سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 جمادی الثانی 1438

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 09 مارچ 2017 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۴/۱۴۳۸

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
یوازې راشده خلافت د سیمې او نړۍ په کچه د اوبو د سرچینو ستونزه مدیریت کولی شي

د افغانستان ولسمشر د کب په ۱۵مه د اوبو په څلورم ملي کنفرانس کې له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د اوبو د شبکو او د بندونو د جوړېدو ملاتړ وکړي. نوموړي وویل: «اوبه د سمیې په همکاریو کې یو مهم لامل دی، د حقوقي چوکاټونو او د دوو یا څو اړخیزو ګټو پر اساس د تړونونو په تدوین له اوبو څخه د غوره ګټه اخیستنې لار هوارولی شو.»

د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر، د اوبو او د هغو د وېش د مکانېزم او ګټه اخيستو په اړه لاندې ټکي بیانوي:  

د "دولت ـ ملت "ملي ګټو" او "ملي پولو" نامشروع مفکورې، د سیمې او نړۍ په کچه د اوبو د تنظیم او له اوبو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې پر وړاندې خورا لوی خنډونه دي. په داسې حالت کې د اوبو د مسئلې د حل لپاره د هر ډول حقوقي چارچوکاټونو تدوین یو ناکام بشري ګام دی؛ ځکه دا چارچوکاټونه د "ملي ګټو" په اډانه کې چمتو کېږي او له اوبو څخه د عامې بشري ګټې اخیستنې حق، چې اسلامي نظام يې وړاندې کوي، په پام کې نه نیسي. په پایله کې دا چارچوکاټونه د اوبو ستونزه د تېر په څېر نه حل کوي، بلکې لا يې هم کړکېچنه کوي.

د اوبو او سیندونو هغه سرچینې، چې له پیله تر پایه په اسلامي قلمرو کې دننه جریان لري، ولو که له مختلفو اسلامي خاورو  څخه تېرېږي؛ بیا هم د مسلمانانو د عامه ملکیت یوه برخه ده، چې هېڅ هېواد یا وګړی يې د قطعي مالکیت ادعا نه شي کولی. بلکې ټول مسلمانان د شرعي احکامو او اړتیا سره سمه ترې ګټه اخیستی شي او په ګټه اخیستنه کې يې کوم ممانعت نشته؛ ځکه رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي:

"المُسلِمونَ شُرَكاءٌ في ثَلاثَ: فِي الكَلاَء، و الماءِ وَ النَّارِ".

یعنې: مسلمانان په دریو څيزونو کې سره شریک دي: په څړځای، اوبو او اور کې. "ابوداود"

د اوبو د رهبرۍ او مدیریت ټولو مفکرینو ته ثابته شوې چې بشري ايډیولوژۍ او نړیوال قوانین، د اوبو د تنظیم په اړه اساسي حل لاره نه لري او یوازینی حل يې په اسلامي نظام کې دی. نو د سیمې په کچه د اوبو د ستونزې د هواري لپاره لازمه ده چې د نبوت پر تګلاره راشده خلافت تاسیس کړو او پر بنسټ يې اسلامي خاورې یو موټی او يوه ټوټه کړو او د یو امت، یوې خاورې او یوه سیاسي نظام د مفکورو په حاکمولو سره د سیمې په کچه د اوبو د سرچینو په اړه د ملي ګټو پر بنسټ د سیاسي او اقتصادي کړکېچونو اصلي رېښه له منځه یوسو.

د اوبو له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په هکله د زیاتو معلوماتو لپاره، په لاندې لېنک کې «له سیندونو څخه د ګټې اخیستنې شرعي قواعد» تر نامه لاندې فقهي پوښتنې ته د حزب‌التحریر د امير ځواب ته مراجعه وکړئ:

http://hizb-afghanistan.org/article.php?aid=6260&lang=dari&category=25&parent=43

د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې