جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 جمادی الثانی 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 06 فبروری 2021 م

شمېره:      ۰۴/ ۱۴۴۲

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت او حزب التحریر د بد نامولو هڅې ناکامې دي

موږ د ۲۰۲۱م کال، د جنوري په ۲۹مه، د حزب التحریر-ولایه ترکیه تر عنوان لاندې د خلافت د ړنګېدلو په مناسبت د استانبول په اسکاودار کې یوه ویډیو ډکه کړه. د ویډیو ډکولو پر مهال یوې سیکولارې کمونیستې ښځې زموږ د وروڼو ویډیو پر خپله ټولنیزه رسنۍ خپره کړه او د پولیسو ادارې ته یې خبر ورکړ. له دې وروسته ځینو سیکولرو رسنیو ناسم خبرونه خپاره کړل او د حزب التحریر د بدنامولو هڅه یې وکړه.

زموږ وروڼه د ۲۰۲۱م کال، د فبرورۍ په ۳مه، د سهار په ۱۲بجو په استانبول ښار کې د جمهوري ریاست د څارنوالۍ له امر سره سم ونیول شول. د هغه کس اخطار یې تصویب کړ چې په پوست کې یې لیکلي وو: «داعش دلته نیږدې په استانبول کې چکر وهي، ایا تاسو ورسره همغږي یی؟ زه نه پوهیږم چې تاسې د هغو خلکو په اړه خبر یی، چې په اسکاودار کې د خلافت شعار ورکوي؟»

نیول شوی کسان محمد امین یلډیرین، رمضان ګوموش، مصطفی میرت او فاروق اوزمان د دوی له اظهاراتو وروسته پر سبا ماښام له یوې ورځې توقیف وروسته ازاد شول. خو ۱۵کلن کریم کراهیسار پرون له دوه ورځني توقیف وروسته ازاد شو. موږ حزب التحریر-ولایه ترکیه د دغو وروستیو تحولاتو په اړه لاندې ټکې بیانوو:

لومړی: حزب التحریر هغه ډله ده چې فکري او سیاسي فعالیتونه ترسره کوي. د داعش په څېر تاوتریخوالي ته لمن نه وهي،  له ظلم او تاوتریخوالي سره هیڅ نیږدې او لیرې اړیکه نه لري او دا موضوع د ترکیې خلکو ته ډېره ښه واضح ده. سره له دې بیا هم، د استانبول عمومي څارنوالۍ او د پولیسو ادارې د ظلم او ترور لاره غوره کړه. زموږ د وروڼو پر کورونو یې پر نیمه شپه برید وکړ او د هغې ناپوهې ښځې، چې ځان وکیله بولي،  له دروغو څخه ډک پوست تایید کړ. چې دا اصلاً د منلو وړ نه ده. سربیره پردې، که چیرته دې پوست رسمي څیړنو ته اړتیا درلوده، نو د پولیسو ادارې کولای شوی چې د ټیلفون له لارې دوی وروغواړي او دوی به هم ځواب ورته ویلی وو. دا ظالمانه طریقه او تګلاره د عمومي څارنوالۍ او د پولیسو له لوري دحزب التحریر د غړو د وېرولو او بدنامولو لپاره وه، چې مجرم نه دی او دا یوه بې مانا هڅه ده. په هر صورت حزب التحریر ټولنې ته ډېر ارزښت لري او تاسي نور نه شی کولای له دې لارې دغه شهرت ته زیان ورسوئ.

دویم: خلافت له ۱۰۰ کلونو راهیسې د مسلمانانو هیله ده، چې پلازمینه یې استانبول و،  موږ د حزب التحریر-ولایه ترکیه شپه او ورځ کار کوو ترڅو د ترکیې او ټول امت د مسلمانانو دغه هیله پوره کړو او دې کار ته به تر هغه وخته ادامه ورکوو، ترڅو خپلې موخې ته ورسیږو. زموږ موخه د نبوت پر منهج راشده خلافت په بیا تاسیس کولو سره د الله سبحانه وتعالی رضا تر لاسه کول دي. که څه هم ډیری کمالیست سیکولران او د اسلام دښمنان دا نه غواړي. مګر د الله سبحانه وتعالی په رضا به د اسلامي ژوند کولو لار یو ځل بیا د نبوت پر منهج د راشده خلافت په راتګ سره ادامه مومي. که څه هم د دې لارې د لغوه کیدو ۱۰۰ کاله کیږي. مګر خلافت د اناتولیا د خلکو غوښتنه او هیله ده ځکه چې دغه ځمکه له اسلام سره یو ځای ده، غربي افکار او عقاید چې سیکولریزم او ډیموکراسي یې تغذیه کوي هیڅکله دلته ژوند نه شي کولای. دلته هېڅکله د LGBTQ جامعې الحاد او فرعي سازمانونو ته چې اسلام او کعبې شریفې ته سپکاوی کوي او دا خلک او ځمکه فاسدوي ځای نشته.

په پای کې، موږ د غیر دولتي سازمانونو له استازو، ژورنالیستانو، لیکوالانو، رسمي کسانو او ټولو مسلمانانو څخه مننه کوو چې په خپلو بیانونو او آنلاین پوسټونو کې یې د دغو کسانو له نیولو وروسته زموږ ملاتړ کړی دی. الله سبحانه وتعالی دې له هغو کسانو څخه راضي شي، چې د الله سبحانه و تعالی په لاره کې د کار کوونکو تر څنګ درېږي.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ]

ژباړه: «ای مومنانو که تاسې له الله سبحانه و تعالی (د دین) سره مرسته وکړئ، نو هغه به ستاسې سره مرسته وکړي او ستاسې قدمونه به کلک کړي.» [محمد: ۷]

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیسړئ

د حزب التحریر-ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې