جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 صفر 1439

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 25 اکتوبر 2017 م

شمېره:      PR17075


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت په تاسیس امریکايي راج پای ته ورسوئ! له پاکستانه د ټېلرسون لیدنه ښيي، چې د پاکستان او امریکا اړیکې د بادار او غلام په څېر دي!

(ژباړه)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسون لیدنې یو ځل بیا ثابته کړه، چې د پاکستان او امریکا اړیکې د پاکستان د سیاسي او نظامي مشرتابه پر لوړو ادعاوو سربېره د بادار او غلام حیثیت لري. د ۲۰۱۷م کال د اګېسټ پر ۲۱مه د پاکستان پر وړاندې د ټرامپ له دښمنۍ ډکې اعلامیې وروسته په پاکستان کې سیاسي او نظامي سرچینې او ویاندویان ادعا کوي، چې اوس به له پاکستانه د امریکا د زیاتو همکاریو غوښتنې ته زموږ ځواب منفي وي. پر دې سربېره د ۲۰۱۷م په اکتوبر کې لومړي وزیر او د پوځ مشر له نورو سیاسي او نظامي رهبرانو سره په ګډه له خپل یوه بادار (ټېلرسون) سره ولیدل. له معمول سره سم هغوی په پوره فرمانبردارۍ د «ډېر تر سره کړئ» په نامه د فرمانونو یو لېست تر لاسه کړ او امریکا ته د خدمت په برخه کې يې خپلې هڅې روښانه کړې.

که د پاکستان اوسنیو سیاسي او نظامي رهبرانو لږ شخصیت هم لرلی او په بدن کې یې احساس ژوندی وای؛ له افغانستانه د ټېلرسون د لیدنې پر مهال له دښمنۍ ډکو اعتراضونو وروسته یې د هغه پر کرکجنه څېره لاړې تف کولې. شک نشته چې د پاکستان اوسني سیاسي او نظامي مشران امریکا ته د یو غلام غوندې چوپړ کوي. د پاکستان سیاسي او نظامي رهبران له روسیې او چین نه له لیدنې او له دغو هېوادونو سره د سیاسي، نظامي او اقتصادي اړیکو په زیاتوالي امریکا ته د خپلې غلامۍ د پټولو په موخه کار اخلي. پر دې سربېره له چین او روسیې سره اړیکې به پاکستان پياوړی نه کړي، بلکې د کمزورۍ لامل به یې شي.

امریکا له دې سره چې ځان د ډګر بې‌ساری پهلوان بولي، له څو زرو افغانو وسله‌والو مجاهدینو څخه وېره لري؛ ځکه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له بګرام هوايي اډې نه د وتو جرات نه درلود او د افغانستان له ولسمشره یې وغوښتل چې دی کابل ته نږدې په بګرام هوايي اډه کې وویني. د افغانستان له ولسمشر سره د ده لیدنه په یوه بشپړ خوندي پټنځای کې وشوه، چې حتی کړکۍ یې هم نه لرله. پر دې سربېره د نړۍ د شپږم لوی پوځ سرقوماندان او په اسلامي نړۍ کې د یوازیني هستوي قدرت لومړي وزیر د پاکستان د نایب سلطنت په څېر ټېلرسون ته هرکلی ووایه او د تعظیم سر یې ورته ټيت کړ. هغوی په ډېر احترام د اسلام پر وړاندې د جګړې، چې په اصل کې د ترورېزم پر وړاندې د جګړې په نامه یادېږي، په برخه کې د زیاتو همکاریو ژمنه وکړه او په څنګ یې په دې جګړه کې پر خپله ژمنتیا او دوامدار ملاتړ ټينګار وکړ.

اې د پاکستان مخلصو وسله‌والو ځواکونو! ایا چوپتیا غوره کوئ او د دغو ټولو جنایتونو او خیانتونو پر وړاندې لاس تر زنې کېنئ؛ کله چې سیاسي او نظامي رهبرانو د امریکا د غلامۍ ژغ پر غاړه کړی او د امریکا مینه يې یوازینۍ اندیښنه شوې او زموږ په مقابل کې زموږ له سرچینو ګټه اخلي او زموږ په خاوره کې د پاکستان ګټې د امریکا تر ګټو قربانوي؟ ایا په بدن کې مو وینه په جوش نه راځي؛ کله چې د افغاني مجاهدینو وېره ټېلرسون په یوه پټنځای پورې محدودوي؛ خو کله چې ورته قضیه په پاکستان کې تکرارېږي، داسې ستایل کېږي، چې ته وا دا هېواد د ده مستعمره ده او دی يې نایب دی؟ ایا په بدن کې مو وینه په جوش نه راځي، کله چې امريکا په ټول توان څو زره افغان مجاهدین له منځه نه شي وړلی او له دوی په مستقیم ډول یا يې د استازو په وسیله د خبرو اترو غوښتنه کوي؛ خو کله چې متحده ایالات د ۲۰۰ ميلونو مسلمانانو (چې تل د اسلام او اسلامي خاورو لپاره قربانۍ ته چمتو دي) هېواد ته امر کوي؛ رهبران یې د غلام په څېر اطاعت کوي؟

دقیقاً چې وینه مو پر جوش راځي او غواړئ چې دا ناوړه حالت تغیر کړئ. هو، دا هغه مهال کېدای شي، چې تاسو پر مخ ولاړ شي او د نبوت پر تګلاره راشده خلافت د تاسیس لپاره په پاکستان کې حزب التحریر ته نصرت ورکړئ او سیاسي او نظامي لاسپوڅو ته شا کړئ، چې موږ ټول یې د استعمارګرو کفارو غلامۍ ته اړ کړي یو. تاسو هغه مهال دا عزت، احترام او ویاړ تر لاسه کولی شئ، چې د راشده خلافت په امر امریکا د یوه لېوني سپي په څېر له خپلې سیمې نه تېښتې ته اړ کړئ. نو که داسې وکړئ، بېشکه چې امت به مینه درسره لري، په حق کې به مو د خیر دعا وکړي او الله سبحانه وتعالی به مو بدله په اخرت کې درکړي. دا کار تاسو ته سخت نه دی، ځکه هغوی له تاسو دومره وېرېږي، چې له الله سبحانه وتعالی څخه هغومره نه وېرېږي؛ ځکه چې هغوی بدبخته او کافر دي.

﴿لَأَنتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِم مِّنَ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ﴾
[حشر: ۱۳]

ژباړه: د دوی په زړونو کې له تاسو وېره د الله له وېرې څخه زیاته ده؛ ځکه چې هغوی نه پوهېږي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې