جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 ربیع الاول 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 08 ډسمبر 2017 م

شمېره:      ۰۳/۰۳/۱۴۳۹

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د یهودو د صهیونیستي ناروا دولت د پلازمېینې په توګه د «بیت المقدس» د رسمي کولو له امله د «حزب التحریرـولایه بنګله دیش» پراخ لاریونونه

(ژباړه)

حزب التحریرـولایه بنګله دیش د ۲۰۱۷م د دسمبر په ۸مه د ‌‌ذکا او چیتاګان ښارونو په ټولو جوماتونو کې د جمعې له لمانځه څخه وروسته د امریکا په لاس جوړ شوي صهیونیستي ناروا دولت د پلازمېینې په توګه د «بیت المقدس» د رسمي کولو له امله پراخ لاریونونه وکړل. د ویناوو په لړ کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرې په کلکو ټکو وغندلې او د عربو او اسلامي نړۍ خاین حکام یې، چې تل د ټرمپ غوښتنې په ورین تندي مني د دغې کړنې اصلي لاملین وګڼل. په رښتیا چې د مسلمانو حکامو دغې کړنې د اسلام دښمنانو ته دا جرت ورکړ، چې د مسلمانانو له احساساتو سره لوبې وکړي او په ښکاره ډول د قدس سپېڅلی ښار د یهودي ناروا دولت د مرکز په توګه اعلان کړي.

ویناوالو همداراز وویل، چې د تمساح اوښکې او د مسلمانو او عربو حکامو نمایشي لاریونونه د دوی د نیمې پېړۍ خیانتونه نه شي پټولی. په ۱۹۴۸م کال کې د قدس له اشغال راهیسې دغه پلورل شوي حکام، تل په احساساتي او تش په نامه خبرو او د قضیو پر غندلو مسلمانان غولولي او په اړه یې هيڅ اغېز نه دی درلودلی. په حقیقت کې د مسلمانو خاین حکام د بیت المقدس د ازادۍ په فکر کې نه دي، بلکې ډېری وخت د «یهودي دولت د دفاعي ځواک» په توګه د دغه دولت پر وړاندې د مسلمانانو د اقدام خنډ ګرځېدلي دي. نو نه حیرانېږو ځکه چې د کفارو مشر ټرامپ په سیمه کې خپلو لاسپوڅو لکه: د اردن پاچا عبدالله، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان او د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته وویل، چې له ده سره ملګرتیا وکړي. (سرچینه: ګارډین مجله، د ۲۰۱۷م د دسمبر ۶مه)

ټرامپ په خپلو مغرورانه خبرو سره جوته کړه، چې په څومره ښه اسلوب یې اسلامي امت په خپلو منګولو کې نیولی دی. همداراز نه حیرانېږو، چې اردوغان مسلمانانو ته قدس «سره کرښه» بولي. زموږ سوال له دغه ماهر ریاکار څخه، چې خپل خیانتونه په پوچو او بې معنا خبرو پټوي دا دی: ایا د مسلمانانو له قاتلینو (صهیونستي اشغالګرو) سره د څو بیلیون ډالري ګازو او نظامي وسایلو د معاملې تر سره کول له سرې کرښې څخه تېرېدل نه دي؟ نو څه لامل شوي چې وایي، قدس مسلمانانو ته سره کرښه ده؟ ایا د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو پرې کېدو ته اندېښمن دی؟ ایا له صهیونستانو سره د قوي دیپلوماتیکو اړیکو ساتل د مسلمانانو پر وړاندې خیانت نه دی؟ الله سبحانه وتعالی به وایي:

اې مسلمانانو! د قدس خاوره د حضرت عمر او بیا د صلاح الدین ایوبي په مشرۍ د اسلام له دښمنانو څخه ازاده شوه او دغه خاوره د نړۍ د ټولو مسلمانانو تر منځ امانت ده. د دغه امانت ساتل او له قدس سره واقعي محبت په دې معنا ده، چې د صهیونستانو له اشغال څخه د قدس په شمول د فلسطین ټولې سیمې ازادې شي. نو له دې وروسته د داسې خاینو چارواکو په فصیحو او بلیغو خبرو نه غولېږو، چې د کفارو له لاسه د دغې سپېڅلې خاورې د بیا نیولو لپاره هېڅ اقدام نه کوي. سمه نه ده چې خپل ځانونه د یهودي دولت د پلازمېینې په توګه د بیت المقدس د رسمي کولو پر خبرو اترو مصروف کړو؛ بلکې باید خپل سیاسي فعالیتونه چټک او راشده خلافت تاسیس کړو، چې په خپل حاکمیت سره د غرب په لاس جوړ شوی صهیونستي ناروا دولت له منځه یوسي.

اې مسلمانانو! زموږ غږ ته لبیک ووایئ؛ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ژمنې سره سم به «بیت المقدس» د خلافت مرکز وي. راشئ له حزب التحریر سره یو ځای د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره مبارزه وکړئ او دا مو یاد وي، چې یوازې د خلافت دولت هغه زهر له منځه وړلی شي، چې غرب د مسلمانانو په زړه کې شیندلي دي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«هَذَا الأَمْرُ كَائِنٌ بَعْدِي بِالْمَدِينَةِ، ثُمَّ بِالشَّامِ، ثُمَّ بِالْجَزِيرَةِ، ثُمَّ بِالْعِرَاقِ، ثُمَّ بِالْمَدِينَةِ، ثُمَّ بِبَيْتِ الْمَقْدِسِ، فَإِذَا كَانَ بِبَيْتِ الْمَقْدِسِ فَثَمَّ عُقْرُ دَارِهَا، وَلَنْ يُخْرِجَهَا قَوْمٌ فَتَعُودَ إِلَيْهِمْ أَبَدًا»

ژباړه: له ما به وروسته خلافت په مدینه کې وي او وروسته به په شام کې او  بیا به د عربو په شبه جزیره کې وي، ورپسې به په عراق کې او بیا به په مدینه او وروسته به په بیت المقدس (قدس) کې وي، په بیت المقدس کې به د اسلامي دولت له واکمنېدو وروسته هېڅوک ونه شي کولی، چې هغه له منځه یوسي او هملته به ثابت پاتې کېږي.

د حزب التحریرـولایه بنګله دیش مطبوعاتي دفتر

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې