پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 شوال 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 04 جون 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۲۸

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په کوچني اختر کې د تونس چارواکو د اسلام پر بنسټ د سیاسي کار مخنیوی وکړ

(ژباړه)

د ۲۰۱۹م د جون په ۳مه د کایراون تر واک لاندې د بوهیجلا د مرکز دوو امنیتي کسانو د بدرالدین صفصفي او موعظ الفلاح په نامه د حزب التحریر دوه غړي په دې ګناه ونیول، چې د حزب التحریر هغه لوحې یې ښکته نه کړې چې اسلامي امت ته د اختر د مبارکۍ پیغام پکې لیکل شوی و. که څه هم یادې لوحې د محلي شورا په اجازه په یوه ټاکلي ځای کې لګول شوې وې، خو بیا هم د امنیتي کسانو لخوا په زور ښکته شوې.

دوی دواړه کسان مرکز ته یووړل. هلته یې پر امنیتي مزاحمت تورن کړل، سپکاوی یې ورته وکړ، په وهلو یې وګواښل او حتا امنیتي کسانو د روژې په مبارکه میاشت کې د دغه مذهبي دود پر وړاندې الله سبحانه وتعالی ته هم سپکاوی وکړ. په دوی پورې اړونده یوه قضیه یې ثبت کړه او په دې شرط راخوشي شول، چې د ۲۰۱۹م کال د جون په ۷مه به بېرته راځي، څو قضیه یې وڅېړل شي او څارنوالي یې په اړه حکم وکړي.

دا بې انصافي ښيي چې په تونس کې چارواکو د اسلام پر بنسټ د سیاسي فعالیتونو پر وړاندې جګړه پیل کړې، او هر اسلامي فعالیت او هڅه د دې شاهد دی چې هلته چارواکي له هر اسلامي سیاسي فعالیت څخه په وېره کې دي. حتا د اختر د مبارکۍ پیغامونه هم جرم بولي او څوک چې دا کار کوي نیول کېږي او محکمې ته لېږل کېږي!

ایا امنیتي کسان دا جرات هم کولی چې د فرانسې، برېتانیا او امریکا د سفیر د پیغام لوحه راښکته کړي؟

دا ډېره د حیرانۍ وړ خبره ده چې نوموړي چارواکي او د دوی امنیتي نوکران لا تر اوسه پر دې نه پوهېږي چې دغه حزب او غړي یې د نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیس لپاره شپه او ورځ کار کوي. دوی ته مهمه نه ده چې له څومره امنیتي ځورونو سره مخ کېږي او څومره غړي یې زنداني کېږي، ځکه دا یې د رب لخوا راکړل شوې دنده او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم زېری دی.

نو موږ امنیتي ځواکونو ته مخ اړوو او ورته وایو، کله چې تاسو د نړۍ د پاچاه پر وړاندې ودرېږئ، هغه مهال بیا دغه چارواکي او دولت درته هېڅ ګټه نه شي رسولی او څه شی چې هغه وخت ستاسو په درد خوري، هغه ستاسو د دین او امت په څنګ کې درېدل دي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلاً * يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَاناً خَلِيلاً * لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولاً

[الفرقان: ۲۷-۲۹]

ژباړه: ظالم انسان به خپل لاسونه مروړي او وایي به: کاشکي مې د پیغمبر ملګرتیا کړې وی. اې زما بده بخته کاشکي مې له فلاني سړي سره ملګرتیا نه وی کړې، هغه تېر ایستم او هغه نصیحت مې ونه مانه چې راته راغلی و. شیطان د انسان په حق کې ډېر بې وفا او غولوونکی ثابت شو.

حزب التحریر-ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې