پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 ربیع الثانی 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 19 ډسمبر 2018 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۱۴ HTS

ولايه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ښکېلاک مزدوران د مسلمانانو پر وړاندې دسیسه جوړوي، په داسې حال کې چې ښېګڼه د خلافت په تاسیس کې نغښتې ده!

(ژباړه)

د ۲۰۱۸ م کال د ډیسمبر پر ۱۶مه د سوډان ولسمشر عمر بشیر په یوه ناڅاپي سفر د سوریې پلازمېنې دمشق ته ولاړ او د یاد هېواد له ولسمشر بشار اسد سره یې خبرې وکړې، چې د نوموړي د لیدو لپاره هوایي ډګر ته راغلی و. دغه له وړاندې اعلان شوې کتنه چې د «سوډان تریبیون» ډیپلوماټیکو سرچینو هم منلې وه. د دغه سفر ټولې چارې په روسۍ الوتکه کې شوې دي. په ۲۰۱۱ م کې د سوریې د انقلاب له پیله دا لومړی ځل دی چې یو عرب ولسمشر دغه هېواد ته ځي. د دغې حیرانوونکې قضیې په اړه موږ د حزب التحریر ولایه ـ سوډان لاندې حقیقتونه روښانه کوو:

لومړی: ټوله نړۍ د جنایت کوونکي بشار اسد پر وژنه او وحشت خبره ده چې د خپلو خلکو پر وړاندې یې تر سره کړې دي؛ هغه وژنې چې په ښوونځیو او بازارونو کې د چاودنو له امله شوې، د راکیټونو کارول او همدارنګه کمیاوي وسلې چې د ماشومانو او نورو کسانو د مړینې لامل شوې. د هغو کسانو پر وړاندې جنایتونه او شکنجې له یاده نه باسو چې په بندخونو او په هغو ځاینونو کې چې د بې عدالتۍ له منځه وړلو او د عدالت اوامنیت رامنځته کېدو په غوښتنه، چې یوازې د اسلامي نظام په تاسیس سره شوني دي، راپاڅېدلي وو.

دویم: د عمر بشیر دغه اقدام دا په ډاګه کوي چې د عربو ټول مشران پر خپلو جنایتونو سربېره، د اسد د جنایت کوونکي رژیم د انزوا ماتېدو لپاره د دغه تصمیم له نیولو څخه شرمېدلي دي؛ خو تاریخ به دغه شرم او رسوا کېدل او هغه کسان چې دغه عمل یې تر سره کړی، د قیامت تر ورځې په یاد ساتي.

درېیم: دا ښکاره ده چې دغه کتنه د سوریې د رژیم انزوا ماتېدو لپاره د امریکا په لارښونه تر سره شوې ده. په دغه کتنه کې د امریکا د زاړه مزدور لپاره دا یوازې کتنه نه وه، بلکې داسې دندې پکې شاملې وې چې د نورو لپاره هم ټاکل شوې دي. بي بي سي د ۲۰۱۸ م د ډیسمبر پر ۱۶مه سوریې ته د بشیر د تګ په اړه راپور خپور کړ: «چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو د سوریې د ولسمشر بشار اسد د دغه کار لپاره په ډیموکراټیکو ټاکنو کې د بریا په صورت کې د ترکیې لېوالتیا په ډاګه کړه.» د قدس عربیه ورځپاڼې د ۲۰۱۸ م د ډیسمبر پر ۱۹مه د بریټانیا له خپلواکې ورځپاڼې څخه په نقل سره راپور ورکړ: «د حیرانتیا وړ خبره ده چې د امریکا ولسمشر ټرامپ یوازینی کس دی چې د بشیر لیدنه یې ټاکلې ده؛ خو د اسد د باور لپاره د ټرامپ هڅې به یوه بایللې جګړه وي.»

په وروستیو کې وایو: امت په یو ناوړه حالت کې دی، ځکه داسې دولت نشته چې د کمزورو او مظلومو مسلمانانو دفاع وکړي. که مسلمانانو یو خلیفه درلودی، څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قینقاع یهودیان د یو مسلمان د وژلو له امله له ښاره وایستل او یاهم معتصم چې د یوې مسلمانې مېرمنې د ازادۍ لپاره یې ټوله اردو ورولېږله؛ په دې توګه د مسلمانانو خلیفه یوازنی کس دی چې د کمزورو ملاتړ کوي؛ نه داسې مشران چې خپل دین یې پلورلی او خپلې خاورې یې ښکېلاکګرو کفارو ته تسلیم کړې دي. پر دغو ټولو سربېره، خلیفه د الله سبحانه وتعالی قانون پلی کوي او د ښکېلاکګرو لاسونه به پرې کړي. نو پر مسلمانانو لازمه ده څو د بدبختۍ او ذلت د له منځه وړلو لپاره د نبووت پر تګلاره د اسلامي رهبرۍ بیا راژوندې کېدو لپاره له حزب تحریر سره یوځای فعالت وکړي، چې د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: او وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت تاسیس شي.

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

د حزب التحریر ـ ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې