جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

فلسطين: كلمة مسجد "كيان يهود لا عهد له ولا ينفع معه إلا اجتثاثه من الجذور!"


الكلمة الأسبوعية للدكتور مصعب أبو عرقوب

عضو المكتب الإعلامي لحزب التحرير في الأرض المباركة (فلسطين)

الجمعة، 12 ذو القعدة 1438هـ الموافق 04 آب/أغسطس 2017م
د مطلب ادامه...

حزب التحریر ولایه پاکستان د مسجد الاقصی د آزادۍ لپاره لاریون وکړ

مسجد الاقصی او فلسطین به یوازې د یوه وسله وال پوځ په منظم جهاد آزاد شي
(ژباړه)

حزب التحریر- ولایه پاکستان د دغه هېواد په لویو ښارونو کې د بې رحمه او وحشي یهود دولت له اشغال څخه د فلسطین او مسجد الاقصی د آزادۍ لپاره لاریونونه وکړل. لاریون کوونکو له ځان سره بنرونه او شعارونه لېږدول چې پرې ليکلي وو: «د پاکستان اردو د فلسطین او مسجد الاقصی د آزادۍ لپاره تجهیز کړئ» او «فلسطین د امت موضوع ده، یوازې د فلسطین د خلکو موضوع نه ده».

د یهودو ناولي دولت په وار وار د فلسطین د مسلمانانو او مسجد الاقصی حرمت تر پښو لاندې کړی، خو لا هم د اسلامي هېوادونو واکمنان، سره له دې چې ځواکمن پوځ يې تر لاس لاندې دی، د دوی د آزادۍ لپاره ګام نه پورته کوي. له یهود دولت څخه د دغو جنایتکارو حاکمانو پټ او ښکاره ملاتړ، یهود هڅوي چې په ښکاره زموږ پر مقدساتو تېری وکړي او تر پښو يې لاندې کړي. د فلسطین مسلمانان له اسلام او مسجد الاقصی سره سخته مینه لري، که څه هم دوی تقریبا اویا کاله تر بې رحمه اشغال لاندې دي؛ خو د دوی دیني انګېزه کمزورې نه، بلکه لا پیاوړې شوې ده. دوی پوهېږي چې د مسلمانانو اوسني حاکمان به یې هېڅکله د ژغورنې لپاره کار ونه کړي، خو د دوی ایمان اجازه نه ورکوي چې د مسجد الاقصی حقارت ومني او د دې لپاره دوی د یهودو د مجهزو ځواکونو پر وړاندې په خالي لاس ولاړ دي.

د فلسطین د مسلمانانو قربانۍ او زړوره مبارزه به د فلسطین او مسجد الاقصی د آزادۍ لپاره هېڅکله بسنه ونه کړي، تر هغه چې مسلمان پوځونه د دوی ملاتړ ونه کړي. د مسلمانانو تاریخ پر دې حقیقت ګواهي ورکوي، چې کله به کفارو د فلسطین په ګډون د مسلمانانو ځمکه اشغال کړه، تل به اسلامي پوځونو ازادوله. حتی نن مسجد الاقصی او د فلسطین مسلمانان په دې تمه دي، چې د دغه عصر صلاح الدین ایوبي راشي او دوی یو ځل بیا آزاد کړي. کفار او د مسلمانانو حاکمان غواړي چې دغه موضوع یوازې د فلسطین د خلکو موضوع وښیي، نه دا چې دا د ټول اسلامي امت قضیه ده. دوی په دې چټي هیله دي چې د نړۍ مسلمانان ځانونه له دې موضوع جدا وبولي. که څه هم د مسجد الاقصی او فلسطین آزادي د یوه ځانګړي پوځ دنده نه، بلکه د ټول اسلامي پوځ دنده ده؛ ځکه چې دا موضوع د ټول امت موضوع ده.

څو چې د مسلمانانو پر سر دا حاکمان وي، اسلامي پوځ به هېڅکله بسیج نه شي. د اسلامي پوځونو لپاره دا اړینه ده چې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته په نصرت ورکولو د دغو خاینو حاکمانو جرړې وباسي. تر دې وروسته به راشد خلیفه د مسلمانانو سیمې او پوځونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بیرغ لاندې یو ځای کړي. یوازې همدا وخت به نومړی شخصاً لوی او ځواکمن اسلامي پوځ د مسجد الاقصی او ټول فلسطین د آزادۍ لپاره رهبري کړي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری په رښتیا کړي، انشاءالله. په صحیح مسلم کې له ابو هریرة څخه روایت دی، چې روسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي:

«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ، فَيَقْتُلُهُمُ الْمُسْلِمُونَ»

قیامت تر هغه نه راځي، تر څو مسلمانان له یهود سره ونه جنګېږي او مسلمانان به یهود ووژني.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه بل روایت کې فرمایي:  

«تُقَاتِلُكُمُ يَهُودُ، فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ»

یهود به له تاسو سره جګړه وکړي او تاسو به ورباندې غالب شئ.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په نوي ډېزاین د (Khilafah.net) وېبپاڼې د جوړېدو اعلان Featured

(ژباړه)

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر، په ډېرې خوښۍ سره اعلان کوي چې د ۱۴۳۸هـ.ق، کال د ذولقعدې پر ۵ مه چې د ۲۰۰۱۷م کال د جولای له ۲۸ مې، د جمعې ورځې سره سمون لري، د راشده خلافت (Khilafah.net)  وېبپانې په نوي ډېزاین په کار پیل وکړ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د دغې وېبپاڼې په اعلانولو سره له مهربانه الله سبحانه وتعالی څخه غوښتنه کوي چې له موږ سره د راشده خلافت په تاسیس کې مرسته وکړي، تر څو د اسلامي امت شان وشوکت او خوښي د ژوند د یوازینۍ طریقې په احیا کولو، چې د کایناتو خالق ورته غوره کړې او د عادل او صادق حاکم (چې له امت څخه وي) په رهبرۍ وساتل شي.  هغه حاکم چې حوادث یې نهیلی نه کړی، له هېڅ دښمن سره معامله ونه کړي او له الله سبحانه و تعالی پرته له بل چا څخه د بري غوښتنه ونه کړي. په دې ډول، د الله سبحانه وتعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری، چې نښې نښانې یې راښکاره او وړانګې يې رانږدې شوی دي؛ د نبوت پر منهج د دویم ځل خلافت په تاسیس حقیقت پيدا کړي. دا کار د الله سبحانه وتعالی ته ستونزمن نه دی.

حزب التحریر چې له ۶۰ څخه د زیاتو کلونو راهیسې فعالیت کوي، د ټولو خنډونو، موانعو، د دښمن دسیسو او د خاینوو حکامو بې عدالتیو او ظلمونو نهیلی کړی نه دی. له خلکو غواړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره لکه څنګه چې ده (صلی الله علیه وسلم) په مدینه منوره کې دولت تاسیس کړ، د دولت د بیا تاسیس لپاره مټې را ونغاړي. دغه حزب د شرعي منابعو پر اساس یو بې جوړې او د باور وړ اساسي قانون چمتو کړی او امت ته یې د یوې روښانه طرحې په توګه وړاندې کوي. که پلی شي، نو امت به د بشر په لاس د جوړ شویو قوانینو له تیارو څخه د اسلام او عدالت روښناییو ته را ستون کړي، هغه مهال به د دنیا او اخرت خوښي ورپه برخه شي.

حزب التحریر د الله سبحانه وتعالی په فضل او اراده او د جلیل القدر عالم عطا بن خلیل ابو رشته حفظه الله تعالی په لېوالتیا او غوښتنه له ټولو قانوني لارو چارو او شته وسایلو څخه ګټه اخلي او د یوې نوې پاڼې د ایجاد او خپرولو تقدیر کوي. په دې توګه په نوي ډيزاین د راشده خلافت وېبپاڼه اعلانوي، چې امت ته د خپلې خوښې مطالب ورسوي او سیاسي، فکري او فقهي بیانونه وړاندې کړي، تر څو د امت د حیاتي موضوع (د نبوت پر منهج راشده خلافت) په اړه پوهاوي را منځ ته کړي او امت د ګوډاګیو حکامو تر ولګې لاندې د جهل او سپکاوي له حالت څخه د رښتیني اسلام تر سیوري لاندې د پرمختګ او سر لوړۍ حالت ته را وباسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته لاندې غوره وینا پرېښې ده، چې فرمایي:

«تَركتُكُم على بَيضاءَ نقية لَيلُها كنهارِها لا يَزِيغُ عنها إلاَّ هالِكٌ»

تاسې مې پر داسې روښانه لار پرېښودئ، چې شپه يې د ورځې په څېر ده. تر ما وروسته به له تاسو څخه له هغه چا پرته چې هلاک شوی، بل هېڅوک له دې لارې کوږ نه شي.

دا نوې جوړه شوې د خلافت (Khilafah.net) وېبپاڼه مسلمانانو ته د اسلامي دولت د تاسیس او سقوط څرنګوالی په ډاګه کوي او د هغه د بیا تاسیس د فرضیت او د تاسیس شرعي لارې په اړه معلومات وړاندې کوي. همدارنګه دا وېبپاڼه امت ته د خلافت دولت بڼه، نظام، بنسټ او تشکیل چې د حزب التحریر له لوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تګلارې سره سم، د دویم ځل (راشده خلافت) لپاره چمتو شوی، وړاندې کوي؛ چې د الله سبحانه وتعالی په اراده به ډیر ژر تاسیس کړل شي. دا وېبپاڼه خپلو لیدونکو ته د اسلام د حکمرانۍ نظام (خلافت) په اړه هر راز فکري کتابونه، سیاسي او فقهي لیکنې خپروي. پر دې سربېره دا وېبپاڼه د پرمختللې تکنالوژۍ په کارولو د حزب نشراتي خبرپاڼې، مجلې، د خپلو مهمو کړنو او فعالیتونو ارزونې، د خبرونو ټولګې او سیاسي شننې وړاندې کوي.

له مهربان الله سبحانه وتعالی څخه غوښتنه کوو، تر څو موږ ته لار ښوونه وکړي او دغه وېبپاڼه د نېکمرغۍ او د نور څراغ وګرځوي، څو خلکو ته د نېکۍ په لور لارښوونه وکړي. الله سبحانه وتعالی دې د دې وېبپانې مخلصو چلوونکو ته د خیر بدله ورکړي. هغه د بریا څښتن دی.

ډاکټر عثمان بخاش

د حزب التحریر، د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

د «الرایه» جریدې ۱۴۰مه ګڼه خپره شوه

(ژباړه)

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د اونۍ خبره: دا د سپکاوي او شرم ځای دی، چې امریکا د ناوړه ارزښتونو او خپل فاسد تمدن په پایله کې، چې له داخله وروست او شلېدلی، په اسلامي خاورو کې د اهمیت، قدر او منزلت خاونده وي او وګرځي، چکر ووهي او د هغو کسانو د خدمت او ګټو لاسته راوړلو لپاره، چې ځانونه حاکمان ګڼي، سیالي وکړي! نو پر دغه اساس د ګوتې څه، چې یوازې د سترګو په اشاره پنځه پنځوس احمقان او ناپوهان هغه مجرم ته د وفادارۍ د اثبات او د هغه په اطاعت کې سیالي کوي، چې د مسلمانانو پر وړاندې په جرم کې ډوب دی. واقعاً چې د سپکاوي او شرم ځای دی.
  • سرمقاله: له امریکا سره د فرانسې د نږدې کېدو موخې او دلایل؛ د حزب التحریر د امیر لوی عالم شیخ عطا بن خلیل ابو رشته د ځوابوبو له لړۍ څخه؛
  • د حزب التحریر- ولایه فلسطین له خوا په غزې تړانګه او د لودیځې څنډې په ښارونو کې د اقصی مبارک مسجد د مرستې او نصرت غوښتنې لپاره لوی لاریونونه ترسره شول؛
  • د اسلامي خاورو اردود ته خطاب... خطاب... خطاب...؛ ایا په تاسو کې یو ځوانمرد، مخکښ او لارموندونکی سړی نشته، چې په خپله وسله د اقصی مسجد او د فلسطین د ازادو ښځو د نصرت لپاره غږ پورته کړي؟ د حزب التحریر د امیر شیخ عطا بن خلیل ابو رشته منشور؛
  • د تونس حکومت حزب التحریر له دې امله چې د نبوت پر تګلاره د خلافت پر بیا تاسیس ټينګار کوي، منحل کوي؛
  • په لیبا کې د بحران د ختمېدو په پلمه نوی مکر؛
  • محمود عباس فلسطین پلوري او له اهل سره يې خیانت کوي؛
  • که مو اجیر حکام خاین نه وی، ټرمپ به داسې باټې نه ویشتې او پر موږ مسلمانانو به یې لوړوالی نه غوښت؛
  • د روهینګیا مسلمانان: دوامدار مصیبت او نه ختمېدونکی درد؛ نو اې د مسلمانانو اردو! څوک به د پای ټکی ورته کېږدي؟
  • د شام انقلاب پر سمه لاره د تګ لپاره ربانې سیاسي رهبرۍ ته اړتیا لري؛
  • امریکا ته پناه وړل بحران نه حلوی، بلکې نور يې هم ګړکېچن کوي؛
  • ۲۰۱۷م کال به د امریکا د مسلمانانو لپاره تر ټول بد کال وي؛

د دې کڼې د پیدا کولو لپاره لاندې لینکونو ته لاړ شی:

http://www.alraiah.net/index.php/rayah-archive/item/2687-%D8%AC%D8%B1%D9%8A%D8%AF%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D8%B1%D8%A7%D9%8A%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D8%B9%D8%AF%D8%AF-140

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې