پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 صفر 1440

میلادی نېټه :     جمعه, 02 نومبر 2018 م

شمېره:      ۰۴/۱۴۴۰

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
حزب التحریر-ولایه بنګله‌دېش د هغه خاینانه تړونو پر وړاندې لاریون وکړ چې هند ته اجازه ورکوي، ترڅو زموږ بندرونه د خپل ترانزیټ لپار وکاروي

حزب التحریر-ولایه بنګله‌دېش د ۲۰۱۸ د نومبر په دویمه د جمعې له لمانځه وروسته د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې په ګڼ شمېر جماتونو کې له هند سره د حسینې رژیم د هغو خاینانه تړونو پر ضد اعتراضونه او لاریونونه وکړل، چې هند ته اجازه ورکوي، ترڅو زموږ بندرونه د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد لپاره وکاروي. دا تړونونه د حسینې خاین حکومت د ۲۰۱۸ د اکتوبر په ۲۵ مه له هند سره لاسلیک کړل، چې له مخې یې هند کولی شي د مونګلا او چیتاگونگ بندرونه د توکو د لېږد رالېږد لپاره وکاروي، چې په دې سره به د هند شمال ختیځ ایالتونه سوداګرۍ ته لاسرسی پیدا کړي. ویناوالو دا تړون په داسې حال کې چې ټاکنې هم را نېږدې شوې، یوه سیاسي ماتې وبلله. دوی وویل چې حکومت د خپل دوامداره خیانت، فساد او ظلم له امله د عامو وګړو ملاتړ او باور له لاسه ورکړی. نو ځکه حسینه د خپلو بهرنیو بادارانو د خوشحاله کولو لپاره له هرې لارې چارې کار اخلي. دا یوازې یوه بېلګه ده چې د بنګله دېش ملي امنیت ته شا کړي او دښمن هېواد ته دا رنګه ترانزیټ ورکړي.

له بل لوري د بنګله‌دېش ملتپال ګوند مشران چې ځانونه د ملت ساتونکي بولي، دوی هم د حسینې پر پله قدم ږدي او هڅه کوي چې واک ته د رسېدو لپاره د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او هند ملاتړ تر لاسه کړي او په ډېره بې شرمۍ په خپلو موخو کې د اشغالګرو ګټې په پام کې نیسي.

همدا راز ویناوالو وویل چې د تېرو درېیو لسیزو په بهیر کې د بنګله دېش ملتپال ګوند د تش په نامه ډیموکراتیک سیاست مشران، لامل شول چې د بنګله دېش خاوره د مشرک هند او کافرو امپریالیستانو لپاره لوبغالی وګرځوي. دوی له دغه فرصت څخه په ګټې اخستنې سره وکولی شول چې پر سیمه د خپلې سلطې ټنیګولو لپاره زموږ په جغرافیه کې خپله شیطاني پانګونه وکړي، ترڅو د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو لپاره زموږ ستراتیژیکې سرچینې او ځایونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

په پای کې ویناوالو پر مسلمانانو غږ وکړ چې د عوامي BNP ګوند د اشغالګرو کفارو غلامانو فاسد سیاست ته شا کړي او د راشده خلافت د بیا تاسیسولو لپاره د حزب التحریر تر رښتینې رهبرۍ  لاندې سره یو موټی شي. دوی وویل چې یوازې خلافت اسلامي امت د اشغالګرو کفارو له سلطې څخه خلاصولی او له اشغالګرو کفارو سره ټول دا ډول کرغېړن تړونونه لغوه کولی شي، چې دوی زموږ پر پوځ، اقتصاد او ستراتیژیکو سرچینو د خپلې ولکې ټینګولو لپاره لاسلیک کړي. خلافت به پورته ټولې سترې سرچینې او د امت ځواک د یو دولت تر سیوري لاندې سره یو موټی کړي او د شیطانې امریکا، بریتانیا هند او نورو ککرۍ به ورماتې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَنْ يَجْعَلَ اللهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً﴾ [نسا:۱۴۱]

الله سبحانه وتعالی د کافرانو لپاره پر مسلمانانو د برلاسي کېدو هېڅ لاره نه ده جوړه کړې.

د حزب التحریر-ولایه بنګله‌دېش مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې