جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 جمادی الاول 1442

میلادی نېټه :     جمعه, 16 اپریل 2021 م

شمېره:      ۰۱/۱۴۴۲

قرغيزستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د یو دعوتګر د مړینې خبر

(مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ
وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً)

ژباړه: «داسې مومنان شته چې له الله سبحانه و تعالی سره یې کړې ژمنه رښتیا کړې ده. له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته په تمه دي. دوی خپله کړنلاره هېڅ بدله نه کړه.»

موږ د خپل ګران ورور علییف شریف الله په مړینه ډېر خواشیني یو، چې د اسلامي امت د ژغورلو لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې او خپل ژوند یې د دغه غږ په لېږدولو کې تېر کړ.

علییف شریف الله چې په ۱۹۷۸م کال، د صغد تاجک ایالت مرکز په خجند ښار کې زېږېدلی و، په ۱۹۹۸م کال کې د حزب التحریر له مفکورې سره اشنا شو او په اسلامي توګه د ژوند تر سره کولو لپاره یې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره ډېر کار وکړ.

د حزب التحریر په لیکو کې زموږ د ورور فعالیت د امام علي الرحمن په مشرۍ د ظالمانه تاجک رژیم له سترګو لېرې پاتې نه شو. هغه په ۲۰۰۰م کال کې ونیول شو، څو له دعوتي فعالیتونو څخه لاس واخلي. شریف الله هغه مهال خپل فعالیت بند نه کړ او تر ډېر ظالمانه وضعیت لاندې په زندان کې و. هغه د ظالم د ظلم او خلکو د تورونو هېڅ پروا نه درلوده، چې غوښتل یې د هغه غږ چوپ کړي. له همدې امله، ظالم رژیم هغه دوه ځله له بند څخه تر خوشي کېدلو وروسته بیا بندي کړ. زموږ ورور د تاجک رژیم په ظالمانه زندانونو  کې د خپل ژوند ۱۳ نیم کلونه تېر کړل؛ خو مخکمې هېڅکله هم د هغه حل لاره ماته نه کړه. زموږ ورور د ۲۰۲۰م کال په پيل کې په ډېر جرأت او کلک هوډ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.

په خواشینۍ سره، د ظالم په زندانونو کې د ظالمانه شکنجو او د کافي بشري روغتیایي پاملرنې د نه درلودو له امله زموږ د ورور روغتیايي وضعیت خراب شو. شریف الله د ۲۰۲۱م کال د جنوري پر لومړۍ نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

موږ د الله سبحانه و تعالی دربار ته لاسونه لپه کوو چې زموږ پر ورور علییف شریف الله رحم وکړي او هغه له انبیاوو، صدیقینو، شهداوو، صالحینو او غوره ملګرو سره یې جنت ته بوځي.  موږ له الله سبحانه و تعالی څخه د هغه کورنۍ ته د صبر او زغم هیله کوو.

(إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) 

ژباړه: «موږ د الله سبحانه و تعالی یو او د هغه سبحانه و تعالی لوري ته ورګرځېدونکي یو.» [بقره: ۱۵۶]

د حزب التحریرـ قرغیزستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې