جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 شعبان 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 03 اپریل 2020 م

شمېره:      ۱۲/۱۴۴۱

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
«اسلام د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه کوي»

د انلاین تړلي پروګرام په ترسره کولو سره  د ۲۰۲۰ز کال د مارچ په ۲۸مه «اسلام د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه کوي»  تر سرلیک لاندې کمپاین چې موږ د ۲۰۲۰ز کال د جنوري میاشتې په ۲۱مه پیل کړی و، د کرونا ویروس پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو له امله وختي پای ته ورسېد. د پروګرام په پای کې ۲۱ کسانو ګډون کړی وو (پنځو په سټوډیو او ۱۵ نورو د ژوندي پروګرام له لارې). په دوی کې اکاډمیک پوهان، لیکوالان او د مدني سازمانونو استازي شامل وو. د غونډې په پای کې د «اسلام د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه کوي» د کمپاین ورستۍ وینا ولوستل شوه او په لاندې موضوعګانو باندې ټینګار وشو:

کورنۍ یقیناً د ټولنې بنسټ دی او راتلونکی زموږ د ماشومانو دی. په حقیقت کې له ناسمو افکارو، چلند او کړنو څخه د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه هغه وخت رامنځ ته کېږي، چې په ټولنه کې د اسلام احکام په عادلانه توګه پلي شي او نړۍ ته د هغه پیغام ورسوي. کله چې د نارینه او ښځې ساتنه وشي، لکه څنګه چې دواړه لوري یو له بل سره واده کوي، تر څو کورنۍ تشکیل او له ماشومانو څخه د اړیکو د مېوې په توګه ساتنه وکړي، دا نه یوازې له اسلام سره د دوی اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د ټولنې د غښتلتیا او ثبات لامل ګرځي. په هر حال، کله چې واده فاسد شي، د ښځې او سړي اړيکې فاسدېږي، تر څنګ یې د کورنۍ اړيکې هم د فساد پر لور کش کاږي او بالاخره ټول قوم فاسدوي، ټولنه کمزورې کوي او په لومړي ټکان سره راپرځېږي. د کرونا ویروس چې په نړۍ کې خپور شوی، پر وړاندې یې نن زموږ سره اوږه په اوږه ودرېږئ، تر څو یو ځل بیا د همکارۍ او د ټولنې د یووالي مهم ارزښت تصدیق کړئ. 

موږ حزب التحریرـ ولایه ترکیه د ۲۰۲۰ز کال د جنوري په لومړۍ د «اسلام د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه کوي» تر سرلیک لاندې کمپاین پیل کړ چې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې مو ۲۹ سمینارونه او لکچرونه وړاندې کړل او د کرونا ویروس له امله مو ۲۶ نور لکچرونه او سمینارونه فسخه کړل. د کمپاین د موضوع په جریان کې موږ له هغو ګوندونو سره اړیکې ټینګې کړې چې موږ باور درلود دوی هم د کورنۍ د ساتنې په مسئله کې ورته اندېښنې لري. د مدني سازمانونو، سیاسي ګوندونو، ښاروالانو، د رسمي ارګانونو رییسانو، لیکوالانو او د رسنیو له استازو سره مو د اساسي حل لارې په موخه مشورې او نظریات تبادله کړل، د کمپاین په موخو وغږېدو او د هغوی د ملاتړ غوښتنه مو وکړه. په دې برخه کې موږ ۵۴۷ لیدنې وکړې، هغه کتاب چې موږ د دې موضوع په اړه چمتو کړی و، ۵۵،۰۰۰ نسخې مو یې ووېشلې، د انلاین لاسلیکونو راټولولو کمپاین مو پیل کړ، تر څو د استانبول کنوانسیون او ۶۲۸۴ شمېرې قانون لغو کړو، موږ  ۱۱۰،۰۰۰ لاسلیکونه تر لاسه کړل.

موږ د الله سبحانه وتعالی شکر ادا کوو چې موږ له ډېرو ښو برخو څخه ملاتړ او مرستې تر لاسه کړي او موږ همدا راز له ټولو هغو کسانو څخه منندوی یو چې  زموږ سره یې په کمپاين کې ګډون وکړ، زموږ پر مخ یې دروازې پرانیستلې او زموږ غوښتنو ته یې ځواب وویلو. د نظر خاوندانو، لیکوالانو، پوهانو، پروفیسورانو ، ګرانو شیخانو او ټولو هغو مسلمانانو ته چې په دې کمپاین کې یې مرسته وکړه، د الله سبحانه وتعالی له درباره ورته د خیر غوښتنه کوو.

موږ حزب التحریرـ ولایه ترکیه یو ځل بیا تکراروو او وایو چې موږ د کورنۍ، نسل او ټولنې د ساتنې لپاره له مسلمانانو سره کار کوو. که څه هم زموږ کمپاین «اسلام د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه کوي»، تر سرلیک لاندې پای ته ورسېد، مګر ستونزه لا هم نه ده هواره شوې. له شک پرته یوازینۍ حل لاره دا ده چې اسلام زموږ د ژوند په ټولو اړخونو کې حاکم شي. تر هغه وخته پورې چې دا لاسته راوړو، موږ به خپل کار ته دوام ورکوو او د الله سبحانه و تعالی په مرسته به دغه هېواد ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منهج پر اساس بېرته د راشده خلافت تر سیوري لاندې نړۍ ته امنیت او روغتیا راګرځوو او ان شاالله د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ (رایه) به لوړ راځړوو. موږ خپل کار او هڅه کوو، بریا د الله سبحانه وتعالی له لوري ده.

د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې