جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 شوال 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 02 جولای 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۱۲

ولایه سوریه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
بې عدالتي به د قیامت په ورځ د تورې تیارې په څېر ښکاري او سیاسي اېډيالوژیکې غوښتنې هېڅکله د بنديزونو او بندي کولو پر وړاندې ماتې نه خوري

(ژباړه)

د ۲۰۱۹م کال د جولای په لومړۍ د شپې مهال ۱۰ بجې د تحرير الشام امنیتي سازمان د حزب التحریر د یوه غړي پر کور چې په خربت الجوز کلي کې یې کرایه کړی و، یرغل وکړ. په دغه کور کې یې د حزب التحریر څلور غړي ونیول او ټولې شتمنۍ یې له ځان سره یووړې. وروسته بیا د ألاسترا په کلي کې د حزب التحریر راډیو سټېشن ته لاړل او د هغه ټول تجهیزات او محتویات یې له ځان سره واخیستل. راتلونکې ورځ یې په سلقین کې هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ، څو د حزب التحریر ۷ نور غړي هم ونیسي.

دا لومړی ځل نه دی چې د تحریر الشام امنیتي سازمان د حزب التحریر غړي نیسي. مخکې یې هم د حزب التحریر غړي یوازې په دې ګناه نیولي وو، چې د دوی له مشرانو څخه غوښتي وو، څو د نورو له ملاتړ څخه ځانونه خلاص کړي او هغه سرې کرښې له منځه یوسي چې له ازادو سیمو څخه یې کمربند تاو کړی او په زندان یې بدلې کړې دي. د تحریر الشام امنیتي سازمان پخوا هم شخصي شتمنۍ چور کړې وې، چې هغه مهال یې د کفراوید په کلي کې د حزب التحریر راډیو شتمني له ځان سره وړې وه.

اې د دار الاسلام استوګنځي (شام) مسلمانانو!

د شام انقلاب د بې عدالتۍ او ظلم پر وړاند راپورته شو او په همدې موخه یې ارزښتناکې سرښندنې وکړې. دغه حالت دوام وکړ، څو بېرته خپل غصب شوی ځواک لاسته راوړي او د غلامۍ تپل شوی ځنځير وشلوي. په دې کې هېڅ شک نشته چې موږ تر هغه جبریه حکومت لاندې یو، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبرداری راکړی و. د واکمنو ذهنیتونه داسې دي لکه دا هېواد چې د دوی کرونده وي او خلک یې غلامان او هېڅوک حق نه لري چې حقیقت ووایي، پرته له دې چې د هغو ډلو ګټې پکې خوندي وي.

د خبرې پر وړاندې ظلم او شکنجه کول او د امربالمعروف او نهی عن المنکر مخه نیول، تل د هغو کسانو لاره او عادت دی چې استدلال نشي کولی. په همدې اړه له قرآن کریم څخه د فرعون هغو خبرو ته اشاره کوو، چې د خبرو پر وړاندې یې استدلال نشوی کولی:

﴿قَالَ لَئِنِ اتَّخَذْتَ إِلَهاً غَيْرِي لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ

[الشعرأ: ۲۹]

ژباړه: فرعون وویل: که چېرې دې له ما پرته بل معبود ومانه، نو تا به هم د نورو خلکو په څېر د تل لپاره زنداني کړم.

د مفکورې پر وړاندې یوازې مفکوره درېدای شي. جهاد مخامخ کېږي او د خلکو د کورونو د چورولو، د شتمنیو د لوټلو او په امنیتي پوستو او زندانونو کې تر شکنجو لاندې د خلکو د وژلو په مانا نه دی.

اې د شام د سپېڅلې خاورې مسلمانانو: حزب التحریر د ورځې په څېر روښانه دی او مسلمانان خپلو تعریف کړو موخو ته په ازاد ډول رابولي. اساسي موخه یې د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت په تأسیس سره اسلامي ژوند کولو ته د لارې هوارول دي. د دوی تګلاره چې غواړي خپلې موخې ته پرې ورسېږي، ښکاره او څرګنده ده. نوموړې تګلاره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له تګلارې څخه اخیستل شوې، چې د اسلام ضد افکارو پر وړاندې فکري مبارزه کوي. د دې ترڅنګ د اسلام ضد ټولو سیستمونو پر وړاندې سیاسي مبارزه کوي او هغه دسیسې بربنډوي چې د اسلام د بېرته راګرځېدو په لاره کې خنډونه جوړوي. له متنفذینو او قدرت خاوندانو څخه د نصرت غوښتنه کوي، ځکه د اسلامي دولت تاسیس په دغه تګلاره باوري او ملاتړو متنفذینو او د قدرت خاوندانو ته اړتیا لري.

حزب التحریر له پیله په همدې لاره روان دی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پله پل ږي، نو له همدې امله مستقیمه لار ورته وایو. د حزب التحریر شباب ټولو ته ښه معلوم دي، ستاسو زامن او وروڼه دي او ښه یې پېژنئ؛ دوی پټ نه دي او نه هم نقاب لري. ټول باید په دې پوه شي چې موږ هغه حزب نه یو، چې د نورو د ګټو لپاره به جنګېږو، بلکې موږ یوازې د خلافت مدافیعن یو او له ټولو مسلمانانو غواړو چې د دغه دعوت په لېږد کې له موږ سره مرسته وکړي، ځکه له دې پرته د بریا او خلاصون بله هېڅ لار نشته. د حزب التحریر تګلاره دا نه ده چې د هغو اسلامي ګوندونو او ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي، چې د دوی د فکر مخالف دي؛ بلکې زموږ کار د ظالم او له ماانزل الله پرته حاکمیت پر ځای د نبوت په تګلاره د اسلامي خلافت تاسیس دی. لکه څنګه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې له وړاندې زېری راکړی دی:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيّاً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ثمَّ سَكَتَ»

ژباړه:... بیا به ظالم حکومتونه راځي او حالات به د الله سبحانه وتعالی له خوښې سره سم دوام مومي. وروسته که الله سبحانه وتعالی وغواړي دا حالت به پای ته ورسوي او وروسته به د نبوت له تګلارې سره سم بېرته خلافت راشي؛ ورپسې چوپ شو.

د دې مانا دا نه ده، چې موږ د یوه ظالم عمل پر وړاندې په دې پلمه چوپ پاتې شو، چې یوې اسلامي ډلې کړی. دا ډول ناوړه کړنې باید بربنډې شي، پرته له دې چې چا کړې او د څه لپاره یې کړې دي. موږ په دغه لاره کې د الله سبحانه وتعالی لپاره د هېڅ ملامتګر او ظالم له ملامتیا او ظلم څخه نه وېرېږو. د نړۍ له ټولو ظالمو چارواکو په ځانګړې توګه د سوریې، لېبیا او ازبکستان له ظالمو چارواکو څخه پند واخلئ... دوی ټول هلاک شول. حزب په ډېر زغم او حوصلې سره د الله سبحانه وتعالی د رضا او له هغه څخه د بدلې اخیستلو په تمه خپل کار ته دوام ورکوي. د الله سبحانه و تعالی په ژمنې او د پیغمبر صلی الله علیه و سلام په زېري سره یې ایماني قوت په وار وار تازه کېږي، څو دغه ظالم او جبریه حکومتونه ختم او یو ځل بیا اسلامي خلافت تاسیس کړي. څوک چې په دغې لاره کې کار کوي، ملاتړ یې وکړئ او له هغه څوک مه کېږئ، چې د دوی پر وړاندې د درېدو هڅه او پر مدافعینو یې ظلم کوي، ځکه بې عدالتي به د قیامت پر ورځ د تورې تیارې په څېر ښکاري.

د حزب التحریر- ولایه سوریه مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې