جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 ذولقعده 1438

میلادی نېټه :     دوشنبه, 14 آګست 2017 م

شمېره:      PR17062

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اګېسټ ۱۴مې د خپلواکۍ د ورځې پیغام

 د پاکستان مسلمانانو ته به یوازې د نبوت پر منهج دویم ځل خلافت رښتینې خپلواکي ورکړي!

پر دغه ورځ مسمانان هغه سترې سرښندنې په یاد راوړي، چې ۷۰ کاله مخکې د پاکستان پر پاکه او نېکه خاوره د هغه دولت، چې اساس یې اسلام وي، د رامنځ ته کېدو لپاره وکړې. حزب التحریر ولایه پاکستان په رسمي توګه د هغه څه په اړه چې تېر شوي، نن ورځ ور سره مخ یو او یا به په راتلونکي کې ورسره مخ شو، یادونه کوي.

د دې په اړه چې څه تېر شوي، دا د اسلام لپاره زموږ ښه چوپړ و، هغه چوپړ چې په لیکلو یې قلمونه رنګ وچوي. هغه خدمت مو د الله سبحانه وتعالی فیصلې او اجر لپاره وړاندې کړ. موږ څه د پاسه زر کاله د لومړي خلافت (راشده خلافت) له پیله مو پر ټوله سیمه د اسلام په سپیڅليو وړانګو حکومت وکړ.

کله چې له ۱۷۵۷م کال څخه را په دېخوا زموږ چارې د بریتانوي هند د اشغالګرو پوځونو تر ولکې لاندې وې، موږ په ډېره زړورتیا د هغوی پر وړاندې ودرېدو. هغه مهال له بریتانیا سره هندو او مسلمانو رهبرانو مرسته کوله. موږ ډېر نارامه وو، زموږ د محبوب شریعت قوانین یې له منځه یوړل او پر ځای یې، په زور خپل پانګوالي ظالم نظام تاسیس کړ. په دې ډول مسلمانان او غیر مسلمانان د کفارو تر حاکمیت لاندې د بېوزلۍ کندې ته ولوېدل. د قحطۍ او قرضونو له لاسه یې سخت زیانونه ولیدل، په داسې حال کې چې د اسلام د حاکمیت پر مهال د هند نیمه وچه له پولو بهر هم د خلکو لپاره د ډوډۍ یو شکور وه.

موږ مسلمانانو بریتانوي هند ته سر ټیټ نه کړ. موږ هر وخت په زړورتیا مقاومت وکړ، که هغه د ۱۸۵۷ کال جهاد پر مهال و، که د خلافت خوځښت او که په پاکستان کې د اسلامي دولت د رامنځ ته کولو پر مهال و. اسلام زمونږ لاره وه، لکه څرنګه چې اوس ده. دغې لارې مسلمانان تر بلې هرې لارې په خوځښت را وستل، ځکه چې دا لار له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د مبدايي مینې درلودلو له امله وه.

دا چې پاکستان څه ډول رامنځته شو، په اړه یې فکر وکړئ تر اوو میلیونو زیاتو مسلمانانو پاکستان ته د هندی ظالم حکومت څخه د خلاصون په سبب مهاجرت وکړ. میلیونو یې خپل مالونو پرېښودل، سلګونه زره یې شهیدان شول، د زرګونو  کسانو عزت تر پښو لاندې شو؛ خو مسلمانان هېڅکله پښېمانه نه شول، ځکه دوی پوهېږي چې بدله یې له رحیم خدای سره ده! هغو مسلمانانو چې مهاجرت یې وکړ، په اخلاص سره را ورسېدل، لکه څرنګه چې مسلمانان د مهاجرینو او انصارو رضی الله تعالی عنهم اجمعین، بېلګه په یاد راوړي.  حقیقت کې که دا د اسلام لپاره نه وی، نو پاکستان به هېڅکله نه و رامنځته شوی. د ورورۍ پیوند د دفاع لپاره درېدل او قرباني هغه څه دي، چې د مومنانو په زړونو کې وده کوي.

هغه څه چې نن ورځ ورسره مخ یو، اسلام موږ ته د یو فرد او مسلمانانو په حیث د زړه د ضربان په بڼه پاتې دی. موږ د یو نوي ظلم، یو نوي بریتانوي هند، یو امریکایي هند څخه مخکې نارامه یو. هغوی چې غواړي زموږ د نیکونو  تاریخي او مهمې قربانۍ له منځه یوسي. د پوځ په لیکو او رهبرۍ کې خاینانو د میر صدیق او میر جفیر نا اهله زامنو، زموږ پاکه خاوره د لسزو لپاره واشنګټن ته په ولکه کې ورکړه.

د امریکا دې غوښتنو ته ځواب ورکول چې (ډېر څه وکړئ) زموږ شریف پوځونه په افغانستان کې د قومي پیاوړي مقامت پر ضد د صلییبي لښکرو ساتنه کوي. د امریکا غوښتنو زموږ پوځونه د هندیانو د تعرض له هر پرمختګ مخکې په اشغال شوي او حتی په ازاد کشمیر کې تړلي. په پټو سترګو د کفر او کپېټالیېزم امر مني او د شریعت قوانین یې شاته غورځولي، دغو خاینو زموږ اقتصاد سره له دومره ډېرو زېرمو په هېڅ حساب کړی.

دا چې په راتلونکې که به له موږ سره څه کیږي، د الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د اطاعت، د نبوت پر منهج دویم ځل خلاقت یوازینۍ لار ده چې له امریکایي هند څخه خپلواکي را په برخه کړي. نو حزب التحریر له ټولو هغو کسانو چې د اسلام له زرو کلو زیات حاکمیت، زموږ تاریخ او قربانۍ ته درناوی لري، غواړي، چې زموږ له شبابو سره اوږه په اوږه ودرېږي او پاکستان د ټول امت د ساتونکي په توګه د خلافت تاسیس د پیل ټکی وګرځوي.  

حزب التحریر په پوځ کې پر مخلصو کسانو غږ کوي چې د انصارو رضی الله تعالی عنه پيروي وکړي، چې د اسلام د عملي، بشپړ او اړین تاسیس لپاره یې نصرت ورکړ. مه پرېږدئ چې امریکایي هند بل کال هم تېر کړي او کېدی شي چې دغه ځمکې بیا د امت د سپر (خلافت) په سبب خوشبختې شي. یو نېک خلیفه چې پر موږ اسلام پلی کړي او د دښمنانو پر وړاندې مو واحد امت کړي. راځئ هڅه وکړو چې د ځمکې پر سر د ډېموکراسۍ فساد او ظلم ختم کړو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زيري پسې په چټکۍ وګرځو. هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي:  

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ» (احمد)

بيا به جبریه او د ظلم واکمني را شي، دا به هم تر هغه مهاله وي، چي د الله سبحانه وتعالی اراده وي، کله چي وغواړي پاى ته به يې ورسوي. بیا به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې