پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1442

میلادی نېټه :     جمعه, 12 فبروری 2021 م

شمیره:      ۰۲۳/ ۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د مسلمانې ښځې لپاره د هغې د ډال؛ خلافت په نشتون کې سل کاله تیارې، سپکاوی او نهيلي

دا رجب د اسلامي امت په تاریخ کې یو بل مهم پړاو رایادوي ـ زموږ د غوره دولت او اسلامي مشرۍ د راپرځېدو ۱۰۰ کاله پوره شول؛ هغه دولت چې د اسلام د دښمن مصطفي کمال او غربي استعماري حکومتونو په لاس ړنګ شو. دې ناورین دمسلمانو ښځو، ماشومانو او کورنیو پر ژوند ناوړه اغیزه وکړه، ځکه چې دوی یو داسې دولت له لاسه ورکړ چې تل د دوی د حقونو، عزت او هوساینې ساتونکی و. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:  

«الْإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: «امام د شپون په څېر دی او د خپل رعیت مسولیت لري»

په تېرو سلو کالو کې، د خلافت په نشتون کې، د مسلمانو ښځو ژوند له مرګ، ویجاړۍ، سپکاوي، بې وسۍ او نهیلۍسره مخ دی. دوی او ماشومان یې د استعماري جګړو اصلي قربانیان دي او په اسلامي خاورو کې د غرب په ملاتړ د سیکولر دیکتاتورانو ظالم حاکمیت او وحشیانه اشغال د مسلمانانو نسل وژني. کله چې اسلام حاکم و، هغه وخت د مسلمانې ښځې د ساتنه او هغې ته پاملرنه اصلي مسله وه، حاکمانو یې د عزت د ساتلو لپاره لښکرونه لېږل...  نن په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو چې خلافت نشته او مسلمانې ښځې ځورول کېږي، له لوږې سره لاس او ګرېوان دي، زنداني کېږي، شکنجه ورکول کېږي، جنسي تېری پرې کېږي او د اسلام د دښمنانو له لوري قرباني کېږي. د دوی د مرستې لپاره نه یوازې دا چې هېڅ لښکر نه بسیج کېږي، بلکې هېڅ دولت چمتو نه دی چې د دوی عزت وساتي.

سربېره پر دې، د اسلامي قانون په نشتون کې، اسلامي خاورې د ښځو پر وړاندې د لوړې کچې تاوتریخوالي او د هغوی د ناموس پر وړاندې له سرغړونې سره مخ شوې دي. د غربي لیبرال ارزښتونو د شتون له امله یې د بد اخلاقۍ، مادیت پالنې او فساد له ډېروالي سره مخ کړې دي، تر څو د ځوانانو ذوقونه مسموم کړي او له خپل دین څخه یې وباسي. د دې لیبرال ارزښتونو راوړل، د اسلام ټولنیز او کورني قوانین ګډوډ کړي دي او د کورنیو د پاشل کېدو لامل شوي دي، چې په پایله کې ښځې، سړي او ماشومان له یو ډول ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګريوان دي. سربېره پر دې، د اسلامي نظام په نشتون کې، د دغو بې کفایته او فاسدو رژیمونو تر حاکمیت لاندې، ښځې له هغو حقونو بې برخې دي چې الله سبحانه و تعالی ورکړي دي؛ لکه په لوړ کیفیت زده کړې، روغتیايي پاملرنې او ... . همدا راز، د خلافت په له منځه وړلو سره، ښځې له یو داسې دولت څخه بې برخې شوې چې د دوی مالي لګښتونه او امنیت یې تامین کړی و. اوس له مجبورۍ د ځان تمویل پخپله کوي، ډېری وختونه ناوړه اعمال تر سره کوي او په لارو او کوڅو کې سوال کوي یا هم د خپل ځان د بقا لپاره له کثافاتو څخه د خپل ګېډي د مړولو لپاره ګټه اخلي. دوی د دولت په نشتون کې له هغو ټولو امتیازاتو څخه بې برخې دي چې دوی ترې ګټه اخیسته او د ځمکې له سر څخه یې د بېوزلۍ لمن ورټوله کړې وه، هغه دولت چې د خلکو لپاره یې سوکالي راوړې وه، لومړنیو زده کړو ته یې لاره هواره کړې وه او د روغتیايي خدماتو لپاره یې تاسیسات رامنځ ته کړي وو، چې ښځينه او نارینه ترې ګټه پورته کړي. په حقیقت کې؛ د ډال، خلافت په نشتون کې، هغه رنځونه، کړاوونه او زیانونه چې ښځو زغملي دي، بې ساري او له زغم وتلي دي.

له همدې امله، دا کمپاین د هغه نړیوال کمپاین برخه ده چې د حزب التحریر له لوري د حزب د امیر، جیید عالم شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته په لارښوونه تر «د خلافت له راپرځېدو یوه پېړۍ وروسته... اې مسلمانانو، خلافت تاسیس کړئ!» سرلیک لاندې پیل شوی دی. د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د ښځو برخې خپل نړیوال کمپاین په همدې رجب میاشت کې پیل کړی دی، تر څو د نړۍ په کچه د مسلمانو ښځو په ژوند کې د خلافت د له منځه وړلو له امله له درد او غم څخه ډکې پېښې روښانه کړي او همدا راز هغه لیدلوری وړاندې کړي چې د ښځو رښتیني حقوق، رول او حیثیت، چې راشده خلافت یې د اسلامي قانون په چوکاټ کې غوښتنه کوي بیان کړي، تر څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه ډېرې غلط فهمۍ او دروغ له منځه یوسي. په دې مبارزه کې موږ، د حزب التحریر د ښځو برخه وایو چې نور د ظلم او زغم ۱۰۰ کلونه بس دي! موږ اړتیا لرو چې د اسلامي امت د تاریخ دا تیاره څپرکي ته د پای ټکی کېږدو. اې مسلمانانو! موږ له تاسو څخه غواړو چې د دې مهم کمپاین ملاتړ وکړئ او له هغو کسانو څخه شئ چې د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره یې دالله سبحانه و تعالی په مرسته ملا تړلې ده!

کمپاین په لاندو پتو راسره وڅارئ:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/hizbuttahrir/20797.html

فسبوک پاڼه:

https://www.facebook.com/womenscmoht/

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

- د فعالیتونو او بشپړ پوښښ هشتگ - 

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

#خلافت_را_برپا_کنید
#أقیموا_الخلافة

#خلافت_کو_قائم_کرو

#ReturnTheKhilafah

#YenidenHilafet

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې