پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 محرم 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 22 سپټمبر 2017 م

شمېره:      PR17067

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ټرمپ غپا او دښمني نوره د زغملو نه ده!

د اسلام او مسلمانانو د دښمنانانو له ایتلافه لاس په سر شئ او د هغو کسانو مرسته وکړئ چې له دوی سره دښمني کوي

د پاکستان اوسني واکمنان باید سمدلاسه د وسله‌وال پوځ د مخلصو چارواکو له لوري له واکه ګوښه شي، ترڅو د امریکا متحده ایالتونو سره د رامنځته شوي تړون له امله د سترو ورانیو مخه ډب شي.

د سپتمبر پر ۲۱ مه د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشريزې له وینا څخه مخکې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د پاکستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرني سیاست د ټولو سترو موخو ملاتړ وکړ. شاهد خاقان عباسي د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو اړیکو اړوند شورا مجلس (CFR) څخه وړاندې، څرګنده کړه چې موږ د امریکا متحده ایالتونو سره سالمي اړیکې لرو. موږ به دغو اړیکو ته ترهغې دوام ورکوو، ترڅو ټولو هغو اختلافاتو ته چې ورسره لاس او ګرېوان یو او راتلونکي دي، حل لاره پیدا کړو. پاکستان په بشپړه توګه د هغه تړون له مخې چې د امریکا متحده ایالتونو سره یې کړی، زیات ځورېدلی او نوموړی امریکايي دولت نه یوازې د اسلام او مسلمانانو سره دښمني لري، بلکې د خپلې دښمنۍ له مخې له نورو سره مرسته کوي. د امریکا متحده ایالتونو سره تړون پاکستان د ګډوډۍ په اور کې سوځېدلو ته ټېل وهي، چې د دغه تړون پر بنسټ د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي نظامي او استخباراتي نامشروع سیمه‌ییز عملیات، هوایي بریدونه او وژنې یې د خپلو سیمه‌ییزو موخو لاس ته راوړلو په موخه ترسره کړې دي.

دغه تړون تضمین کړه  چې په عملیاتو کې د پاکستان د پیاوړو وسله‌والو ځواکونو څخه د امریکایي ډارنو سرتېرو د ساتنې لپاره د افغان مخالفو طالبانو د مقاومت پر وړاندې ګټه اخیستل کېږي. دغه راز نوموړی تړون تضمینوي  چې په افغانستان کې زموږ د نوښتګرې استخباراتي ادارې څخه د سیاسي توافق د خونديتوب لپاره ګټه اخیستل کیږي، ترڅو په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د اوږد مهاله حضور لپاره د یو مسلمان اټومي ځواک لرونکې هیواد ترڅنګ استوګنځای رامنځته کړي. له امریکا سره تړون پاکستان اړ باسي چې په افغانستان کې د امریکا حضور ‌‌ډاډمن کړي.  په داسې حال کې چې له دې لارې امریکا غواړي هم هلته د هندوستان حضور پیاوړی کړي او هم په اشغال شوي کشمیر کې پر مسلمانانو  د وحشی تېرو  ملاتړ وکړي. 

لکه څرنګه چې د پاکستان رژیم ادعا کوي چې دوی  د امریکا د بدیل په لټه کې دي، ترڅو له بل بهرني ځواک سره یوځای شي. خو دوی له داسې ځواک سره یوځای کیږي چې له اسلام سره دښمني لري، له نورو سره د اسلام په دښمنی کې مرسته کوي او دا د حل واقعي لاره نه ده. چین د ختیځ ترکستان د مسلمانانو دښمن دی، دوی له روژې نیولو منع کوي، مسجدونو او ږیرې پرېښودو ته یې نه پرېږدي. چین له سیاسي، اقتصادي او نظامي پلوه د میانمار رژیم ملاتړ کوي ان تر دې چې روهینګیايي مسلمانان د حیواناتو په څېر حلالوي. د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) له مخې، پاکستان لا له وړاندې مهمي سرچینې چین ته په واک کې ورکړي دي چې په دې لوبه کې پاکستان بایلونکی دی، نه لوبه بدلوونکی. د چین- پاکستان اقتصادي دهلیز د نورو بهرنیو سودي پورونو ترڅنګ، پاکستان د ښکېلاکګرو ځواکونو او بنسټونو له سترو پورونو سره مخ کړی.

د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز پر بنسټ، پاکستان د چیناني وارداتو او کارګرانو پر مخ د آزادۍ ور پرانستی چې له دې لارې به  د پاکستان کورنۍ کرنې او صنعت ته اوږدمهاله زیان واوړي.

ولې مسلمانان باید له یوه غاره د بهرنیو آزادیو لپاره بیا او بیا و چیچل شي؟ ایا یو ځل چیچل بس نه وو؟

اې د پاکستان مسلمانانو! مسلمانان هېڅکله هم له بهرنیو ځواکونو څخه د شوي تړون پر بنسټ د امن او سوکالۍ راتلو تمه نه لري. دوی له اسلام او مسلمانانو سره دښمني لري او له نورو سره د دې دښمنی په تړاو مرسته کوي. موږ الله سبحانه و تعالی خبر کړي یو:

﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمْ اللَّهُ عَنْ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ﴾ [الممتحنه:۹]

ژباړه: بېشکه الله تاسې د هغو خلکو له دوستۍ منع کوي، چې د دین په معامله کې جنګېدلي دي، تاسي یې د خپلو کورونو څخه ایستلي یاست او ستاسي په ایستلو کې یې یو د بل ملاتړ کړی دی. له هغوی سره چې کوم کسان دوستي وکړي، هغوی هم ظالمان دي.

مسلمانان د اهل کتابو او مشرکینو د ځواکونو له تړونه د هيڅ شي تمه نه کوي، بلکې د زیان تمه ترې لري.

﴿مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلاَ الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ﴾ [البقره:۱۰۵]

ژباړه: هغو خلکو چې د حق د بلنې له منلو څخه یې انکار کړی دی، که له اهل کتابو څخه وي او که مشرکان وي، هېڅکله دا نه خوښوي چې ستاسي د رب له خوا دې تاسي ته څه ښېګڼه راشی. خو د الله چې هر چا ته خوښه شي، د خپل رحمت لپاره یې غوره کوي او هغه د لوی فضل خاوند دی.

اوس هغه ستر فرصت را رسېدلی چې مسلمانان باید د بهرنیو متحدو ځواکونو ویجاړوونکې واکمنۍ پای ته ورسوي او د نبوت پر طریقه د خلافت د بیا تاسیس لپاره لاس په کار شي. اسلامي حکومتولي به د مسلمانو دولتونو د یو موټي کېدو له لارې و توانیږي چې د امت پیاوړتیا ډاډ منه کړي، د ټرانسپورټ، مخابراتي اړیکو او انرژي په رامنځته کولو کې به د زیاتو پیاوړو مسلمانو خاورو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي. د بهرنۍ تکنالوژۍ او پانګونې پرځای، خلافت به په لویه کچه د پیاوړي صنعت په منځته راتګ کې د ماشینونو، درنو دستګاوو او وسلو جوړولو په ګډون پخپله پانګونه وکړي چې له دې لارې به اقتصادي پیاوړتیا او هغه ظرفیت را منځته شي چې اسلامي دولت د نړۍ یو مخکښ دولت شي. رښتیا هم د شمالي کوریا په څېر یو کوچینی دولت چې کولای شي د ټرمپ د څرګندونو او لاپې وهلو ځواب  وايي، نو هغه دولت چې د بشپړ اسلامي امت له ځواکه څخه برخمن وي د شمالي کوریا په پرتله به څومره ځواب ویونکی وي؟ له حزب التحریر سره و دریږئ، په وسله‌وال پوځ کې له خپلو وروڼو، پلرونو او زامنو څخه د نبوت پر طریقه د خلافت د بیا منځته راتګ لپاره  نصرت و غواړئ.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې