جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 ذولحجه 1438

میلادی نېټه :     سه شنبه, 19 سپټمبر 2017 م

شمېره:      ۱۴۳۸/۰۵۸


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
امریکا، جنوب او جنوب ختیځه اسیا د ګډوډۍ لور ته بیايي، خو د بریکس هېوادونو مشران اسلام غندي!

اسلام په دغو سیمو او نړۍ کې د ارامۍ اساس دی، نه د اندېښنې لامل!

(ژباړه)

د (۲۰۱۷م) کال د سپټمبر پر ۴ مه، د نړۍ د پنځو سترو اقتصادي قدرتونو (بریکس) له لوري د شیمن اعلامیه، د وروستۍ مسودې په توګه خپره شوه چې د کوریا په ټاپوزمه کې د روان تاوتریخوالي او اوږدمهالې هستوي لانجې په تړاو يې خپلې ژورې اندېښنې پکې څرګندې کړې دي او ټینګار يې کړی چې دغه لانجه باید د سوله ییزې او د اړوندو ښکېلو غاړو د خبرو اترو له لارې حل شي. زموږ اندېښنه او څرګندونې د دغه غبرګون پر وړاندې دا دي چې د  امریکا متحده ایالتونه په دې هڅه کې دي، ترڅو سهیل او سهیل ختیځه اسیا د ګډوډۍ لور ته ټېل وهي. د تر ګواښ لاندې دولتونو د ملاتړ په موخه په سیمه کې لاسوهنه کوي او د خطرناکو دولتونو د مخنیوي لپاره د شمالي کوریا له خطر څخه د پلمې په توګه ګټه اخلي. باید پوه شو چې د شمالي کوریا پوځي ازموینې له اورلوبې پرته بل څه نه دي او د امریکا متحده ایالتونه له دې لارې غواړي خپلې سیاسي او رسنیزې موخې ترلاسه کړي. دا له حقیقت څخه لرې ده چې د شمالي کوریا کړنې دې د یو جدي ستونزې په توګه د امریکا له لوري په نظر کې ونیول شي. د همدې حقیقت پربنسټ د بریکس مشران د امریکا متحده ایالتونو له لوري په لومه کې ښکېل شوي دي، نو ځکه د بریکس هیوادونو مشران د شمالي کوریا  کړنو ته د جدیت په سترګه ګوري.

د هغه څه په اړه چې په نوموړي مسوده کې څرګند شوي، زموږ اندېښنه دا ده چې دا هیوادونه د ډېرو واقعي او خیالي اسلامی حرکتونه په تړاو اندېښمن دي، چې یو له هغو څخه هم حزب التحرير دی. موږ د حزب التحریر استازي د هرې هغې ډلې تورونه ردوو په ځانکړي توګه هغه هیوادونه لکه روسیه، هندوستان او چين چې له اسلام او هم د اسلام د دویم ځل واکمنېدو سره کلکه دښمني لري. ځکه نو موږ اسلامي امت ته دا واقعیت په ډاګه کوو، باید پوه شئ چې دا دسیسه ستاسو او ستاسو د دین او همدا راز د بریکس غولول شوو خلکو پر وړاندې ده، تر څو له دې لارې  واکمن حریص پانګوال خپله پانګه ډېره کړي او  په واک کې پاتي شي. دوی پر خلکو ظلم او تېری کوي او خلک تېر باسي، ترڅو د اسلام اصلي څېره ور څخه پټه کړي، اسلام واکمن نه شي او خلک همداسې غلامان پاتې شي. موږ اسلامي امت او هغو خلکو ته وايو: 

لومړۍ: حزب التحرير یو سیاسي حزب دی، چې مبدا (اساس) يې اسلام دی. هغه اسلام د یوه متمدن جوړښت په توګه لېږدوي. د انسان په لاس د جوړو شوو نظامونو، چې انسان ته يې له بدبختۍ پرته يې بل څه نه دي ورکړي، بدیل معرفي کوي. دا حزب له اسلامي امت څخه جوړ شوی دی او له اسلامي امت سره کار کوي، ترڅو امت د هغو لوېدیځو هیوادونو له لاسه آزاد کړي چې د دوی شتمنیو ته يې سترګې پټې کړې دي. دغه حزب له امت سره کار کوي، ترڅو اسلام د پانګوالي نظام د بې عدالتۍ پر وړاندې د یوه متمدن بدیل په توګه خپور کړي. دا حزب د الله سبحانه و تعالی له حکم سره سم، چې د بشر او خلکو لپاره راغلی دی په ځانګړي ډول د بریکس هیوادونو د بېوزلو او مظلومو خلکو لپاره، فعالیت کوي.

دویم: ترهګري یوه ځانګړې امریکايي پدیده ده چې دبریکس هېوادونو په ګډون د نورې نړۍ له لوري هم د دې لپاره کارول کېږي، چې پر اسلام برید ترسره کړي، د مخلصو دعوتګرانو څارنه وکړي او له دې لارې د هغه اسلام د بیا واکمنېدو مخنیوی وکړي، چې بشریت ته یې رحمت ورپه برخه کړی دی. اسلام د بشریت د ښېګڼو لپاره راغلی دی او د انسان په لاس جوړ شوي باطل او ناکامه نظامونه خلکو ته بربنډوي. اسلام د پانګوالي نظام، د پانګوالو او د دوی د سراښتوب څخه د خلکو واقعي ژوغورونکی دی.  

درېیم: نړۍ، د سهیل او سهیل ختیځې اسیا د ناامنۍ او بې ثباتۍ شاهده ده. برعکس د اسلام د حاکمیت پر مهال دا سیمه ډېره ښېرازه وه، حتی هندوستان د نړۍ د خوراکي توکو خزانه بلل کېده او د بریتانیې امپراتورۍ ته به يې پورونه ورکول، ترڅو بریتانیه د اقتصادي ښامارانو له فساد څخه وژغوري. د وخت په تېرېدو چین هڅه وکړه چې خپل پوځ په سیمه کې وپاشي، ځکه پر وړاندې يې هېڅ بهرنی ګواښ نه و. د انسان په لاس جوړو شوو نظامونو لکه پانګوالي نظام او چینايي اشتراکیت له کبله اوس سیمه د وسلو د سیالۍ په ډګر اوښتې ده. د نوموړو سیمو خلک چې د نړۍ د نفوسو نیمايي تشکیلوي د انسان په لاس جوړو شوو نظامونو له امله یې ډېر زیان لیدلی دی. دغو نظامونو سره له ډېرو طبیعي او بشري سرچینو خلک له بېوزلۍ سره لاس او ګریوان کړي دي.

څلورم: هر څوک باید خبر وي، هغه اسلام چې حزب التحریر یې په یو پراخ مفهوم لېږدوي، د بشریت لپاره یو متمدن بدیل دی. دغه یوازینۍ لاره ده چې په مټ يې د دې سیمې خلک له لوږې او فقره ژغورل کېږي. هر عاقل کس د اسلام، د هغه د قوانینو او نظام واقعیت تاییدوي، چې د اسلام قوانین د خلکو د چارو په سرپرستۍ کې بې بېلګې دي او د خلکو لپاره ښېرازي، خیر، برکت او عدالت تامینوي. تاریخ او د دغه ګوند ثقافت چې په تفصیل سره يې په خپلو کتابونو او وېبپاڼه کې خپروي،  پر دې شاهد دی.

پنځم: موږ پر اسلامي امت ږغ کوو چې د اسلام دین د ځواک لرونکو چارواکو په مټ او حزب التحرير ته په نصرت ورکولو سره واکمن کړئ؛ ترڅو نوموړی حزب د اسلام پر بنسټ د امت چارې سمبال کړي او امت یو ځل بیا د نړۍ لپاره یوه ځلانده بېلګه شي. موږ د سیمې خلکو، مفکرینو او هغو کسانو ته چې د خلکو د ښېرازۍ په لټه کې دي، بلنه ورکوو چې د اسلام متمدن دين د عقیدې او د ژوندلارې په توګه ومني او د چارواکو څخه وغواړي چې د اسلامي عقیدې او د اسلام له لارې حاکم نظام ومني، تر څو له دغه کرکجن حالت څخه ځانونه وژغوري او د دوزخ له عذابه خلاصون ومومي.

﴿قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ﴾

[آل عمران: ۶۴]

ژباړه: ووایه اې د اهل کتابو! هغه کلمې ته رجوع وکړئ چې زموږ او ستاسې ترمنځ برابره ده چې له الله سبحانه وتعالی پرته به د بل چا عبادت نه کوئ او له هغه سره به بل څوک نه شریکوئ او له الله سبحانه و تعالی پرته به بل څوک د معبود په توګه نه منئ. خو که دوی مخ وګرځوي نو ووایه چې شاهد اوسئ چې موږ مسلمانان یو.

ډاکټر عثمان بخاش

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې