سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 جمادی الثانی 1439

میلادی نېټه :     سه شنبه, 20 فبروری 2018 م

شمیره:      1439 هـ ق / 012

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د ملګرو ملتونو سازمان تش په نامه امنیت ساتونکی دی، خو په اصل کې قاتل سازمان دی!!

د بریتانیې د ټایمز ورځپاڼې د «د ملګرو ملتونو د سازمان کارکوونکي په یوه لسیزه کې د ۶۰۰۰۰ جنسي تېریو مسؤل دي» تر سرلیک لاندې یو رپوټ خپور کړی. دغه رپوټ د یادې ورځپاڼې لخوا د رسواییو د افشا کولو د پراخ پوښښ په لړکې خپرېږي چې دغه خیریه سازمان ته یې ټکان ورکړ؛  مخکې له دې دغې ورځپاڼې په لومړي مخ په دې اړه رپوټ خپور کړی و چې آکسفام، رولانډ فن هاوېرمیرین په هایټي کې د خپلې څانګې د مشر په توګه وګوماره، دا هغه کس دی چې په دې وروستیو کې یې په هایټي کې له زلزله ځپلو سره د سازمان لخوا د مرستې په جریان کې  له فاحشو سره د معاملې په تورونو له اصلي کسانو و، دوه کاله وروسته دی د بریتانیې له یو بل مرستندوی سازمان څخه د فحاشۍ په تور شړل شوی و.  

دا لومړی ځل نه دی چې د ملګرو ملتونو د سازمان د کارکوونکو او سوله‌ساتو ځواکونو سرغړونه په ډاګه شوې. په  2017 کال کې په ګڼو رپوټونو کې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د خپلو کارکوونکو پر وړاندې یې د دغه کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې د جنسي تیریو ۳۱ شکایتونو تر لاسه کړي. د جون په میاشت کې د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې اعزامي هیئت رپوټ ورکړ چې د دوی لاس ته د دوی د خپلو واحدونو د غړو او نورو نړیوالو ملکي کارمندانو لخوا تر د سره شوو جنسي استفادو په تړاو رپوټونه رسېدلي. د ملګرو ملتونو یو رپوټ همدا راز وایي چې د ملګرو ملتونو د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو غړو په هغو هېوادونو کې چې کار یې پکې کړی او چېرته چې فکر کېده چې ملګري ملتونه مرستې ورغلي، د جنسي خدماتو په بدل کې مرسته کوله.

د ټایمز هغه رپوټ چې د آکسفام  د رپوټ په څنډه کې خپور شوی دی، د ملګرو ملتونو د بېړنیو همکاریو مرکز د کارکوونکو د پخواني مشر، انډري مکلوډ خبره راوړې ده. نوموړی د ملګرو ملتونو د سازمان کارکوونکي په نړۍ کې په زرګونو جنسي تېریو تورنوي. مکلوډ وايي چې په دغه نړیوال سازمان او د دوی په نمایندګیو کې شاوخوا ۳۳۰۰ بچه بازان کار کوي. نوموړی دا اټکلونه د هغه حقیقت پر بنسټ کړي چې د جنسي تېریو له هرو لسو قضیو چې نړیوالو کارکوونکو کړې، د یوې یې رپوټ ورکړل شوی.

د نړیوال سازمان د سوله ساتو ځواکونو د کار په اړه د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې غوښتنه شوې چې د هغو هېوادونو پوځیان چې د ماشومانو د جنسي ځورونې په قضیو کې ښکیل دي، د نړیوالې سوله ساتنې په عملیاتو کې یې باید د ګډون مخه ونیول شي.

لکه څنګه چې په دې اړه یو متل وايي: «خپل ساتونکی یې غل دی!» هغه سازمان چې د بشر له حقونو د دفاع ټټر وهي، وایي چې د ښځو او مېرمنو له حقونو دفاع کوو او پر وړاندې یې د خشونت مخه نیسو، پخپله یې یو زیات شمېر کارکوونکي تاوتریخوالی کوي! تش په نامه امنیت ساتونکي  خو به حقیقت کې جلادان دي! دا د دغه نړیوال سازمان د عمل او وینا د تناقض له ګڼو بېلګو څخه یوه بېلګه ده، هغه سازمان چې د ظالم او خوسا پانګوال نظام استازیتوب کوي، هغه نظام چې ځان د بشر د حقونو د ساتونکي په توګه ښیي خو په حقیقت کې له پیاوړي سره د کمزوري پر وړاندې او له بډای سره د بېوزله په مقابل کې درېږي،  هغه نظام چې د پیاوړو دولتونو اجنډا او امر د زیانمنېدونکو دولتونو په لګښت پلي کوي...

اې د ټولې نړۍ مسلمانانو!

څوک د دې وړ دي چې له تاسو ساتنه وکړي، ګټې مو خوندي او امنیت مو ټینګ کړي ... په پیسو پورې تړلي ناعادلانه سازمانونه او که یو عادلانه او قوي الهی نظام؛ داسې نظام چې یوازې راشده خلافت دولت یې پلی کولی شي، هغه چې د الله د قانون مطابق حکم کوي او مقررات یې پلي کوي؟ الله تعالی فرمایي:

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَا إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ

(سجده: ۲۲)

تر هغه ظالم څوک دی چې د الله پر ایتونو باندې پند ورکړل شي، مګر بیا مخ ترې واړوي، پرته له شکه موږ مجرمینو ته سزا ورکوو

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د مېرمنو څانګه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې