جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 رجب 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 30 مارچ 2018 م

شمېره:      ۱۶/۱۴۳۹

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د هېواد پلورل د دولت یوازینۍ پالېسي ده

( ژباړه )

د عامه چارو هر څارونکي ته دا خبره ورځ تر بلې روښانه کېږي چې یوازینی سیاست چې دولت یې د اقتصادي او مالي کړکېچونو لپاره لري؛ هغه د (( په دولتي بنسټونو کې اصلاحات)) تر نامه لاندې په استعماري کمپنیو باندې د هېواد د ملکیت پلورل دي. د دې کار لپاره یې پلمه دا ده چې دغه بنسټونه په خپل کار کې ناکام او زموږ پر بودیجه بار دي؛ نو باید له منځه یووړل شي!

دولت (د رسنیو او برېښنایي وېبپاڼو له لارې) د یوازینۍ حللارې په توګه د دغو بنسټونو او موسسو پلورل پیل کړي. د حکومت مشر، یوسف چاهېد د پارلمان د غړو په مخ کې له اقتصادي او مالي کړکېچونو څخه په وتلو کې د خپلې ادارې ناکامي ومنله؛ خو ویې ویل چې لامل یې د «لویو اصلاحاتو» ناتواني وه چې د وزیرانو شورا لخوا تصویب شوي وو. نوموړي وویل چې دی او اداره یې دې ته ژمن دي چې د ده په وینا د «لویو اصلاحاتو» له کاري پلان سره سم مخته لاړ شي مګر په هر حال نوموړی به په دې اړه په سیاسي کچه قیمت ورکړي. د حکومت وینا او د رسنیو پالیسي د دې لپاره دي چې د خلکو ذهن د دې خبرې منلو ته چمتو کړي چې د عامه موسسو د له منځه وړلو په باب د پیسو نړیوال صندوق هغه شرایط پلي شي چې دولت یې مخکې له مخکې د نورو پورونو په بدل کې منلو ته غاړه اېښې ده. دا هغه حللارې دي چې د نړیوالې بانکدارۍ د هغو متخصصینو لخوا وړاندې شوې چې په تونس کې د مالي او کړکېچ پای ته رسولو لپاره د میراثي حکومتونو له لوري د سلاکارانو او وزیرانو په توګه ګومارل شوي دي.

مات اقتصاد او مالي کړکېچونو او همدارنګه د ژوند کولو لوړو لګښتونو په تونس کې زموږ خلک تر پزې راوستلي دي. همداراز د دینار د ارزښت کمېدل، د خلکو پر کارونو د حرامو مالیو فشار او داسې نورې ستونزې له لسیزو راهیسې د پانګوال نظام د  پلي کولو او دې ته د فکر نه کولو ترخې پایلې دي چې دا نظام د خلکو د ستونزو په حلولو او دوی ته سوکالۍ په راوړلو کې ناتوانه دی. بل لوی لامل یې د پیسو نړیوال صندوق د تباه کوونکې تګلارې مطابق کار کول دي: (د سب سایډي زیاتول – د روغتیا، ښوونې او روزنې، اوبو او د خلکو د نورو ګټو په برخه کې د دولتي لګښتونو کمول، د دولتي موسسو په ځانګړي توګه د ګټورو موسسو خصوصي کول چې پانګوال شرکتونه وکولای شي چې د هېواد شتمني لوټ کړي). د پیسو د نړیوال صندوق د تګلارې موخه دا ده چې هېواد یوازې د دې وړتیا پیدا کړي چې سود لرونکي پورونه بېرته ادا کړي، چې دا تګلاره د دې د تلپاتي غلامۍ وسیله ده!!

اې مسلمانانو:

د استعمار لخوا رامنځته شوی رژیم به یوازې د استعمارګرو په چوپړ کې وي، د هغو شرکتونو ساتونکی به وي چې ستاسو شتمني لوټوي او د هر هغه چا پر وړاندې به درېږي چې د هېواد د ازادولو هڅه وکړي او وغواړي چې د «دروغجنې ازادرۍ» کنوانسیون افشا کړي. حاکم رژيم په دې کې هېڅ دوه زړی نه دی چې له عامه شرکتونو څخه د خپلو خلکو شتمني وپلوري ( لکه څنګه چې پخوا یې تر ځمکې لاندې شتمني ضایع کړې) او د دې درواغو په ویلو به یې سترګې هم پټې نشي چې پلورل خپله پرېکړه وښیي او داسې وښیي چې له کوم بهرني امر سره هېڅ تړاو نه لري.   

یو داسې رژیم چې د خپلو شرکتونو د چلوولو وړتیا نه لري، مالي وضعیت یې نشي اصلاح کولای او له فساد سره مبارزه یې تر وس تېره ده او د هېواد مشري نشي کولای پرته له دې چې په پورونو کې یې غرق او له مالي ماتې سره یې مخ کړي.

اې مسلمانانو:

نن ورځ موږ یو داسې دولت نه لرو چې زموږ او زموږ د ټولو چارو په اړه فکر وکړي او دا زموږ لازمي دنده ده چې یو ریښتنی دولت تاسیس کړو چې له هر ډول استعماري اړیکو پاک وي؛ یو داسې دولت چې په خپلو پرېکړو کې د امت د ګټو په فکر کې وي او داسې اقتصادي او سیاسي نظام غوره کړي چې له اسلامي سیاسي اصولو څخه اخیستل شوی وي.

موږ پوهېږو چې دا دنده یوه داسې فریضه ده چې الله سبحانه و تعالی یې پر ټولو مسلمانانو امر کړی، په ځانګړې توګه پر هغو چې  قدرت او نفوذ لري؛ چې اوسنی امت او راتلونکي نسلونه یې د بایلونکو او غلامانو په لاسونو کې له لاسه ورنه کړي.

حزب التحریر- ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

ژباړه: احمد خالد

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې