شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 13 فبروری 2021 م

شمېره:      ۰۸/ ۱۴۴۲

لبنان ولایه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت له راپرځېدو یوه پېړۍ وروسته؛ اې مسلمانانو، خلافت تاسیس کړئ!

له هغه وخت راهیسې سل کاله تېر شول چې غرب کافر استعمارګر د وخت مجرم مصطفی کمال او د نورو عربو او ترکي غدارانو په ملتیا، د ۱۳۴۲ هـ.ق کال، د رجب په میاشت کې چې له ۱۹۲۴م کال، د مارچ له میاشتې سره سمون خوري،  خلافت راوپرځاوه. 

سل کاله کېږي چې اسلامي امت د ملتپالنې او هېوادپالنې د تمایلاتو له امله له شخړو، اختلافونو او سپکاوي سره لاس او ګرېوان دی. سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او نورې پرېکړې یې د پردیو په واک کې دي. د پانګوال نظام پر ظلم سربېره، د ډموکراسۍ د جامو په اغوستلو د هېواد شتمني لوټل کېږي او له ختیځ څخه تر لودیځه د اسلامي هېوادونو عبادت کوونکي له منځه وړل کېږي.

استعماري کفار پر دې هم خوښ نه وو، نو هڅه یې وکړه چې اسلام داسې یو دین معرفي کړي او د ترهګرۍ نوم ورکړي، چې په نورو وختونو کې یې ګواکي غیر مسلمانان له خپلو حقونو څخه بې برخې کړي وو، دا ټول هغه وخت وشول چې اسلام ان د خلافت او د هغه ډال په نشت کې، نن ورځ د ځمکې پر مخ تر ټولو پراخ دین شوی دی. کله چې دوی ونه شو کولای د خپلو کورونو او ماشومانو تر منځ د اسلام د دین د خپرېدو مخنیوی وکړي، نو د خپل تکبر له امله یې پر مقدساتو او د هغوی پر سمبولونو بریدونه پيل کړل. د رسول الله صلی الله علیه وسلم او قرآن کریم سپکاوی یې وکړ. بیا هغوی په قصدي توګه د سنت تعلیماتو له منځه وړلو هڅه وکړه. په حقیقت کې د دوی توکمپالنې او کرکې په اروپا کې د مسلمانانو د وینو تویولو حد ته رسېدلي او پر سړکونو د مسلمانو مېرمنو سپکاوی  کوي، په داسې حال کې چې په درواغو د ښځو د حقونو خوندیتوب ادعا کوي.

هغوی بیا پر مسلمانانو غږ کوي چې د ټولنې د بدلون نظریه رد کړي، چې د اسلام اساس او په ټولنه کې د سیاسي بدلون مفکوره ده، په داسې حال کې چې اسلام یوازې په جوماتونو کې په عبادت پورې محدود نه دی! دا د اسلام او دعوتګرانو پر وړاندې سړه جګړه د ه.

په دغه تیاره حالت کې حزب التحریر لا هم د الله سبحانه و تعالی په فضل نه یوازې په خپل دریځ کلک ولاړ دی، بلکې ثابت ګامونه اخلي او په اسلامي هېوادونو کې د سیاسي بدلون بیرغ پورته کوي، په داسې حال کې چې د خلافت له راپرځېدو سل کاله تېر شوي دي. دغه حزب د الله سبحانه و تعالی د باور تر لاسه کولو لپاره یو کمپاین پیل کړی، چې سرلیک یې: «د خلافت له راپرځېدو یوه پېړۍ وروسته...اې مسلمانانو، خلافت تاسیس کړئ!» دی، څو د رسنیو له لارې د خلافت په اړه د خلکو پوهاوی ډېر کړي او د عامه افکارو پام ځانته راواړوي، چې دا کاروان د جید عالم عطا بن خلیل ابو رشته له لوري رهبري کېږي. همدارنګه د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت په تاسیس سره خپل کاروان منزل ته ورسوي او په دې سره د الله سبحانه و تعالی رضایت تر لاسه کړي، چې د حزب لپاره دا یوه برخلیک ټاکونکې مسله ده؛ یعنې د مرګ او ژوند مسله ده. خلافت حق او باطل سره وېشي او په دې توګه قضاوت رامنځ ته کېږي، حق راپورته کېږي، سرحدونه له منځه ځي او په دې سره هېوادونه د کفارو او د هغوی د اجنټانو له ښکېلاک او استعمار څخه ژغورل کېږ. عدالت او ښېرازي خپرېږي، چې اسلام او مسلمانان به پرې ویاړ کوي، بې عدالتیو، ظلمونو او د کفارو حاکمیت ته د پای ټکي ږدي.

د دغه سپېڅلې هڅې د یوې برخې په توګه، حزب التحریرـ ولایه لبنان، پر مسلمانانو غږ کوي چې د دوی په ناستو، ټولنیزو رسنیو او اعلاناتو کې د دغه کمپاین په اړه خپل غږ پورته کړي.  د رجب د سپېڅلې میاشتې په لټه کې شي، چې الله سبحانه و تعالی پر امت پراخ رحمت کړی دی. په فتحې، ځواک او امنیت یې نازولی دی. الله سبحانه و تعالی دې د خپلې ژمنې ویاړ زموږ په برخه کړي:

[وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُ  ولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، ژمنه کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه چې له هغوی څخه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي وو. د هغوی لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی. د هغوی د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بندګي کوي او زما سره د کوم څه نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.» [نور: ۵۵]

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری راکړی دی:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّة»

ژباړه: «... وروسته به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي»

حزب تاسو ته بلنه درکوي چې د همدغه حزب ویبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړئ او په لبنان او نړۍ کې د دغه کمپاین له لارې په ثواب کې شریک شئ او په ځمکه کې د هغه له کارکوونکو سره تعامل وکړئ، چې شپه او ورځ لګیا دي، څو د اسلام لمر یو ځل بیا پر نړۍ وړانګې خورې کړي. د عدالت او صداقت دولت، د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت رامنځ ته کړئ چې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو په ګټه دی. نو الله سبحانه و تعالی دا غم له نورو څخه لېرې کړي، لکه څنګه چې یې دا غم له لومړنیو ښو خلکو څخه هم لېرې کړی و.  

[إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی د خپل کار پوره کوونکی دی. په یقیني توګه، الله سبحانه و تعالی د هر شي لپاره یوه اندازه ټاکلې ده.» [طلاق: ۳]

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

د حزب التحریرـ ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

اړوند مطلبونه « د یو دعوتګر مړینه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې