پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 ذولحجه 1438

میلادی نېټه :     جمعه, 08 سپټمبر 2017 م

شمېره:      ۰۲/۱۲/۱۴۳۸


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
حزب التحریر په خپلو احتجاجي غونډو کې د روهینګیا مسلمانانو له وحشته ډکه عاموژنه او د میانمار له قاتل رژیم سره د حسینې د حکومت د ګډو عملیاتو وړاندیز په سختو ټکو وغنده

(ژباړه)

حزب التحریر ـ ولایه بنګله دېش د چیتاګونګ او ډاکې په ټولو ښارونو کې د ۲۰۱۷ م د سپټمبر پر ۸مه د ماسپښین له لمانځه وروسته لاریونونه وکړل. په دغو لاریونونو کې د حزب التحریر غړو بیانیې وړاندې کړي، چې لاندې مواردو ته یې اشاره کولی شو:

۱. ویاندویانو  د روهینګیا د مسلمانانو پر وړاندې د میانمار رژیم وحشیانه عملونه او بېمخینې ظلمونه وغندل.

۲. ویاندویانو همدارنګه په بنګله‌دېش کې روهینګیایي مسلمانو وروڼو او خویندو ته د ځای نه ورکولو له امله د حسینې د دولت کړنلاره په سختو ټکو وغندله او دا یې يو نه بښوونکی عمل وباله.

۳. دغو ویاندویانو د اراکان سیمې د مسلمانانو پر وړاندې د میانمار له رژیم سره د حسينې د دولت د ګډو نظامي عملیاتو غوښتنه سخته وغندله.

۴. همدارنګه دوی د بنګله دېش له خلکو وغوښتل چې د میانمار له رژیم سره د بنګله‌دېش د حکومت هر ډول نظامي عملیاتو پر وړاندې راپاڅېږي، هغه رد او پر وړاندې یې ودرېږي.

۵. يادو ویادویانو د دې خاورې له مسلمانانو او په ځانګړي ډول له سیاستوالو او د واک له خاوندانو وغوښتل چې له حزب التحریر سره په کار کولو د حسینې دولت نسکور او رښتینی اسلامي خلافت تاسیس کړي؛ چې هغه خلافت به په ټوله اسلامي نړۍ کې د ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول زموږ د میانمار د مظلمو خویندو او وروڼو لپاره ډال شي او هغوی به د کفر له ظلم او د میانمار له وینه څښونکي رژیم څخه وژغوري.

اې مسلمانانو! د میانمار وینه څښونکی رژیم له راخینو بودایانو سره یو ځای چې په تورو، تفنګچو او وسلو سمبال دي او د بې دفاع مسلمانانو په وژلو، د بدن د غړو پرې کولو، سوځولو او جنسي تېريو لاس پورې کړی او په دغه لاره کې پر نوو زېږېدلو ماشومانو هم رحم نه کوي. دغه رژیم تر دې کچې پر خپل ظلم ټينګار کوي، هغه بې دفاع او د تېښتې په حال کې د ښځو، ماشومانو او سپينږيرو نارينه وو پر وړاندې په وسلو سمبالو موټرونو او درنو وسلو څخه کار اخلي. اوس غواړي په سرحدونو کې د ماينونو په اېښودلو سره تل لپاره د هغوی د بيا راتګ مخه ونيسي. د حسینې حکومت په دغه نسلوژنه کې د میانمار له رژیم سره غاړه پر غاړه مخ ته روان دی او هغوی ځای نه ورکوي. یو ځل بیا دغه مسلمانان د میانمار وینه څښونکي رژیم د مرمیو او  او فرش شوو ماینونو لور ته ورلېږي او د الله سبحانه وتعالی دغه امر ته په ډېرې بې شرمۍ نه وایي.

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِی الدِّینِ فَعَلَیكُمُ النَّصْرُ﴾

[انفال: ۷۲]

ژباړه: که (غیر مهاجر مومنان د نورو له ظلم څخه) د خپل دین په اساس له تاسو څخه مرسته وغواړي، نو له هغوی سره مرسته پر تاسو واجبه ده.

پر دې سربېره دغه رژیم د اسلام پر ضد یو ګام مخکې اېښي او د میانمار په اراکان سیمه کې یې د مسلمانانو پر وړاندې د میانمار له رژیم سره د ګډو نظامي عملیاتو وړاندېز کړی. د ۲۰۱۷ م د اګېسټ پر ۲۸مه د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیر د میانمار حکومت ته په یوه رسمي غوښتنه کې، چې زموږ د وروڼو او خویندو وژل یې دنده ده؛ وویل: «د بنګله‌دېش دولت چمتو دی چې له دغه دولت سره د تروریزم پر وړاندې مبارزې په عملیاتو کې برخه واخلي.» د روهینګیایي مسلمانانو ستونزه یوازې د بنګله‌دېش له حکومت څخه په غوښتنو حل کېږي؛ خو یاد حکومت به له دوی سره مرسته ونه کړي، ځکه د دوی په سینو کې  د اسلامي امت درد نشته. دا هم حل لاره نه ده چې دغه رژیم هر ځل چې روهینګیایي مسلمانان له نسلوژنې سره مخ کېږي، هغوی ته د مهاجرو په توګه سرپناه ورکړي؛ ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت په خپلو اسلامي خاورو کې مهاجر نه دی. حل لاره همغه یو ځل بیا د رښتیني اسلامي خلافت تاسیس دی، چې په دغه سیمه کې به ظلم ته د پای ټکي اېښودلو لامل شي؛ چې هغه د میانمار د رژیم پر وړاندې جهاد او د یاد رژیم او بودایانو له منګولو څخه د اراکان سیمې د فتحې لپاره د اسلامي خلافت تر رهبرۍ لاندې د بنګله‌دېش د اردو د وسله والو ځواکونو لېږل دي.

هغه کار چې ستاسو مسؤولیت دی، د بنګله‌دېش په اردو کې له سرتېرو وغواړئ چې دغه رژیم نسکور او واک حزب التحریر ته وسپاري؛ څو دغه حزب د نبوت پر تګلاره خلافت تاسیس کړي او امت خپل پخواني عزت ته ورسوي. تاسو باید دغه پیغام په اردو کې خپلو ملګرو، د کورنۍ غړو او خپلوانو ته ورسوئ. له هغوی سره خبرې وکړئ او فشار پرې راوړئ چې له همدې لارې موږ او تاسو خلافت ته ورسېږو. یوازې خلافت د ټولې نړۍ د مسلمانانو اساسي او بنسټیزه حل لاره ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ یقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَیتَّقَى بِهِ» (صحیح مسلم)

ژباړه: یوازې امام (خلیفه) ستاسو ډال دی چې تاسو یې تر شاه جګړه کوئ او په واسطه يې ساتل کېږئ.

د حزب التحریر ـ ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې