جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 ذولحجه 1438

میلادی نېټه :     دوشنبه, 11 سپټمبر 2017 م

شمېره:      PR17066

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
حزب التحریر-ولایه پاکستان د میانمار د قصابانو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کوي

د پاکستان د وسله وال پوځ زمري پرېږدئ چې د روهینګیا د مسلمانانو ملاتړ وکړي او د مومنانو زړونه یخ کړي!

(ژباړه)

حزب التحریر-ولایه پاکستان د هېواد په کچه د روهینګیا د مسلمانانو په ملاتړ د مظاهرو، بیانیو او بانفوذه اړیکو یو کمپاین پیل کړی. حزب التحریر- ولایه پاکستان د لاندې اقداماتو غوښتونکی دی:

۱. په اسلام آباد کې د میانمار د ډیپلوماتیک ماموریت او برعکس په رنګون، میانمار کې د پاکستان ډیپلوماتیک ماموریت بندېدل او له دې سره جوخت د جګړې د پیل اعلان.

۲. د JF 17 تندر جنګي الوتکو د معاملې پای ته رسول او له هغو مذاکراتو وتل چې میانمار دې په خپل هېواد کېJF 17  تندر جنګي الوتکې تولید کړي.

۳. د مسلمانانو د ځورنې پر وړاندې د پاکستان د اټومي تجهیزاتو اماده کول، چې د میانمار متحد هند ته ښکاره پیغام ولېږي.

۴. د اضطراري حالت اعلان او د یوه ښکاره علان پیل چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د پاکستان ځوانان د اظطراري حالت د پیل لپاره د پوځیانو په توګه وروزي.

۵. د بنګله‌دېش له کمزورو حکامو غوښتنه چې له میانمار سره په پوله د بنګله‌دېش پوځي هډې زموږ د ممتاز SSG پیاده پوځ، هوایي پوځ او زرغره والو قطعو په خدمت کې ورکړي، چې د بنګله‌دېش له شریف پوځ سره د دښمن پر وړاندې په یوه لیکه کې ودرېږي؛ مومنان د مشرکانو پر وړاندې.

اې د پاکستان مسلمانانو! د اقدام لپاره د حزب التحریر - ولایه پاکستان غږ له تاسو مخکې او ستاسو لپاره دی چې د عمل خلکو؛ زموږ نجیبو افسرانو او پوځیانو ته یې ورسوئ. په تاسو کې خیر ښکاري او تاسو له وسله وال پوځ سره برکت لرئ، چې په خپل دغه شعار «ایمان، تقوا او فی سبیل الله جهاد» ژوند کوي. دا ستاسو مسؤولیت دی چې دغه غږ هغو وسله والو پوځیانو ته چې تاسو یې پېژنئ، ورسوئ. ستاسو د دعا له ملاتړ سره.

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو زمریو! حزب التحریر- ولایه پاکستان ستاسو د غوسې شدت د میانمار د قصابانو د اقداماتو پر وړاندې احساسوي. موږ ستاسو پر انګېزه او وړتیاوو پوره باور لرو. خپل ځانونه د ناوړه حکامو له ځنځیرونو خلاص کړئ او هغه بریا (د مسلمانانو ډال) لاسته راوړئ، چې امت ورته په تمه دی او د خلافت له دورې وروسته یې نه ده لیدلې. د اړتیا پر وخت د امت مخلص متحد اوسئ او پر دښمنانو یې بریالي شئ. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ * وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ﴾ [المائده: ۵۵- ۵۶]

ستاسو سرپرست او ولي یوازې الله او د هغه رسول دی. چا چې ایمان راوړی، هغوی لمونځونه کوي، زکات ورکوي او رکوع کوي. څوک چې د الله، رسول الله او مومنانو ولایت ومني، هغوی بریالي دي؛ ځکه د الله حزب بریالی دی.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې