په بهولو سره زیاته ګټه تر لاسه کړي. نو په داسې ګټوره او وینه بهوونکې سوداګرۍ کې باید ولسي پاڅونوال ګډون ونه کړي او خلک د لاسپوڅي او فاسد نظام د لومړۍ کرښې مدافعین ونه ګرځول شي. که نه، په جګړه کې د خلکو د ښکېلولو او هڅولو په اړه دغو مشرانو ته دغه آیت لوی خبرداری دی:

وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا [نساء:93]
که چا یو مومن مسلمان قصداً وواژه، نو جهنم به یې سزا وي او د تل لپاره به هلته وي او د الله سبحانه وتعالی په غضب به اخته وي او له خپل رحمت څخه یې لرې کوي او لوی عذاب یې ورته چمتو کړی دی.

د دې پر ځای حزب التحریر په افغانستان کې د امت مخلصین، ډلې، د ځواک او قدرت څښتنان دې ته رابولي؛ څو د خلافت د برخلیک ټاکونکې قضیې فرضیت او اهمیت درک کړي او پوه شي چې د افغانستان او سیمې د ستونزو حل، د سولې په پروسه او د جګړې په دوام کې نه دی نغښتی، بلکې د خلافت په تاسیس او د اسلام په هر اړخیز تطبیق کې نغښتی دی. نو په دې لاره کې له حزب التحریر سره یو ځای شئ او پوه شئ، چې د الله سبحانه وتعالی د مرستې لاس له هغو لاسونو سره دی چې اسلام اقامه کوي او هغه ته نصرت ورکوي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې