جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 شوال 1438

میلادی نېټه :     دوشنبه, 26 جون 2017 م

شمېره:      ۰۵۰

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۴۳۸ه ق د شوال میاشتې د لیدل کېدو د پایلې اعلان او د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ پیغام

(ژباړه)

الله اکبر الله اکبر الله اکبر، لا اله الا الله... الله اکبر الله اکبر، ولله الحمد...

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه ومن تبعه فترسم خطاه، فجعل العقيدة الإسلامية أساساً لفكرته، والأحكام الشرعية مقياساً لأعماله ومصدراً لأحكامه، أما بعد...

احمد له محمد بن زیاد څخه روایت کوي چې ویې ویل: له ابو هریره رضی الله مې واورېدل چې رسول الله صل الله علیه وسلم و فرمایل:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ، وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ».

ژباړه: د روژې میاشتې په لیدو سره روژه ونیسئ او د شوال میاشتې په لیدو سره روژه ماتی وکړی، که میاشته پیکه وه او په لیدو یې ونه توانیدئ د روژې دېرش ورځې پوره کړئ. 

په دې مبارکه شپه د شوال میاشتې د لیدو د پایلې له اعلان وروسته؛ په یو شمېر اسلامي خاورو کې د شوال میاشت شرعا ثابته شوه؛ نو د یکشنبې شپه د شوال میاشتې لومړۍ او د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

په همدې مناسبت، د حزب التحریر امیر قدرمن عالم عطابن خلیل ابو رشته حفظه الله ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایي... او له الله سبحانه وتعالی هیله لري چې پرموږ د نبووت پرتګلاره د راشده خلافت د جوړولو مهنت وکړي چې اسلام د ځمکې پرسره پلی کړي او د اسلام به پیام نړیوالو ته د روښنایۍ او لارښود په توګه ولېږدوي؛ عادل دولت چې اسلامي خاوره خپلواکه او خلک یې په واحد صف کې دروي؛ هغه دولت چې جهاد او پخواني فتوحات په یاد راوړي او مسلامانو ته په اختر کې درناوی کوي او همداراز به فتوحاتو کې الله اکبر الله اکبر الله اکبر؛ لا اله الا الله، الله اکبر الله اکبر الله اکبر، و الله الحمد په ژبه راوړي...

له همدې امله د اختر د مبارکۍ پیغام د حزب التحریر له مرکزي مطبوعاتي دفتر څخه، ټولو دعوتکوونکو، د حزب التحریر امیر او نورو مسلمانانو ته تبریک وایم، هغه عید چې الله سبحانه وتعالی هغه روژه لرونکو ته تفریح ګڼلې او د مسلمانو وحدت ښیي. د یادولو وړ ده چې مسلمانان واحد امت وو.

اې د نړۍ مسلمانانو...

له الله سبحانه وتعالی هیله مند یم چې روژه، قیام، رکوع، سجدې او ګڼ شمېر نورې نېکې کړنې په خپله درګاه کې قبولې کړي؛ او هیله مند یم چې دغه اختر د دې لامل شي چې اسلامي امت د عادل او راشد خلیفه چې له الله وېره ولري او تر شا یې جګړه کېدای شي، عزت ترلاسه کړي. داسې خلیفه چې د الله په کتاب او د رسول الله صل الله علیه وسلم په سنتو رهبري کوي او په رښتیا چې دا کار قادر او توانا الله ته ستونزمن نه دی.

نېکمرغه کوچنی اختر د الله له لوري پرمسلمانانو فضل او رحمت دی؛ هیله لرو چې داسې عید وي چې د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صل الله علیه وسلم زېری، په نصر او تمکین او د داسې دولت په تاسیس چې د الله په شریعت حکم وکړي؛ د راشده دولت خلافت د نبووت پر تګلاره، په واقعیت بدل شي.

د هغې ورځې په طمع یو چې د اختر خوښي د وضعي نظامونو او د استعمارګرو کفارو د مزدورانو د نابودۍ؛ هغوی چې الله، رسول او مومنانو ته خیانت کړی، ونمانځو. ترڅو اسلامي امت د اختر خوښي د اسلامي امت د توحید په انرژۍ ونمانځي؛ ترڅو وي چې د اختر خوښۍ تراسلامي ژوند لاندې په ټولو سیاسی، اقتصادي، ټولنیزو او تعلیمي او داسې نور برخو کې ونمانځي. ترڅو د اختر خوشالي په داسې حالت کې تېرې کړي چې د اسلام ستره کیان یې تاسیس کړی وي؛ د نبووت پر تګلاره خلافت.

نو له اخترونو څخه دا اختر او د موخو د تحقق لپاره کوم عمل چې له تاسو غوښتل شوی؛ د دې لامل شي، چې دا د هغو مخلصینو وروستی اختر وي، چې د دین د عزت او تمکین او د ښکاره فتح د لوړولو لپاره کار او مبارزه کوي.

الله أكبر الله أكبر الله أكبر... لا إله إلا الله

الله أكبر الله أكبر.. ولله الحمد

الله أكبر كبيرا والحمد لله كثيرا وسبحان الله بكرة وأصيلا

لا إله إلا الله وحده... صدق وعده.. ونصر عبده.. وأعز جنده وهزم الأحزاب وحده

لا إله إلا الله.. ولا نعبد إلا إياه.. مخلصين له الدين ولو كره الكافرون 

اختر مو مبارک طاعات او عبادات مو د حق په درګاه کې قبول والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دوکتور عثمان بخاش د حزب التحریر د مرکزی مطبوعاتی دفتر مشر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې