جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 شوال 1438

میلادی نېټه :     یکشنبه, 02 جولای 2017 م

شمیره:      ۱۴۳۸ AH /۰۵۲

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د روغتیایي امکاناتو نشت او کلابندي د غزې د مظلومو ماشومانو ژوند اخلي!

(ژباړه)

په دې اونۍ کې د غزې تړانګې په شفا روغتون کې د تازه زیږېدلو په ځانګړي ځای کې درې نوو زیږېدلو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. کابو ۱۱ کاله کېږي چې د غزې په تړانګه کې ۲ میلیونه مېشت فلسطینیان کلابند دي او ډېر سخت ژوند تېروي. د یادې کرښې اوسېدونکي له فقر، لوږې، بېکارۍ، د سون توکو نشت، د اړتیا وړ انرژۍ لږوالي، د فاضلابو په سیسټم کې اختلال، د سفر بندیزونه، درملو ته نه لاسرسي او نورو څخه سخت ځورېږي؛ چې په دې برخه کې تر ټولو زیات ماشومان زیانمن شوي.  

په غزه کې روغتونونه له لومړنیو توکو پرته، چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ورکړي او په بیړنیو وختونو کې ګټه ترې اخیستل کېږي، نور هېڅ ډول امکانات نه لري. اوس ډېر روغتیایی خدمتونه د ناروغانو پر مخ تړل شوي او د روغتیایي امکاناتو نشت تر ټولو ډېر د ماشومانو ژوند ګواښي او د مرګ لامل یې کېږي. لکه څنګه چې په دې وروستیو کې یادو ستونزو د دریو تازه زیږېدلو ماشومانو ژوند واخیست.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د فلسطین په اشغالي خاوره کې د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه خدمتونو همغږی کوونکی رابرټ پیپر د غزې په تړانګه کې د انرژۍ پر ډېر کمښت خواشیني څرګنده کړه او ګواښ یې وکړ چې دغه حالت به غمیزې رامنځته کړي. نوموړي وویل: «د برېښنا ډېر نشت به د بشپړو بنسټیزو خدمتونو لکه، روغتیایي، د اوبو خدمتونه او د فاضلاب سیسټم د له منځه تلو سبب شي.»

په ۲۰۱۶ م کې د نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ د غزې په تړانګه کې شاوخوا ۵۰ سلنه روغتیایي تجهیزات له منځه تللي او په ګدامونو کې له درېیمې برخې ډېر اړین درمل خلاص شوي دي. په رام الله کې د روغتیا له وزارت څخه د روغتیایي درملو بندېدو لپاره د بودیجې د کمښت پر بنسټ د ملګرو ملتونو هوډ د روان کال د اپرېل تر پای ته رسېدو  ۳۵ سلنه زیاتوالی درلود؛ چې دې چارې حالت کړکېچن کړی دی. په  داسې حال کې چې په نشه یي توکو کې د بودیجې کمښت ۴۰ سلنه و او اعلان شوې چې ۱۷۰ ډوله درمل او ۲۷۰ ډوله طبي توکي نشته.

د بشري  سرچینو سازمان اجرایي مدیر ډاکتر عدنان الوحیدي وایي: «د غزې په کم عمره ماشومانو کې سخته سوء تغذیه د ډېرېدو په حال کې ده او همدارنګه په مختلف عمره کسانو کې میکروبي کېدو لوړه کچه له غیر ساري نارغیو لکه د زړه ناروغي، عروقي، د سرطان او ډیابټ لومړي ډول څخه کمه نه ده». دی زیاتوي: «د چاغتوب ناروغي په ماشومانو کې د ډېرېدو په حال کې ده؛ ځکه ډېری کورنۍ په لږو کالري لرونکو خوړو ژوند تېروي؛ ځکه دوی د خپلې کورنۍ لپاره له اړینو مغذي توکو څخه غني خواړه نه شي چمتو کولی.»

د غزې یاد حالت ته په کتو، ناروغان په ځانګړي ډول په تومور، د ماشومانو تبې، هماتولوژۍ، د سترګې ناروغۍ او ارتوپیدۍ پورې اړوند ناروغان اورشلیم او په لودیځه څنډه کې تخصصي روغتونونو او ځینې وختونه د اردنیانو او یهودیانو روغتونو ته ورځي؛ خو اړتیا ده چې له غزې نه د وتلو لپاره اجازه واخلي. د روغتیا نړیوال سازمان څېړنې ښیي چې د هغو ناروغانو شمېر چې له غزې نه د وتلو لپاره اجازه اخلي، ډېر د اندېښنې وړ دی او ډېری يې تر هغه چې د وتلو اجازه اخلي، خپل ژوند له لاسه ورکوي. د هغو ډاکټرانو اطلاعات چې د بشري حقونو لپاره کار کوي، داښیي چې د فلسطین اداره تل د اجازې غوښتنې د تصویب شمېر راټیټوي.

اې اسلامي امته او په ځانګړي ډول د مصر اوسېدونکو! په هغه ځای کې چې حاکمان یې د غزې له کلابندۍ سره مرسته کوي، د روغتیایي امکاناتو نشت، چې د ماشومانو د مرګ سبب کېږي، پر تاسو هېڅ اغېز نه کوي؟ ایا تاسو اولادونه نه لرئ چې د نورو درد احساس کړئ؟ ستاسو زړونه قلف شوي او د غزې په «حاشیم» کې انساني غمیزه نه وینئ؟ تاسو د فلسطین رسوا حکومت په رام الله کې په کوم حق او قانون سره په غزه کې د خلکو پر مخ درمل او طبي تجهیزات بندوئ؟ په کوم حق غربي روغتونونو ته د ورتګ لپاره د ناروغانو ورتګ ځنډوئ،  په داسې حال کې چې د یهودیانو پر وړاندې هېڅ توان او قدرت نه لرئ؟ ایا د یهودانو کلابندي د دغه امت لپاره بسنه نه کوي، که تاسو دا کار د هغوی په غوښتنه تر سره کوئ؟

افسوز دې وي پر تاسو! د خلکو له ژوند څخه د غزې پر حکومت د فشار لپاره د یو کارت په توګه ګټه اخلئ او خپلو ځانونو ته فرېب ورکوئ، چې ګواکي دولت او قدرت لرئ؟ تسلیم، سپکاوی، په ښکېکلاګرو پورې تړاو، پر  خلکو ظلم خپله پر دغه ادعا شاهد دی. پوه شئ چې په دې دنیا کې به ستاسو واکمني ډېره ژر د نبوت پر تګلاره د عادل خلیفه په لاس نسکوره شي  او د اخرت عذاب ډېر سخت دی.

﴿قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللّهِ بَغْتَةً أَوْ جَهْرَةً هَلْ يُهْلَكُ إِلاَّ الْقَوْمُ الظَّالِمُونَ

[انعام: ۴۷]

ژباړه: ووایه تاسو له ځان سره دا فکر کړی، که د الله سبحانه وتعالی له لوري په ناڅاپي ډول پر تاسو عذاب راشي، نو له ظالمانو پرته به نور څوک هلاک شي؟

﴿وَلاَ تَحْسَبَنَّ اللّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ

[ابراهیم: ۴۲]

ژباړه: اوس چې دغه ظالمان څه کوي، ته الله سبحانه وتعالی له دوی څخه بې خبره مه ګڼه. الله سبحانه وتعالی دوی د هغې ورځې لپاره ځنډوي چې سترګې به یې رډې پاتې وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې