جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 06 فبروری 2019 م

شمېره:      03/1440

ولایة تانزانیا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
«قمار» د پانګوال نظام ګټوره سوداګري

(ژباړه)

د تانزانیا په لر او بر کې د قمار زیاتېدو او پرې د ډېریو ځوانانو مبتلا کېدو شور جوړ کړی. د قمار معامله کوونکو په قانوني توګه د خپل قمار مرکزونه په دولت کې ثبت کړي او دولت ته مالیه هم ورکوي. قمار نه یوازې د خلکو پر اخلاقو منفي اغېز کړی، بلکې د شتمنیو د له منځه تلو، د خلکو د لټۍ، بې صبرۍ او کورنیو شخړو لامل شوی. له بله اړخه د ځینو کورنیو له لوري قمار ته مخ کولو، خلک هڅولي چې په لږ وخت کې ډېره شتمني تر لاسه کړي.

دولت هم له قماره ډېره ګټه تر لاسه کوي. نو ځکه څه نه وایي او خلک ورته هڅوي، څو دغه کار زیات شي. دغه راز ډېریو رسنیو د دولت ډول ته په ګډا، قمار فضا کړ او ځوانان په لږ وخت کې د ډېرې شتمنۍ لاس ته راوړو فکر، سعادت او ډېرو مصارفو ته هڅوي.

دولت په 2014ـ 2015م کلونو کې 15.3 میلیارده ډالر د قمار له مالیې تر لاسه کړل. دغه ارقام په 2015ـ 2016م  کلونو کې 24.4ملیارده او په 2016ـ2017م کلونو کې36.8ملیاده ډالرو ته ورسېد.

د تانزانیا د هېواد په پارلمان کې، د مالي قانون له 201مادې او 4بند سره سم د قمار د ګټې راټولولو غوښتنه وړاندې شوه. څو  په قماربازۍ کې اصلاحات راشي، ګټه راټولول او د ګټې تخمین یې د دولت په غاړه شي.

په رسمي بڼه د قمار زیاتېدل، د پانګوال نظام اساس او جوړښت ښيي. چې د تانزانیا په ګډون یې پرمختللي هېوادونه اغېزمن کړي. دغه نظام یوازې په یوه شي تمرکز کوي، هغه هم په هر حالت کې د ګټې پر زیاتېدو، حتا که د فرد یا افرادو په زیان هم تمام شي.

اساساً هر دولت چې پانګوال نظام لېږدوي، نه یوازې په ګټه تمرکز کوي، بلکې دغه موخه تعقیبوي. د پانګوالۍ په اصلیت تر پوهېدو وروسته په ډاګه کېږي، چې دغه نظام په بشر هېڅ رحم نه کوي او تشویش یې هم نه لري او پر نړۍ د حاکمیت وړتیا هم نه لري. د دې لپاره چې کاملاً د قمار له افت څخه ځان خلاص کړئ، دې ته اړتیا ده، چې د پانګوالې اېډیولوژۍ پر ځای د اسلام اېډیولوژي ځایناستې کړو، چې د اعمالو معیار یې یوازې حلال او حرام دی. هېڅکله ګټه لومړیتوب نه ټاکي. ددې ترڅنګ د اسلامي شریعت پلي کول زموږ مکلفیت دی او دغه نظام له ځان، مال، عزت او د بشر له نسله ساتنه کوي.

مثلاً: اسلام له الکولو، زنا، سود او داسې نورو مخنیوی کوي. ان که د انسانانو په ګټه هم وي. قمار په اسلام کې د ګټې په نه پام کې نیولو سره سره قطعاً حرام دی. هر هغه څوک چې سالم عقل لري باید پوه شي، چې قمار د کینې او دښمنۍ لامل ګرځي. دغه راز خلک یې غولولي چې کولای شي، په اسانۍ ډېرې پیسې تر لاسه کړي.

إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ

[مائده: 91]

ژباړه: شیطان د قمار او شرابو په وسیله ستاسو تر منځ کینه او دښمني اچوي. د الله سبحانه وتعالی له ذکر او لمانځه مو راګرځوي. ایا له دغه ټول فساد، زیان  او سترې منع سره سره به یې مخنیوی وکړئ؟

مسلمانان مکلف دي، چې نه ستړې کېدونکی کار وکړي، څو اسلامي نظام د خلافت دولت تر حاکمیت لاندې د سوداګرۍ قوانین وضع کړي. او غیر مسلمانان باید اسلام ژور مطالعه کړي څو هغه اېډیولوژي چې بشر ژغوري د پانګوالې چټلې اېډیولوژۍ پر ځای غوره کړي.

مسعود «مسلم»

د حزب التحریرـ تانزانیا ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې