جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 محرم 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 08 سپټمبر 2019 م

شمېره:      1441 / 01

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په واد مدني کالج کې پر اسلامي لباس بندیز د سکولریزم د منلوپه لور د خلکو د هڅولو ښکاره بېلګه ده

د واد مدني په کالج کې پر نقاب اغوستلو باندې د بندیز خلاف د واد مدني په ښار کې لاریونونه وشول. ځکه له ښځینه زده کوونکو څخه غوښتل شوي وو چې رسمي یونیفورم (لمن او بلوز ) واغوندي. موږ د حزب التحریر ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې د دې بندېز په اړه  داسې وایو:

لومړی: پراسلامي حجاب بندیز د اسلام ضد دولتونو دریځ دی او چارواکي یې واک ته د رسېدلو په موخه تل د اسلام او اسلامي اصولو خلاف چیغې وهي. د ازادۍ او بدلون د اتحاد ویاند اسماعیل التاج  لومړنی کس نه و چې د نر او ښځې ترمنځ د برابرۍ لپاره یې هڅې کولې او نه به د لوړو زده کړو اوسنی وزیر انټیسار سغیرون وروستی کس وي، ځکه هغه په یوه تلویزیوني غونډه کې وویل «د اسلامي مفاهیمو د زده کړو ښوونځي» مزاحم دي!! لومړي وزیر ویلي، د نن ورځې اقتصاد پر کړنو( عملګرایي) باندې تکیه لري، نه پر آیډیالوژۍ باندې. د اوقافو وزیر د اسلام په هکله هغه څه وویل، چې هېچا هم نه وو ویلي. د اسلام ضد دغه څرګندونې تصادفي نه دي، بلکې په قصدي ډول د هغه چا لخوا تر سره کیږي، چې غواړي د عامو خلکو په اذهانو کې د اسلامي افکارو ځای غربي افکار ونیسي؛ څو د اسلام تصویر پیکه کړي. دا په واقعیت کې د اسلام او اسلامي قوانینو پروړاندې د اسلام دښمنه ډلو د پرلپسې حملو او تورونو لړۍ ده.  

دویم: په پوهنتون کې پر اسلامي جامو بندیز د ډېموکراسۍ له اصل ( شخصي ازادۍ)  څخه ښکاره سرغړونه ده او دا په ډاګه کوي چې دوی ته خپل هغه لېبرال ارزښتونه چې مسلمانان ورته تشویق کیږي، هم کوم ځانګړی ارزښت نه لري. هغوی چې ذهنونه یې په غربي افکارو او ارزښتونو پوښل شوي او پر خپله شخصي ازادۍ ویاړي واک ته له رسېدو سره سم بیا هم نه شي کولای دغه ارزښتونه پلي کړي. په واقعیت کې دغه ارزښتونه د خلکو له غولولو پرته کوم بل عملي اړخ نه لري. دوی د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې پر ښځو د اسلامي لباس لري کول جبري کړل، په داسې حال کې چې دا دوی په خپله خوښه ټاکلی دی او دا د ښځو پر وړاندې ظلم نه بولې، چې ښځې د خپلې خوښې خلاف کړنو ته اړ کوي. دا هغه رنځ او ګډوډي څرګندوي، چې دغه سېکولران ترې ځوریږي.

درېیم: که پر اسلامي لباس یاد بندیز تصویب شي، نو دا به د اسلام د نورو فردي احکامو د بندیز لپاره پیل وي. سېکولران به په پوره جرآت سره اسلامي احکام د نوو بشري قوانینو په وضح کولو سره حذف کړي. له انقلاب وروسته په تونس او مصر کې همداسې وشول او مسلمانانو په تعلیمي موسیسو کې د لمانځه تر بندیز پورې انتظار کاوه!! اې د سوډان خلکو ایا له هغه څه سره مخ کېدل غواړئ، چې ستاسو وروڼه ورسره مخ شول؟

د سوډان د مسلمانانو د افکارو او احساساتو د غربي کولو لپاره پوره هڅې کېږي، چې دوی په مکمله توګه په غربي تمدن کې ذوب شي، خو ان شآالله داسې به نه کېږي.

پرېږدئ چې د اسلام سیکولر دښمنان پوه شي، چې د سوډان خلکو د پخواني حکومت پروړاندې پاڅون کړی، نه د اسلام پروړاندې. دوی به هغه څوک ونه مني، چې د دوی ارزښتونو ته درناوی نه لري. اسلام به د اسلامي دولت (خلافت) له خوا پلی شي؛ همدا مو تګلاره ده او همدا مو هغو خلکو ته ځواب دی، چې په اسلامي هېوادونو کې سېکولرېزم غواړي.

حزب التحریر-ولایه سوډان د خپل امت په وفادارو عقیدوي وروڼو غږ کوي، چې د نبوت پر تګلاره د دویم راشده خلافت (رښتني خلافت) په رامنځته کولو سره به د اسلامي امت په بیدارۍ کې برخه واخلي. څو په اسلامي هېوادونو کې د کفري ښکېلاکګرو فکري، نظامي او سیاسي نفوذ او ښکېلاک پای ته ورسوي.

د حزب التحریر-ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې رسمي ویانده

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې