Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 جمادی الثانی 1442

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 27 جنوری 2021 م

شمیره:      ۰۲۱/ ۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د اسلامي امت پر ټپونو له سوداګرۍ لاس واخلئ

 

د سوریې ملکي دفاع ډلې ویلي، د بې ځایه شویو کسانو لپاره د سوریې په شمال لويدیځ ادلیب ولایت کې د بارانونو او واورو له امله ۲۵۵ کمپونه زیانمن شوي دي. له دې ښکاري چې د هغو کورنیو شمېر چې له کمپونو څخه د باندې شپې او ورځې تېروي،  شمېر یې تر ۳،۲۰۰ پورې رسېږي. غیر نظامي دفاع څرګنده کړه، چې ښايي دا شمېره د سیمې د طبیعت او له سېلاب څخه د ساتنې د مخنیوي وسیلو د نشت لکه، د بندونو او د اوبو ویالو کانالونو د کمښت له امله ډېروالی ومومي.

تېره چهارشنبه په شمالي ادلیب کې د سړې هوا او هغو واورو له امله دوه ماشومان په کمپونو کې مړه شول، چې په شمالي سوریه کې راښویېدلې وې. یو بل ماشوم تېره ورځ له سختو بارانونو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ او دری نور ماشومان د دوی د بلاک د کېږدۍ د راپرځېدلو په پایله کې ټپیان شول.

د ادليب ولایت په کمپونو کې د زرګونو بې ځایه شویو خلکو کړکېچ ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه چې د سوریې د وحشي رژيم له لوري غیر رسمي کمپونه له نظامي کمپاین سره پر یو وخت پراخېږي. نهه کلونه کېږي چې دا ستونزه په هغو کمپونو کې تکرارېږي چې زیربنا نه لري او بې ځایه شویو خلکو په کرهڼيزو ځمکو کې کېږدۍ درولې دي. له دوی سره مرسته نه کېږي، څو بل ځای ځان ته پیدا کړي. تر هغې ظالمانه بمبارۍ وروسته چې میلیونونه ملکي وګړي یې په ادلیب کې د ترکیې ـ سوریې پولې ته نېږدې سیمو ته کډه کړل، دوی هلته د ستړیا او پاتې کېدو احساس کوي. دوی نه ترکیې ته ننوتلی شي او نه هم بېرته خپلو کورونو ته راستنېدلی شي. د وضعیت د خرابېدو پر مهال دوی مناسبه مرسته هم نه شي تر لاسه کولای، ځکه چې په سلګونو زره کورنۍ د خپلو کورونو د امنیت د نه تامین له امله په کېږدیو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.

په دې کمپونو کې بې ځایه شوې کورنۍ سربېره پر دې چې د راتلونکي په اړه اندېښنه لري، د ژوند په ډېرو کمزورو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي. په داسې حال کې چې پر نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ټولنو سربېره، په سړه هوا کې خواړه، درمل، بخارۍ او د ژوند نور اړین توکي نه لري. بارانونو نه یوازې د بې ځایه شویو کورنیو کېږدۍ ویجاړې کړې، بلکې سېلاب یې کالي او کمپلې هم له ځان سره وړي دي. دوی ویده وو او کمپ یې په ډنډونو او خټو بدل شوی و، لکه هر ژمی چې همداسې کېږي.

د کډوالۍ کړکېچ په پیل کې، مرستندویه او د ملګرو ملتونو بشري سازمانونو د دغه ناورین د پای ته رسولو لپاره د حل لارو د پلټنې او د بې ځایه شویو کسانو د کړاونو د کمولو لپاره، چې د سوریې ظالم رژیم او متحدینو له لوري ورسره مخ شوي وو، له ملګرو هېودانو څخه د مرستې لپاره یې په مسلسلو کنفرانسونو کې برخه واخیسته.

له یوې اساسي، ان نیمګړې حل لارې پرته ډېر تریخ کلونه تېرېږي، چې موږ ته یو ځل نه څو ځله ښکاري:

ـ دا سازمانونه بشر پاله نه، بلکې له دغې بشر دوستانه قضیې څخه ګټه اخیستونکي دي، ځکه چې دا د کلنۍ ګټې پر فایل بدل شوي دي، چې په چل او دوکې بسپنه راټولوي، بیا یې ټوټه ټوټه کوي.

ـ هغه ملګري هېوادونه چې جوړ جاړی کوي او د هغو ښځو او مظلومو ماشومانو په غمیزه کې پاتې راغلي، د تودوخې لپاره ډېرې ساده اسانتیاوې نه لري؛ هغه ماشومان چې عمر یې له ناورین سره سم دی. په کمپونو کې د راتلونکي له هغو شرایط سره دوی مخکېدونکي دي چې ان د څارویو لپاره هم مناسب نه دی. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ترې وساتي. دا له ستونزو  ډک کلونه په داسې حال کې تېرېږي چې تر اوسه ان د واورې طوفانونه نه دي رامنځ ته شوي؟!  

ـ دا چې د کمپونو او نورو خلکو شرایطو ته پاملرنه نه کېږي، د چل او خنډ جوړولو یوه برخه ده چې پر دوی د امریکا حل لارې ومني؛ تر دې ادعا لاندې چې «ستاسو لپاره له امریکا پرته بل هېڅوک د خلاصون لار نه مومي» ظالم رژیم او متحدین یې په کمپونو کې زموږ د خلکو یوازينی لامل نه دی. د دوی شریکان هم په سیمه کې نه یوازې د کمپ اوسېدونکي د اساسي حل لارې په موندلو کې پاتې راغلي، یا له پامه غورځېدلي دي، بلکې د اشام خلک هم له همدغو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

اې مسلمانانو! پوه شئ:

په سوریه کې د زیانمنو مسلمانانو ملاتړ او د دوی له مصیبتونو څخه خلاصون احسان یا خیرات نه دی، بلکې د اسلامي عقیدې د ورورولۍ له مخې اړین ګڼل کېږي، چې د قرآن کریم په ایتونو او نبوي احادیثو کې یې غوښتنه شوې ده. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ]

ژباړه: «...او که هغوی د دین لپاره له تاسو څخه مرسته وغواړي، نو له هغوی سره مرسته کول پر تاسو فرض دي...» [انفال: ۷۲]

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَا مِنِ امْرِئٍ يَخْذُلُ مُسْلِماً فِي مَوْطِنٍ يُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ، وَيُنْتَقَصُ فِيهِ عِرْضُهُ إِلا خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ، وَمَا مِنِ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِماً فِي مَوْطِنٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَتُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ إِلا نَصَرَهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ».

ژباړه: «هر مسلمان چې بل مسلمان په داسې ځای کې پرېږدي چې ملګری ونه لري او عزت یې تر پښو لاندې کېږي، الله سبحانه و تعالی یې په داسې ځای کې یوازې پرېږدي چې د الهي مرستې په تمه وي او هر مسلمان چې له بل مسلمان سره په داسې ځای کې مرسته وکړي چې بريد پرې کېږي او عزت یې تر پښو لاندې کېږي، الله سبحانه و تعالی په هغه ځای کې مرسته ورسره کوي چې د الهي نصرت تمه ولري.»  

ـ اوس هغه وخت رارسېدلی چې د امت ژغورونکو ته فرصت ورکړل شي، تر څو د خلافت پروژه پر مخ یوسي، چې زموږ په عقیده کې ځای لري، نور هېڅ شی په خپل ذات کې د رژيم د راپرځولو پر وړاندې د هڅو د یووالي تضمین نه کوي. په دې سره به خلک له ستونزو خلاص شي، د دې پروژې کارکوونکي پرېږدئ چې کار وکړي.

اې الله سبحانه و تعالی! له موږ سره مرسته وکړه، له ناورین څخه مو وژغوره او د اسلامي دولت د تاسیس توفیق مو په برخه کړه. اې الله سبحانه و تعالی! په بې کوره خلکو د ژمي یخنۍ اسانه کړه او پر دوی رحم وکړه. 

[وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ]

ژباړه: «اوس چې دغه ظالمان څه کوي، تاسو الله سبحانه و تعالی له دوی څخه غافل مه ګڼئ. الله سبحانه وتعالی دوی د هغې ورځې لپاره ځنډوي چې داسې حالت به وي چې سترګې یې رډې پاتې وي.» [ابراهیم: ۴۲]

د حزب التحریرـ  مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د ښځو برخه

 

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.