جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 جمادی الثانی 1441

میلادی نېټه :     دوشنبه, 17 فبروری 2020 م

شمېره:      ۳۳/۱۴۴۱

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د الاحرام الیوم ورځپاڼې لپاره د سفر القوافي کالم لیکوال ګران ورور ښاغلی محمد عبدالله یعقوب!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

موضوع: ستاسو پر مقالې تبصره: «د IMF نسخو ته غاړه اېښودل»

په لومړي سر کې غواړو مننه وکړو چې د حزب التحریرـ ولایه سوډان مطبوعاتي اعلامیې په اړه مو وینا کړې، چې «د IMF نسخو ته غاړه اېښودل» تر سرلیک لاندې وه. دا ستاسو د مسلکیتوب ښکارندويي کوي، چې د رسنیو وروڼه په دغه وخت کې ورته پام نه کوي.

ستاسو د پوښتنو لپاره: هغه مهال موږ چېرې وو، چې بې ساه انتقالي حکومت له عامه پیسو سره لوبې کولې؟ کله چې حکومت د اسلامي اقتصاد ادعا وکړه، په داسې حال کې ټولې بانکي معاملې یې پر ۱۰۰ سلنه سود ولاړې دي، هغه مهال موږ چېرې وو؟ تاسو لا هم غوښتل چې د دغه انتقالي حکومت ملاتړ وکړ.

موږ تاسو ته په لاندې توګه ځواب وایو:

لومړی: موږ لا تر اوسه له الله سبحانه وتعالی سره پر خپله کړې ژمنه ولاړ یو، ترڅو د بشري نظامونو دروغ افشا کړو. زما ګران وروره! که په ورځپاڼو او رسنیو کې زموږ مطبوعاتي اعلامیو ته پاوم وکړئ، هلته موندلی شئ چې حزب التحریر یوازینی حزب دی، چې خلکو ته یې د باطل رژیم راپرځول افشا کړي دي. دغه حزب په څرګندو ټکو کې لیکلي چې دا نظام له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري، یوازې شعارونه یې اسلامي دي او په ډېره ناوړه توګه پانګوال نظام پلی کوي. که زموږ په اړه مو پوښتنه نه وی کړې، نه مې درته ویل چې موږ په زندانونو کې یو، ځکه زموږ دا هر څه د حق لپاره دي. له دغه عمل څخه زموږ سیاسي موخې او لاسته راوړانې د نورو ګوندونو په څېر په دغه نظام کې د چوکۍ او برخې اخیستو لپاره نه دي.

دویم: زما ګران وروره که تاسو د پخواني رژيم په دوره کې زموږ اقتصادي اعلامیې وګورئ، نو تاسو به دا پیدا کړئ چې حزب التحریر د اقتصاد په برخه کې په څرګندو ټکو د پانګوال نظام دروغ افشا کړي دي او دا چاره لا تراوسه هم دوام لري. موږ په بېلابېلو غونډو، سیمینارونو او کنفرانسونو کې د مطبوعاتي اعلامیو او پاڼو له لارې دغې برخې ته اشاره کړې ده. موږ واضح کړې، چې اسلام څه ډول اقتصادي نظام لري، اساسات او څانګې یې کومې دي او ولې له روان نظام سره چې د انتقالي حکومت له راپرځېدو راهیسې واکمن دی، ټکر لري.

درېیم: تاسو ولې له موږ څخه د داسې رژيم ملاتړ غواړئ، چې اساس یې پر اسلامي ایډیالوژۍ نه دی اېښودل شوی؟ تاسو ولې د هغه څه په اړه قضاوت نه کوئ، چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي؟ په داسې حال کې چې د استعماري کفر د خوښۍ لپاره ګړندي ګامونه اخلئ. کفار به هېڅکله در څخه راضي نه شي، تر دې چې د دوی عقیده مو منلې نه وي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمايي:

﴿وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ

[البقره: ۱۲۰]

ژباړه: یهودیان او عیسویان به هېڅکله در څخه راضي نه شي، ترڅو چې د هغوی پر لاره (دین) لاړ نه شئ.

تاسو څنګه له موږ څخه د هغه رژیم ملاتړ غواړئ، چې په حکومتولۍ، سیاست او اقتصاد کې د راپرځېدل شوي رژيم لاره تعقیبوي او نړیوال وجهي صندوق یې هغه نسخه ده، چې هېواد او خلک یې له تباهۍ سره مخ کړل؟!

موږ دې پایلې ته رسېدلي یو چې سوکالي، د نرخ ثبات او حتا د خلکو لومړنۍ اړتیاوې اوسنی نظام نشي پوره کولی او یوازې اسلامي نظام یې د پوره کولو وړتیا لري، ځکه چې ټول حکومونه یې له الهي کتاب څخه اخیستي دي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ

[الاعراف: ۹۶]

ژباړه: که د سیمو خلکو ایمان راوړی وی او د پرهېزګارۍ کړنلاره یې غوړه کړې وی، نو موږ به پر هغوی د ځمکې او اسمانونو دروازې پرانېسې وی.

ابراهیم عثمان ابو خلیل

د حزب التحریرـ ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې