پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 ذولحجه 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 07 سپټمبر 2018 م

شمېره:      ۰۹/۱۴۳۹

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په سویډن کې د حزب تحریر کمپاین: غږ مو پورته کړئ، خو په ټاکنو کې نه!

(ژباړه)

د دوبي په جریان کې په سویډن کې حزب التحریر د «غږ مو پورته کړئ، خو په ټاکنو کې نه!» تر نامه لاندې کمپاین پیل کړ. دا د فعالیتونو یوه لړٍۍ ده چې په هغه کې ویډیوګانې، د کمپاین د رسالو وېشل او له مسلمانانو سره لیده کاته شامل دي.

د دغه کمپاین اصلي پیغام دا دي چې مسلمانان څنګه کولای شي چې خپل اسلامي هویت ته له زیان رسولو پرته په ټولنه کې فعال واوسي، د کمپاین د موضوعګانو په اړه مسلمانانو په خورا شوق پر خپل منځ کې او ټولنیزو شبکو کې بحث کړی دی. دغه کمپاین په اغېزمنه توګه د اسلامي لید لوري په وړاندې کولو کې بریالی و، په سویډن کې یې د ټاکنو پر بحث او اسلامي سیاسي فعالیت اغېزه وکړه. کمپاین همدا راز په لوړه کچه د رسنیو پاملرنه تر لاسه کړه او پر دوی یې نیوکه وکړه چې تاسو د ډیموکراسي پر وړاندې کار کوي.

د پورتنیو څرګندونو په رڼا کې موږ «د سویډن حزب التحریر» غواړو لاندې ټکو ته اشاره وکړو:

1-             حزب التحریر یو سیاسي ګوند دی چې مبدأ یې یوازې اسلام ده او په اسلامي نړۍ کې د خلافت به بیا تاسیسولو سره غواړي چې یو ځل بیا اسلامي ژوند پیل کړي. مسلمانان په لودیځ کې له لوی فرهنګي او سیاسي فشار سره مخ دي، چې هدف یې د اسلامي هویت له منځه وړل دي. حزب التحریر په لویدیځو هېوادونو کې له دې امله  کار کوي چې د اسلامي افکارو په روښانولو او پیاوړي کولو سره د مسلمانانو هویت خوندي کړي او همدا راز دوی د مسلمانانو له نړیوالې ټولنې او مهمو موضوګانو سره په اړیکه کې وساتي. نو له دې امله حزب التحریر په سویډن او یا هم کوم بل لویدیځ هېواد کې د دوی د سیسټمونو د له منځه وړلو لپاره کار نه کوي.

2-             حزب التحریر ډيموکراسي د یو دولتي سیستم په توګه نه مني، ځکه چې د سیکولریزم څخه سرچینه اخلي او د اسلام سره په ټکر کې ده. ډیموکراسي انسان ته د قانونو جوړونې حق ورکوي، په داسې حال کې چې د اسلام له نظره یوازې الله سبحانه وتعالي چې د ټولو مخلوقات خلق دي د قانون جوړونې حق لري. د دې سربېره، موږ ډيموکراسي د یو داسې سیستم په توګه پېژنو چې په ډېره لوړه کچه د دولتونو په تغیرولو سره یوازې د پانګوالانو او لویو تجارتونو د ګټو لپاره کار کوي. په دغه سیستم کې د خپل عهد او پیمان ماتول یو فرهنګ دي، سیاستوال د نخبه ګانو د راضي کولو لپاره د رایې ورکوونکو سره خپلې ټولې کړې وعدې ماتوي. اسلام خپل ځانګړی، جامع او عادلانه سیستم لري چې موږ (حزب التحریر) یې په اسلامي نړۍ کې د تاسیسولو لپاره کار کوو او نور مسلمانان هم ورته دعوتوو.

3-             موږ پر دغه واکمنه فضا باندې کلکه نیوکه کوو، ځکه چې په پرله پسې ډول مسلمانانو ته سپکاوی کوي او اسلام خلکو ته د یو خطر په ډول معرفي کوي. موږ د سیاستوالو دوه مخي هم ردو، چې د اسلامي ټولونو څخه د ټاکنو په را رسېدلو سره استفاده کوي، تر څو پاپولیستي امتیازونو تر لاسه کړي.

4.             د ډیموکراتیک سیستم ردول هېڅ کله هم دیکتاتوري او د ټولنې د جلاوالي د ملاتړ په معنی نه دي. حزب التحریر د دیکتاتورۍ تر ټولو لوی مخالف دی. د دغه ګوند په زرګونو غړي په اسلامي نړۍ کې د دیکتاتورو رژیمونو له لوري له ځورولو، ربړولو او اعدامولو سره مخ کېږي.

حزب التحریر د دواړو جلاوالي او په لویدیځ کې د یوالی پر خلاف دي.  موږ د جلاوالي پر خلاف یو، ځکه چې اسلام مسلمانان له ټولنې څخه د جلاکیدو منعه کړي. موږ همدا راز په لودیځ کې د یوالي پر خلاف یو، ځکه چې په لویدیځ کې یوالی په دې معنی دی چې مسلمانان باید خپل اسلامي ارزښتونو تر پښو لاندې کړي. دا په هغه وخت کې موږ ته څرګندېږي، کله چې له مسلمانانو څخه غربي ارزښتونو ته د وفادارۍ غوښتنه وشي او یا هم کله چې حجاب کول، د نارینه او ښځینه د لامبو وهلو جلا کول، په اسلام طریقه د ماشومانو را لویول او په تعلیمي مرکزونو کې لمونځ کولو منعه کېږي او یا هم سیاسي ستونزه ترې جوړوي.

حزب تحریر استدلال کوی چې مسلمانان باید کفارو او نورو مسلمانانو سره په بحثونو کې په ګډون سره  په ټولنه کې یو اساسي رول ولوبوي او د اسلام ضد پالیسیو او دسیسو پر وړاندې ودریږي.

په سویډن کې د حزب تحریر مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې