شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 رمضان 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 22 می 2020 م

شمېره:      ۲۳/۱۴۴۱


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۴۴۱هـ.ق کال، د شوال میاشتې د لیدلو اعلان

نېکمرغه کوچنی اختر مو مبارک!

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله، الله اکبر، الله اکبر، و لله الحمد

بسم الله الرحمن الرحیم، ټوله ثنا او ستاینه دې وي د نړۍ او ټولو کایناتو پر خالق او رښتیني پاچا، صلوات دې وي د الله سبحانه و تعالی پر رسول، د دولت پر بنسټ اېښودونکي، سیدالخالقین، سیدنا محمد و علی آله و صحبه وسلم.

احمد د محمد بن زیاد څخه روایت کوي، چې هغه وویل، ما د ابو هریرة رضی الله تعالی عنه څخه واورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ـ ابو القاسم وفرمایل:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ، أ وَ فْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبِيَ عَلَيْكُمْ فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ»

ژباړه: «د میاشتې په لیدلو سره روژه ونیسئ او د میاشتې په لیدلو سره افطار وکړئ او که اسمان ورېځ و؛ دېرش ورځې پوره کړئ»

په دې سپېڅلې شپه کې د شوال د نوې میاشتې له څېړلو وروسته د شنبې ورځ، د شریعت سره سم د نوې میاشتې لیدل نه دي تایید شوي، له همدې امله شنبه د روژې میاشت دوام لري او یکشنبه د شوال میاشتې لومړۍ نېټه او د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

حزب التحریر د کوچني اختر د سپېڅلې ورځې په پار ټول اسلامي امت ته مبارکي وايي،  دا مبارکي د هغو رښتینو دعوتګرو له خوا د زړه له کومي احساس کېږي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زیري څخه خوښ دي او د ټولو شرایطو سربېره اختر لمانځي.

همدا راز زه له خپل اړخ او د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د مشر او ټولو وروڼو او خویندو له اړخه د حزب التحریر امیر، جلیل القدر عالم، شیخ عطا بن خلیل ابو رشتة ته ځانګړې مبارکي وایم. له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې د دغه دعوت په مشرۍ کې دې لاسته راوړنې په برخه شي تر څو د امت ځواک او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری د دویم راشده خلافت په تاسیس سره تر لاسه کړې.

اختر را ورسېدو، خو نړۍ تر اوسه له کرونا ویروس سره لاس او ګرېوان ده، موږ لا هم د نړۍ هغو هېوادونو ته ګورو چې د دوی د ناوړه رهبر (امریکا) په مشرۍ رهبري کېږي، دوی د اقتصادي وړتیا په لټه کې دي تر څو له «اقتصادي پېچلي بندیز» څخه ووځي. د دوی اصلي اندېښنه همدا ده او له همدې امله یې د شپې خوب تښی دی. د دوی پوهان وايي: «که تاسو اقتصاد خلاص کړی، تاسو به له ناروغۍ ومرئ!» بیا د دوی شتمنو ځواب ورکړ: «که تاسو اقتصاد وتړی، نو تاسو به له لوږې ومرئ!» په دې توګه د نړۍ هېوادونه د لوږې او ناروغۍ د وېرې تر منځ ګير دي.  الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَداً مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی د یوه کلي (د وګړو) مثال راوړی دی، د هغه (کلي اوسېدونکو) د ډاډ او بېغمۍ ژوند تېراوه او له هر لوري ورته پرېمانه روزي رسېدله، نو هغه د (کلي اوسېدونکو) د الله سبحانه و تعالی د پېرزوینو پر ناشکرۍ لاس پورې کړ، نو بیا الله سبحانه و تعالی د هغه کلي پر اوسېدونکو د هغوی د کړو وړو دا خوند وڅکه چې د لوږې او وېرې غمونه پرې خواره شول»

[نحل: ۱۱۲]

اې خلکو!

د نړۍ هېوادونه د کرونا ویروس ناورین د خالص سیکولر پانګوال نظام له اړخه اداره کوي، چې تل به یې فکر کولو دوی پر نړۍ او هغه څه چې په نړۍ کې دي غالب دي، په پیل کې یې مسئله راټيټه کړه، مګر کله چې یې ماتې وخوړه، بیا یې د ناورین د کړکېچ له شمېر سره معامله وکړه، چې بېرته یې څلور لارې ورګرځېدلو ته اړ کړل. که دوی «د نبوت پر منهج» د اسلامي تمدن او د ناروغیو، طاعون او حفظ الصحې په اړه معلومات تر لاسه کړي وی، نو پوه شوي به وای چې د داسې فاسدې ناروغۍ په معامله کې باید واټن په پام کې ونیول شي، انسانیت، باور، روغتیا، پیسې او ګټې د دې لپاره اړین دي چې د وبا ناروغي له منځه یوسي، نه یوازې د اخته کسانو شمېر کم کړي، بلکې د نبوت پر منهج اړتیا ليدل کېږي چې د ناروغۍ په خپرېدو سره په هېواد کې د جغرافیې بېلوالی راشي، نو دا د هغو سیمو تر منځ د تګ راتګ مخنیوی کوي چې ساري ناروغۍ ولري او هغه سیمې چې هېڅ ساري ناروغۍ ونه لري. 

بیا ناروغ کسان له روغو کسانو څخه جلا کېږي، په هغو سیمو کې چې مېکروب نشته، هلته ژوند دوام مومي او د دولت په لګښت ټولو ناروغانو ته پاملرنه کېږي، تر هغې پورې د ناروغۍ د مخینوي لپاره هڅه کېږي چې قضیې صفر ته راښکته شي، داسې کار نه کوي چې ټول هېواد خلاص یا هم ټول هېواد وتړي، یا هم نیم خلاص او نیم نور وتړي، لږ ګمرک وضع او لږ نور نافذ کړي. دا ټول تدابیر هغه څه ځنډوي چې مشهور دي او یو ځل چې خلک سره ګډ شي، ساري ناروغۍ بېرته راګرځي.

که څه هم زموږ په هېواد کې یو شمېر غربي رسنۍ نبوت ته د رسېدو لپاره د هېوادونو پام بل خوا اړوي، په داسې حال کې چې اسلام یو تمدن دی چې د غرب له تمدن څخه ډېر لرغونی دی، غرب اسلام خپل دښمن وبللو او پر ښو یې غوږونه کاڼه واچول او په دې سره یې خپل برخلیک ټاکلی دی! الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّى إِذَا فَرِحُواْ بِمَا أُوتُواْ أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ]

ژباړه: «بیا کله چې هغوی، هغه نصیحت هېر کړ چې ورته شوی و، نو موږ د هر ډول سوکالۍ دروازې د هغوی لپار پرانیستلې. تر دې پورې چې کله هغوی په هغو نعمتونو کې چې وربښل شوي وو، ښه ډوب شول، نو موږ په ناڅاپي ډول هغوی ونیول او په دې وخت کې د هغو دا حالت و چې له هرې ښېګڼې څخه ناهیلي و»

[انعام: ۴۴]

اې مسلمانانو!

د ترواېح میاشت تېره شوه، په داسې حال کې چې تاسو په مسجدونو کې له لمانځه څخه منع شوي وی! د الله سبحانه و تعالی کورونه ستاسو پر مخ نه وو پرانيستل شوي؛ ځکه چې ستاسو واکمنان په غرب پسې ځي چې نه ستاسو عقیده لري او نه هم پر شرعي ارزښتونو پوهېږي. دوی عبادتځایونو ته د اړتیا په سترګه نه، بلکې بانکونو او بازارونو ته د اړتیا په سترګه ګوري، مسجدونه تړي او د مخنیوي تدابیرو پر مهال د دوی د پرانیستلو په اړه هېڅ فکر نه کوي، لکه څنګه چې د نورو ځایونو د پرانیستلو په اړه فکر کوي! درباري علما له دوی څخه ډېر ګړندي شوی او د دوی د درناوي لپاره فتوا ورکوي، حتی ځينو علماوو جرئت کړی چې د الله سبحانه و تعالی د کورونو د دروازو پرانيستل منع کړي! الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ]

ژباړه: «او له هغه چا څخه به غټ ظالم څوک وي چې د الله سبحانه و تعالی په عبادت ځایونو (مسجدونو) کې د الله د نوم اخیستل منع کوي»

[بقره: ۱۱۴]

اې تاسو تر ټولو غوره ملت بشریت ته راوړی!

د امت په تاریخ کې هېڅکله دې علماوو جرئت نه کولو چې د الله سبحانه و تعالی کورونو ته تګ راتګ منع کړي! ایا دا به کافي نه وي چې ووایو دا د امت په تاریخ کې لومړۍ رمضان دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رسالت وروسته په اسلامي مسجدونو کې اسلامي امت له لمانځه څخه منع دی؟! ایا تاسو دا پېښه کافي نه بولی، په داسې حال کې د دوو میلیاردو امت یئ؟! د دې سوري شوي نړیوال نظم ميز د اسلامي نظام پر مېز بدل کړئ؟!

په حقیقت کې په الله سبحانه و تعالی قسم دی چې دا او نور کارونه کافي دي، دا ستاسو لپاره کافي دي چې د اسلام دین او د انسانیت د ژغورلو وړتیا لری تر څو ژر تر ژره خلافت بېرته راوګرځوئ، د لويديځ خلکو ته ورشئ چې هېوادونه مو یې راوپرځول او هغوی ته مو د خپل رب باور وړاندې کړ، الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ]

ژباړه: «او په همدې ډول موږ یو امت وسط (غوره امت) ګرځولي یاست چې تاسې پر نړیوالو شاهدان او پیغمبر پر تاسې شاهد اوسي»

[بقره: ۱۴۳]

د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!

حزب التحریر تاسو ته د الله سبحانه و تعالی له خبرو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سپېڅلي فکر او د نړۍ شرایطو ته د رسېدلو په اړه غوښتنه کوي، راشئ د خلافت د تاسیس لپاره کار وکړئ! راشئ په اسلام کې تر ټولو لوی مکلفیت لپاره مټې راونغاړئ! راشئ چې تاسو بېرته د کایناتو غوره ملت ته ستانه شئ!...

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، لا اله الاالله، الله اکبر، الله اکبر، ولله الحمد.

اختر مو مبارک، وسلام علیکم ورحمة الله و برکاته

انجنیر صلاح الدین عددة

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتی دفتر مشر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې