پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     13 جمادی الاول 1439

میلادی نېټه :     سه شنبه, 30 جنوری 2018 م

شمېره:      ۱۴۳۹/ ۰۰۹ AH

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
کوزی بایوف سلطان، د ظالم امام علي رحمن د طاغوتي زندان یو بل شهید

(شهادت هغه مقام دی چې د الله سبحانه و تعالی له لوري ورکول کېږي، نه د انسان له لوري)

(ژباړه)

﴿مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾

[احزاب: ٢٣]

ژباړه: په مومنانو کې داسې کسان شته، چې له الله سبحانه و تعالی سره یې پر کړې ژمنه صادقانه ولاړ دي؛ ځیني پر خپل تړون تر پایه ولاړ وي (او په هغې لاره کې د شهادت جام تر لاسه کوي) او ځینې نور  انتظار کوي او هېځکله خپل عهد او پیمان نه بدلوي.

په دې وروستیو کې د حزب التحریر یو بل غړی کوزي بایوف سلطان په تاجکستان کې د علي رحمن په ظالم او طاغوتي زندان کې په حق ورسېد. سلطان چې ۴۷ کلن و، کابو خپل ۱۸ کاله عمر یې د تاجکستان په طاغوتي امنیتي زندان کې تېر کړ. هغه له دې امله زنداني شو چې په تاجکستان کې یې له حزب التحریر سره د اسلامي ژوند د بیا راوستلو لپاره هلې ځلې کولې.

کوزي بایوف سلطان (رحمه الله) په ۱۹۷۱م کال کې زېږېدلی و او د څلورو ماشومانو پلار و. هغه دوه تحصیلي مدرکه درلودل او زندانیانو به ورته دایرة المعارف متحرک ویلو. سلطان په ۱۹۹۹م کال کې له حزب سره یو ځای شو او د اسلام ته یې دعوت پیل کړ. سلطان د ۲۰۰۰م کال د جنوری په ۱۵مه د ظالم علي رحمن د ځانګړو سرویسونو له خوا ونیول شو او د دغه هېواد د امنیتي زندان «۳/۷ بلاک» ته له رسولو وروسته یې ډېر کلک شکنجه کړ.  سلطان په زندان کې ناروغ شو او وروسته یې له شکنجې راپاتې ناروغي د هډوکي په درد بدله شوه چې پښې ته یې نفوذ وکړ، پښه یې عملیات کړه، خو په پای کې همدغې ناروغۍ کمزوری کړ او ترې ومړ.

سلطان په ۲۰۰۴م کې په زندان کې له یوې معایېنې وروسته خوشې شو او له ځنډ پرته یې په تاجکستان کې د اسلامي دعوت د لېږدولو لپاره خپل فعالیتونه پیل کړل. خو په ۲۰۰۵م کې بیا زانداني شو او د اوږدې مودې  لپاره په زندان محکوم شو او د تاجکستان ظالم زندان «بلاک ۳/۳» ته(هغه زندان چې د زندانیانو په عذاب او شکنجه کې مشهور دی) ولېږدول شو. دغه زندان، داسې زندان دی چې زندانیان تل پکې تر څارنې او پوښتنې لاندې وي. همداراز د حزب التحریر ټول غړي په دغه راز زندانونو کې په بې سارې توګه تر شکنجې لاندې دي.  په پای کې سلطان په نري رنځ(توبرکلوز) اخته شو او یو څه وخت یې د زندان په روغتون کې تېر کړ. د رحمن د ادارې یوه کارکوونکي ژمنه وکړه چې سلطان به د یو شرط په منلو سره له ځنډه پرته ازاد کړي او هغه دا، چې سلطان باید ژمنه وعده وکړي چې د اسلام له دعوت څخه لاس اخلي؛ خو دغه مخلص داعي د دغه شرط له منلو ډډه وکړه. هغه ځکه له دغه کار څخه ډډه وکړه، چې په زندان کې یې له ناروغۍ څخه د ځورېدو پر مهال له  ځان سره کلک هوډ کړی و چې په هېڅ شرط او په هر قیمت که وي، ان د مرګ تر شېبو به د اسلام له دعوت څخه لاس وانخلي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د دغه ستر داعي رحمه الله کورنۍ ته ډاډ ورکوي او ورته تسلیت وایې او د الله سبحانه و تعالی له درګاه څخه د مرحوم کورنۍ ته جمیل او جزیل صبر غواړي او همدارنګه له الله سبحانه و تعالی څخه غواړي چې مرحوم سلطان د شهیدانو له ډلې حساب کړي؛ ځکه شهادت هغه مقام دی چې د الله سبحانه و تعالی له لوري ورکول کېږي، نه د بشر! او همداراز د الله له درباره غواړي، علي رحمن او د هغه ظالم رژیم له ټولو لارویانو او همکارنو سره یو ځای له بیخ او بنسټه نابود کړي او هغه مسلمانان زندانيان چې د امام او د امت د ډال(خلیفه) چې تر شا یې جګړه کېږي او هغه ته پنا وړل کېږي، د نسب لپاره کارکوي؛ ډېر ژر ازاد کړي. په رښتیا چې دا کار الله سبحانه و تعالی ته ډېر اسان دی او الله سبحانه و تعالی د هر کار په کولو توانا دی!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

ژباړن: علي عمار

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې