جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 13 فبروری 2021 م

شمېره:      : ۰۲۲/ ۱۴۴۲

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر یو کمپاین پیل کړی، چې سرلیک یې دی: « د خلافت له راپرځېدو یوه پېړۍ وروسته... اې مسلمانانو، خلافت تاسیس کړئ!»

د رجب الخیر میاشت یو ځل بیا پر موږ راورسېده، چې موږ ته د خلافت د راپرځېدلو روانه غمیزه را په یادوي چې تر اوسه پورې پای ته نه ده رسېدلې. تر دې دمه، مسلمانانو هغه حالت بېرته نه دی راوستلی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی لپاره پرېښی و. وروسته له هغه چې مصطفی کمال ملعون په ۱۳۴۲ هـ.ق کال کې چې له ۱۹۲۴م کال سره سمون خوري، عثماني خلافت راوپرځاوه. په دې سره یې اسلامي امت د تراژيدۍ په لمنو کې راګير کړ، چې ټول اړخونه ورسره لاس او ګريوان دي.

سږ کال د خلافت د راپرځېدلو سل کلونه پوره کېږي، یوه پېړۍ کېږي چې اسلامي امت د خپل سپېڅلي شریعت د حکم له سیوري بې برخې دی. په حقیقت کې د دې لسو لسیزو کوم کتونکی کولای شي هغه کړاوونه وګوري چې اسلامي امت یې ګالي. ډېرې ستونزې، پر له پسې غمیزې، په داسې حال کې چې اسلامي امت تر دې وړاندې هېڅکله د داسې ستونزو شاهد نه و.

په دې توګه د حزب التحریر د امیر نامتو عالم، عطا بن خلیل ابوالرشته تر لارښوونې لاندې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د حزب التحریر د ټولو غړو په همکارۍ په ټوله نړۍ کې یو نړیوال کمپاين پيل کړی، چې له مخې یې د اسلامي امت زامن او لورګانې له حزب سره کار کولو ته وهڅول شي، تر څو د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت لپاره هڅه وکړي.

په همدې توګه حزب التحرير د دغه کمپاین له لارې، په ځانګړې توګه د اسلامي امت متنفذین او د قدرت څښتنان هڅوي، دوی ته یې واجب وریادوي او له دوی څخه د نصرت (مادي ملاتړ) غوښتنه کوي، چې له حزب سره یو ځای شي او د نبوت پرمنهج د دویم راشده خلافت په رامنځ ته کولو سره د الله سبحانه و تعالی دین لوړ کړي. 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رسنیو په ځانګړې توګه د اسلامي رسنیو مسلکي کارکوونکو ته د رسنیو په چوکاټ کې بلنه ورکوي، چې د خیر ملاتړ وکړي او د دغه کمپاین د فعالیتونو په پوښښ او شریکولو کې ونډه واخلي، د خلافت د بیا راستنېدلو لپاره کار وکړي، چې اسلامي امت یې هیله لري.

په همدې توګه د الله سبحانه و تعالی په نامه او نصرت سره موږ دا کمپاین پیلوو: «د خلافت له راپرځېدو یوه پېړۍ وروسته... اې مسلمانانو! خلافت تاسیس کړئ.» الله سبحانه و تعالی موږ سره د هغه د دین په جوړولو او د امت په لوړوالي کې مرسته کوي.

#خلافت _ بیا_تاسیس_کړئ

#خلافت_را_برپا_کنید

#أقيموا_الخلافة

#خلافت_کو_قائم_کرو

#ReturnTheKhilafah

#YenidenHilafet

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې