جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 ذولحجه 1442

میلادی نېټه :     سه شنبه, 27 جولای 2021 م

شمېره:      ۴۴/ ۱۴۴۲

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ۸۰مې مادې فعالول؛ له نویو څېرو سره د هماغه نظام ساتنه ده ایا له اغزيو څخه انګور تر لاسه کېدای شي!؟

ولسمشر قیس سعید، له خپل تفسیر سره سم، د داخلي حالت چمتو کولو او بهرني ملاتړ له تر لاسه کولو وروسته، د اساسي قانون د ۸۰مې مادې قانون تصویب کړ. هغه ناسته وځنډوله او د غړو مصئونیت یې ترې واخیست. لومړی وزیر یې له دندې ګوښه کړ او د امنیتي ځواکونو په مرسته یې دولت تر خپلې ولکې لاندې راوست.

د دغو بدلونونو په اړه، موږ حزب التحریرـ ولایه تونس لاندې ټکو ته اشاره کوو:

۱. کوم کار چې ولسمشر قیس سعید وکړ، دا تاییدوي چې ډیموکراسي، ټاکنې او له نړیوالې ټولنې څخه ملاتړ لوی دروغ دي. په داسې حال کې چې، د انقلاب موخې د غرب د تایید او څارنې لاندې نه، بلکې له غربي ډيموکراتیک نظام سره د اړیکې پرې کولو او د اسلام پر اساس د قانون په رامنځ ته کولو سره د لاسرسي وړ دي.

۲. د ولسمشر قیس سعید او هغو غربي قدرتونو موخه، چې د ده تر شا ولاړ دي، د تونس د انقلاب د بقایاوو او لاسته راوړنو له منځه وړل دي. د هغې سیاسي طبقې په اړه ټول پوهېږي، چې د ۲۰۱۱م، د جنوري له ۱۴مې وروسته رامنځ ته شوه او کله یې چې انقلاب له قدرت څخه لیرې کړ، هماغه پانګوال نظام چې خلک یې پر وړاندې ودرېدل، د انقلاب له موخو سره یې خیانت وکړ.  

۳. سیاسي، اقتصادي او بشري کړکیچونه چې تونس ورڅخه تیریږي، نه د دیکتاتور قیس سعید له لوري او نه هم د پارلمان ډیموکراسۍ له لوري حل کیږي، دواړه د غربي کړیو کارمندان دي، د دوی لومړنی رول د اسلام پر وړاندې مبارزه او د غربي ګټو ساتل دي، چې ملت به د دوی په واکمنۍ کې له ناخوښۍ او ناهیلۍ پرته بل هېڅ شی ونه ګوري.

اې د تونس خلکو!

د پانګوال نظام د فساد په اړه له خبرو کولو پرته، د سیاستوالو او د هغوی د متحدینو پر فساد تمرکز، یوه ویجاړوونکې هڅه ده، چې د واکمنانو پر وړاندې د خلکو غوسه راپاروي، له همدې امله غربي سیسټم باید له منځه ولاړ شي او دا کار د ملت پر وس پوره دی. حزب التحریر له تاسو څخه غواړي، چې د خپلې غوسې غېشي د پانګوال نظام پر لور کش کړئ او موږ د قدرت او حقیقت له خلکو څخه غواړو چې موږ ته قانون وسپاري، تر څو د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت له لارې د اسلامي دعوت لېږد او د مسلمانانو حیاتي مساله په نړۍ کې بېرته راوګرځوو.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسّكُمْ النَّار وَمَا لَكُمْ مِنْ دُون اللَّه مِنْ أَوْلِيَاء ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ﴾[هود: ۱۱۳]

ژباړه: د دغو ظالمانو له لوري ته یو بڅری مه کږېږئ، که نه نو دوزخ به مو ونغاړي او تاسو به کوم داسې دوست او سرپرست ونه مومئ، چې له الله سبحانه وتعالی څخه مو وژغورلای شي او له هېڅ یوه ځای څخه به تاسو ته مرسته ونه رسېږي.

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې