شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

تلفزيون الواقية: لقاء بعنوان "إنجازات المرابطون في المسجد الأقصى!"

أجرى تلفزيون الواقية لقاء مع الأستاذ إسماعيل عمير (أبو البراء) من ولاية الأردن تحت عنوان "إنجازات المرابطون في المسجد الأقصى!".
 
تقديم: الأستاذ هيثم الناصر (أبو عمر)
 
الخميس، 24 ذو القعدة 1438هـ الموافق 16 آب/أغسطس 2017م
د مطلب ادامه...

اسلامي امت ته د ريښتينې خپلواکۍ مفهوم

  • خپور شوی په سیاسي

غربي ښکېلاک لومړی اسلامي خاوره (دارالاسلام) اشغال کړه، خو تر هغه وخته يې خپل پوځونه ورڅخه و نه ايستل، ترکومه يې چې د مسلمانانو خاوره (دارالاسلام) په وړو (ملي) دولتونو و نه وېشله او ورپسې يې خپل روزل شوي مزدور چارواکي ورباندې حاکم کړل، څو په هماغه ټوټه شوو خاورو واکمني وکړي او د هغوی د شتمنيو، زېرمو او پانګو له لوټ تالان، د هغوی د ښکېلاکي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره له کفارو سره مرسته وکړي، آن تر هغه چې له ښکېلاکګرو کفارو سره په يو سنګر کې د اسلام، مسلمانانو او حکومتولۍ ته د اسلام د بيا راوستلو له هڅو سره جنګ او مبارزه وکړي.

نو د دښمن د ماتې په مناسبت د جشن نيول هغه وخت سم دي، چې دښمن له خپلو ټولو پوځيانو، فکر او فرهنګ سره خپل هغه ځای ته په تګ مجبور شي، له کومه ځایه چې راغلی وي. خو اوس د خپلواکۍ په مناسبت جشن نيول والله، بالله ثم تالله د مسلمانانو په خاورو کې د دښمن د فرهنګ د پياوړتيا لپاره يوه پلمه، د عامه افکارو غولونه او تش دروغ دي. ځکه د ښکېلاکګرو او اشغالګرو تر حاکميت، دولت، بيرغ او قانون لاندې د خپلواکۍ د جشن نيول يوازې د کفارو د ګټو د خونديتوب او د امت د وېش او د هغوی د ناروا مفکورو لپاره د خدمت په موخه دي او بس. نو په دې خاوره کې د دروغجنې خپلواکۍ لپاره د جشن نيول له الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه له امت سره له خيانت پرته بل څه نه دي.

اسلامي امت بايد د خپلواکۍ واقعي مفهوم د قادسيې په جګړه کې رستم ته د جليل القدر صحابي ربعي بن عامر رضی الله عنه له ځواب څخه زده کړي:

((موږ الله سبحانه وتعالی ددې لپاره رالېږلي يو، څو هغه کسان چې الله سبحانه وتعالی ورته وغواړي؛ هغوی د مخلوق له بندګۍ څخه د مخلوق د رب بندګۍ ته او د دنيا له تنګۍ څخه د هغه پراختيا او د دينونو له ظلم څخه د اسلام عدالت ته راهنمايي کړو. موږ يې له داسې دين سره رالېږلي يو، څو د هغه مخلوق د هغه دین ته دعوت کړو، نو څوک چې دا ومني، له هغوی څخه يې منو او له هغوی څخه بېرته ګرځو او هغه څوک چې هغه ونه مني، د تل لپاره به له هغوی سره جګړه کوو، څو د الله سبحانه وتعالی وعده ترلاسه کړو)). نو دا ډول خپلواکي يوازې د اسلامي دولت د (نبوت پر منهج خلافت) د بيا تاسيس له لارې امکان لري او بس.

بل پلو له لاندې شرايطو پرته د اسلامي خاورو لپاره حقيقي خپلواکي اصلاً ناممکنه ده:

۱. د کفري شرق او غرب هر ډول نفوذ باید له منځه یووړل شي. هغه که نظامي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي نفوذ وي او يا هر هغه څه چې په اسلامي نړۍ کې د غرب د واکمنۍ او حاکميت لامل کيږي، د ټولو بايد له بېخه ريښې وايستل شي.

۲. شته سياسي منځی (سیاستوال) باید له واک او قدرت څخه لرې کړل شي. يعنې هغه سياستوال چې غرب د خپل کفري فکر او ثقافت په واسطه په اسلامي خاورو کې د مبدئي (ايډيولوژيکو) سېکولرانو په توګه روزلي دي.

۳. د راشده خلافت د دولت له لارې يوازې د اسلامي شريعت پر بنسټ بايد حکومت وشي. ځکه ددې خاورو ډېری خلک مسلمانان دي او په هغوی واجب دي څو يوازې اسلامي شريعت حاکم او د ژوند په ټولو برخو کې يې پلی کړي او دا له خلافت دولت پرته اصلاً امکان نه لري.

۴. هر هغه څه بايد له منځه يووړل شي چې په اسلامي خاورو کې د ښکېلاکګرو او اشغالګرو له مفکورو څخه په ميراث پاتې دي. لکه د مسلمانانو د خاورو ترمنځ د ملي پولو وېش، د ملي ګټو مفکوره، ملي سرحدونه، ملي بيرغ او ... ځکه هغه خاوره چې لومړی خپله حقيقي خپلواکي اعلانوي بايد د وېشل شوو اسلامي خاورو د يو کولو لپاره هر اړخيزې هڅې وکړي، څو هغوی ډېر ژر له خپلواک اسلامي دولت (راشده خلافت) سره يو ځای کړي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لواء ((سپين بيرغ له تور رنګه سپېڅلې کليمې سره)) او رايه ((تور بيرغ له سپين رنګه سپېڅلې کليمې سره)) تر سيوري لاندې ټول مسلمانان رهبري کړي او بايد د دولت يوازنی بنسټ اسلامي عقيده وي.

۵. د خلافت دولت له تاسيس سره په يو وخت کې بايد نړيوالو ته د اسلام د مبداء (ايډيولوژۍ) او دين د رسولو او خپرولو لپاره تياری ونيول شي او د نړيوال سياست په ډګر کې کار او هڅې پيل کړي. ځکه د دعوت او جهاد له لارې نړيوالو ته د اسلام لېږد او خپرول د ټول امت فريضه ده او د خلافت دولت لپاره د نړيوالو اړيکو اساس دی. ځکه که کفار د خلافت دولت د پوځ له فاتحانه بريدونو او ځاني دفاع څخه فرصت پيدا کړي، يو ځل بيا به د خلافت دولت پر خاوره راودانګي او د تېر په څېر به د هغې پر تجزيه پيل وکړي او په پای که به خلافت دولت له منځه يوسي.

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

تلفزيون الواقية: برنامج "حلقة على الهواء مع أحمد القصص"

يسر المكتب الإعلامي المركزي لحزب التحرير أن يقدم لمتابعي وزوار صفحات المكتب الإعلامي المركزي برنامجاً مرئياً جديداً من برامج تلفزيون الواقية بعنوان حلقة على الهواء مع أحمد القصص، يتناول فيه الأستاذ الفاضل أحمد القصص كتاب نظام الإسلام، فكونوا معنا..

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې