جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 ذولقعده 1438

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 09 آګست 2017 م

شمېره:      PR17061

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
دیموکراسي د الله سبحانه وتعالی د غضب لامل کېږي:

نو څنګه به د الله سبحانه وتعالی پر قهر سربېره د نېکمرغۍ، سوکالۍ او سولې تمه ولرو!؟
(ژباړه)

څرنګه چې اوس د پاکستان مسلمانانو ته دا څرګنده شوې، چې د شریف کورنۍ د خلکو د دوکه کولو په موخه د څوکۍ په بدلون سره یواځې یو ډول لوبه کوي، ترڅو ډیموکراسۍ ته یو څه نور مهلت هم ورکړي او زمينه ورته برابره کړي. په همدې اړه حزب التحریر- ولایه پاکستان، په څو لویو ښارونو کې سیمنارونه او غونډې جوړې کړې، ترڅو خلکو ته سم او رښتیني معلومات ورکړي. هېره دې نه وي چې د یادې ډرامې تر شاه په بشپړه توګه د رژیم د بادارانو (متحده ایالاتو) لاس دی، ځکه چې تر څو ډیموکراسي دوام پیدا کوي، امریکایي واکمني به هم ورسره په خپل ځای پاتي وي. د نوازشریف د خوښې او ملاتړ څخه مخکې، شاهد خاقان عباسي د لومړي وزیر په توګه وګومارل شو. په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزات ویاند، د جولای په ۲۸مه څرګنده کړه، چې دا یوه کورنۍ موضوع ده. خو موږ یوه روڼ بدلون ته په تمه یو، تر څو د پاکستان پارلمان راتلونکی لومړی وزیر وټاکي. په داسې حال کې چې د حزب التحریر غړو د غونډو په جوړولو سره، مسلمانانو ته د زړه له کومې دا ورسوله چې یوازینۍ حل لاره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د خلافت تاسیس دی.

تر څو چې د مسلمانانو واکمني په ډیموکراسۍ ولاړه وي، هېڅکله به د ښو او بدو توپیر ونشې کړی، ځکه چې په دغه نظام کې هر څه ته قانوني او غیرقانوني بڼه ورکول یو نمایش دی. هغه څه چې د الله سبحانه وتعالی د رضا سبب ګرځي، په پام کې نه نیول کېږي. مګر د اسلام په حاکمیت کې باید هر قانون په قران او سنتو ولاړ وي. ډیموکراسي چې قضاوت یې په ناپوهۍ ولاړ دی او الله سبحانه وتعالی هم رد کړې ده، بیا نو څرنګه ورڅخه د نېکمرغۍ تمه کیدی شي. الله سبحانه وتعالی داسې فرمایي:  

﴿أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْماً لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾ [مائده:۵۰]

آیا دوی له تا څخه د جاهلیت حکم غواړي!؟ له الله څخه څوک د هغه قوم لپاره چې د یقین خاوندان دي، غوره حکم کوي؟  

څرنګه به موږ له ډیموکراسۍ څخه د نېکمرغۍ تمه وکړو، په داسې حال کې چه په ښکاره د رسول الله صل الله عليه وسلم له سنتو سره په ټکر کې ده. لکه څنګه يې چې په اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾ [نور:۶۳]

هغه کسان چې د رسول الله له حکم او امر څخه سرغړونه کوي، له فتنې او دردناک عذاب څخه دې ووېرېږي، چې ورته به ورسیږي.

همدا سبب دی چې حزب التحریر د خپل اساسي قانون  ټولې ۱۹۱ مادې د قران او سنتو په رڼا کې چمتو کړې. حزب التحریر- ولایه پاکستان باور لري، چې د پاکستان راتلونکی به روښانه وي، ځکه دلته د دوی ټولې کړنې د اسلام او په نبوي تګلاره د خلافت د راژوندي کولو لپاره دي. دوی باور لري ځکه په دې خاوره کې تاریخ دا ښودلې ده چې مسلمانانو یې له راشده خلافت څخه را په دې خوا د اسلام لپاره بی سارې هلې ځلې کړي دي. دوی باور لري، ځکه چې پاکستان په اصل کې د اسلام په موخه رامنځته شوی دی، یعنې د مسلمانانو د بې ساري قربانیو په پایله کې د مسلمانانو لپاره د یوې مرکزي نقطې په بڼه رامنځته شوی. دوی باور لري، ځکه له الله سبحانه وتعالی، د هغه له استازي او اسلامي امت سره د د دې خاورې د وګړو مینه او د اسلام د حاکمیت لپاره د دوی هیلې، ټول هغه څه دي چې د خلافت راتګ ډاډمن کوي. نو په همدې سبب حزب التحریر په ډیر باور سره مخکې ځي، د مسلمانانو د سم پوهاوي لپاره هلې ځلې کوي چې دا موخه یواځې وخت او رښتینې هڅې ته اړتیا لري. مخکې له دې چې موږ ته د فتحې او واکمنۍ توفیق راکړل شي، اړینه ده چې د الله سبحانه وتعالی خوښي او رضایت تر لاسه کړو.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې