جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     18 رجب 1439

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 05 اپریل 2017 م

شمېره:      HTS 35/1439

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د تېلو کړکېچ؛ د رژيم د جرمونو د لړۍ يوه بله بېلګه

له تېرې اونۍ راهيسې په سوډان کې د تېلو کړکېچ زيات شو، چې په پايله کې یې په پلازمېنه او نورو ښارونو کې عمومي ترانسپورټ او شخصي موټرونه اغېزمن شول. په سلګونو موټرونه د تېلو پمپونو ته په لیکو کې د تېلو اچولو په تمه ولاړ وو، چې دې چارې ترافيکي نظم ګډوډ کړ، د خلکو ستونزې او کړاوونه يې نور هم ډېر کړل. د خلکو پر شته ستونزو نورې ستونزې هم زياتېږي، دوی ته پاملرنه نه کېږي او د دوی پر وړاندې له نابرابرۍ څخه کار اخيستل کېږي!!

موږ پوهېږو چې سوډان ۹۰ سلنه د خپل اړتيا وړ تېل د سپکو موټرونو لپاره په کور دننه کې توليدوي او يوازې ۱۰ سلنه تېل واردوي، په داسې حال کې چې ۱۰۰ سلنه ډېزل او د اړتيا وړ د پخلې ګاز هم له بهر څخه واردوي. (سوډان جييم الکترونيک ورځپاڼه)

د تېلو د کړکېچ او نورو کړکېچونو تر شا د سوډان ناوړه او بې رحمه دولت دی، چې زموږ خلک يې له ډول ډول کړاوونو سره مخ کړي دي او لامل یې د لاندې کړنو پايلې دي:

  1. هغه لوی کړکېچونه چې د سوډان خلک ترې کړېږي، ستر لامل يې د الله سبحانه و تعالی له قانون څخه پرته د هيواد اداره کول دي، چې کوم جرم تر دغه لوی جرم کېدای شي؟
  2. ياد حکومت د کافرې سپينې ماڼۍ له امرونو سره سم هيواد اداره کوي. سپينه ماڼۍ د سوډان حکومت د نړيوال وجهي صندوق په مټ څاري، کوم چې پر تېلو او نورو توکو د بيو په لوړولو او کښته کولو کې مهم رول لري.... ايا تر دې هم لوی خيانت شته؟
  3. حکومت د اسلام او شريعت د اصولو په اډانه کې هيڅ تګلاره نه لري چې پر مټ يې د خلکو اقتصاد وغوړېږي.

اې د سوډان مسلمانانو!

تاسو په دې ستره ستونزه ښه پوهېږی، چې د الله سبحانه و تعالی شريعت د قضا، اقتصاد او د هيواد د مديريت په برخه کې نه پلی کېږي. تر ټولو بده لا دا چې حکومت کافر لوېديځ ته ژمن دی. د ۲۰۱۸ د مارچ پر ۲۸ مه د الطيار ورځپاڼې لیکلي، چې د سوډان په پارلمان کې د بدلون بلاک مرستيال وويل: « دغه اساسي قانون چې د ملي بحثونو پايله ده، له هر ډول اسلامي او يا نور مذهبي شاليد څخه به ازاد وي».  بايد ووايو چې د يادې ستونزې حللاره په ژوند کې د دين عملي کول دي او ورپسې د الهي قوانينو پر بنسټ د راشده خلافت تاسيسول دي، تر څو د کار تګلاره مو د لمر په څېر روښانه او موخه په بشپړه توګه محسوسه(واقعي) شي. له همدې امله ستاسو دنده د دوامداره کار او پوره ځيرکتيا له لارې اسلامي عقيده را ژوندۍ کول او په رښتني قربانۍ سره د اسلامي ژوند د بیاځلې پیل په موخه د نبوت پر تګلاره راشده خلافت تاسيس کول دي، چې په همدې کې د دين پياوړتيا او درناوی نغښتی دی. الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايې:

﴿لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ

[الصافات:۶۱]

ژباړه: د همدغسې بریالیتوب لپاره باید عمل کوونکي کار وکړي.

د حزب التحرير- ولايه سوډان مطبوعاتي دفتر وياند ابراهيم عثمان (ابو خليل)

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې