جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 رجب 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 02 اپریل 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۰۵

د فلسطين سپېڅلې خاوره
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر یوه پلاوي، په راملا ښار کې د چین سفارت ته د ختیځ ترکستان د مسلمانان په اړه یو لیک ورکړ

(ژباړه)

د ۲۰۱۹م کال د اپرېل په ۲مه، سه شنبه ورځ چې د ۱۴۴۰ هـ . ق کال د رجب میاشتې له ۲۶مې سره سمون لري، د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې  د حزب التحریر یوه پلاوي په راملا ښار کې د چین سفارت ته یو لیک وسپاره چې پکې د اویغور او په ختیځ ترکستان کې د ټولو مسلمانانو پر وړاندې د ځپلو او ځورولو د دوام په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

دغه لیک یوه مطبوعاتي اعلامیه وه، چې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر «خلافت به ختیځ ترکستان ازاد  او اویغور به د چین له ظالم نظام څخه خلاص کړي» تر سرلیک لاندې خپره کړې وه. دغه اعلامیه په دریو ژبو؛ عربي، چینایي او انګلیسي لیکل شوې. 

د یادې بیانیې په یوه برخه کې داسې راغلي وو: «... مسلمانان به دغه ظلم او بې عدالتۍ هېرې نه کړي، اوسني کړکېچونه د اوړي ورېځ ده چې تېرېږي. د نبوت پر منهج راشده خلافت(ریښتینی خلافت)  - که د خدای خوښه وه – به ژر راشي، په ختیځ ترکستان کې زموږ مظلومو وروڼو ته به بری راوړي او ټول هغه کسان به محاسبه کړي چې ظلم یې پرې کړی او پر وړاندې یې ولاړ وو؛ پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام(خلیفه) داسې ډال دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او ورته پناه وړل کېږي.

بیا به نه چین او نه بل څوک جرات وکړي چې یوه مسلمان ته زیان ورسوي، ځکه دوی به پوهېږي چې هر څه چې کوي، بېرته یې دوه برابره ورسره کېږي. خدای ډېر پیاوړی او ځواکمن دی.»

پلاوي د چین پر دولت غږ وکړ چې له تاریخه درس واخلي؛ پر دې یې ټینګار وکړ چې که د خدای رضا وه، د هغه خلافت راتلل نیږدې دي چې چین یې د جزیې ورکړې ته اړ کړی و او دا چې په ختیځ ترکستان کې زموږ پر وروڼو روان ظلمونه نه هېروو، دوی ته به بری او فتح ورکوو او د چین د ظالمو حکامو جزا به ډېروو؛ نو د چین لپاره دا ښه ده چې د مسلمانانو ځورونه بس کړي.

د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې